استرالیا په دوو کلونو کې د کډوالو د لیږد ۸ زره جبري الوتنې ترسره کړي

په یو راپور کې راغلي چې د استرالیا حکومت د مهاجرت د اوسنۍ پالیسۍ له مخې د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۹ کلونو ترمنځ د دغه هیواد له هوايي چلند او خصوصي هوايي شرکتونو د الوتکو څخه په استفادې د کډوالو ۸ زره جبري او غیررضاکارانه الوتنې ترسره کړي چې پکې ګڼ شمیر الوتنې له استرالیا د باندې ترسره شوي او پکې کډوال بیرته خپلو هیوادونو ستنانه کړل شوي.

یادې شمیرې د استرالیا او آسیا د همکاریو او مسولیت انستیوت لخوا ښکاره شوي. دغه ادارې له استرالیا هوايي شرکتونو غوښتي چې د استرالیا له حکومت سره دې خپل هغه قراردادونه لغوه او یا دې پرې بیا کتنه وکړي چې له مخې یې کډوال په جبري ډول له استرالیا ویستل کیږي.

په یادو ۸ زرو الوتنو کې هغه شمیر کډوال او پناه غوښتونکي هم شامل دي چې استرالیا کې یې د پناه غوښتنه ترسره کړې او د استرالیا د ننه او د باندې سمندري توقیف خونو مانوس او نایرو ته د هوا له لارې انتقال شوي دي.

دا شمیرې په داسې وخت کې ښکاره کیږي چې د استرالیا حکومت پلان لري یوه تامیل کورنۍ د کورنیو فشارونو باوجود بیرته سریلانکا ته ستنه کړي. د دغې کورنۍ دوه کوچنۍ لوڼې سره له دې چې استرالیا کې زیږیدلې خو د قانون له مخې هغوی نه د استرالیا وګړي نه پيژندل شوي او نه هم ریښیني کډوال. د دې کار له امله په استرالیا کې پر ياد قانون نیوکې هم راپورته شوې.