د لایق صیب د روغتیا په هیله:
پښتنې میندې دې پاڅي زوی د ې هست کړي
د لایق پشان یو ستر زوی د افغان
هسې زوی چې ویاړ شمله د ټول ملت وي
ویاړ د ووړ وي، ویاړ د زوړ وي ویاړ د ځوان
که څه ویاړ دی یا پیرزو ده یا لورنه
په ریښتیا سره يې وړ دی سلیمان
د ده شعر زړه اواز دی د زیارکښو
د کارګرو کسبګرو د د هقان
یوه شپېلۍ ده چې درو منځ کې غږیږي
د پونده وو، د شپنو د زړه داستان
پښتنې میندې دې هم خوښې وي کور کې
چې بهر لري د زړونو ترجمان
د لایق شعر له یوه سره تربایه
یو خوځښت دی یو غورځنګ دی یو توپان
یوه چیغه د ازاد ملت د خولې ده
یو هیبت دی چې دښمن ترې په لړزان
هر یو بیت يې یو تصویر دی یو انځور دی
د دښمن په کور د کاڼو د باران
یو فریاد دی د مظلوم زړګي له تله
یو غبرګون دی د ظالم په لور هر ان
یوه مینه ده، وروری ده خلکو منځ کې
یو نفرت دی مقابل کې د شیطان
یو ډېوه ده چې تر تله به بلیږي
ترې جاریږي به د شعر پتنګان
یو ګلاب دی چې مدام به بڼ کې شین وي
د مالیار په پام به نه لري خزان
یو شغله ده چې هېواد ټول پرې رڼا دی
یو لمبه ده جګه شوې تر اسمان
لاس د هغه دېو، دښمن دې بیخ کې مات وي
چا چې ونیو د لایق په لور نښان
زمانې که موږ ته تېر وخت خوشال راکړ
ستر لایق زموږ د وخت دی خوشال خان
شعروزمه خیالونه