دهرې کشالې ،ستونزې ، جنګ او مسلحانه برخوردونو د حل کولو يوازينی لاره د ښکېلو لوريو تر منځ د خبرو ، بحثونو او مذاکرو او دهغه په اساس يوه تفاهم او توافق ته په رسېدلو سره ده .
هره ستونزه او جنګ په واړه او يا لوی مقياس د دوو لوريو تر منځ هغه وخت منځته راځي چې د ښکېلو لوريو نه يو ځان زورور ، قوي او برتره بولي او په همدې بنياد مقابل لوري د خپلو غوښتنو ، ګټو او هوسونو منلو ته مجبور او مسؤل بولي او ځان په حق ( هغه حق چې منشاء يې زور او فوقيت دئ ) بولي او د مقابل لوري غوښتنی ،ګټې او ټول طبيعي ، مدني او انساني حقوق يې تر پښو لاندې کوي .همدا وجهه ده چې جنګ شروع شي او ترهغه وخته دوام کوي څو د زورور سرته عقل راشي او د جنګ په ځای خبرو ته حاضر شي . د زور مندانو دا شان تعامل ، رابطې او سلوک ته ظلم ، استبداد ، ستم او ديکتاتوري ويل کيږي .

بد بختانه چې زموږ ټولنه په ټول خپل تاريخ کې د همدې مشکل نه په عذاب او مصيبت ګرفتاره وه او ده . دلته استبداد ،ظلم او دیکتاتورۍ خپل غير عادلانه او ضد انساني راج چلولی دئ او اوس يې هم چلوي ، فقط شکل يې د تاريخ په اوږدو کی تغير کړئ دئ ، کله داخلي ، کله خارجي او کله مختلط استبداد دا اولس د خپل ناولي اقتدار او حاکميت ډبقا د پاره په خپله ستمګرانه ژرنده کې اوړه کړئ دئ او د عصر د ترقۍ ، رفاه او اجتماعي عدالت په کاروان کې د همزمان او متوازن تګ نه يې محروم او د خپلو هوسونو قرباني کړئ دئ .

څو چې ټاستبداد ته د رد او نه منلو عملي ځواب ونه ويل شي د افغاني ټولني مصيبت او بد مرغی به روانه وي .

د افغانستان روان مصيبت چې د امريکايي وحشيانه اشغال او ځنګلي زور ازمويلو او استبداد نه را شروع شو دادي دوو لسيزو ته ورسېد . په دې دوو لسيزو کې امريکايي او غربي ستمګرانو د خپل هر نوع زور او پرېمانه تخنيکي ، تکنالوژيکي ، مېډيايي او مالي امکاناتو د برتريت نه په استفادې هر ډول بربريت ، ظلم ، نارواوې او جنګي جنايتونه وکړل ، تر څو خپل خواهش چې ددې ملت غلام کول او تابع کول وو پوره کړي . خو ددی میړني اولس بې مثاله قربانيو او افسانوي مبارزې د دوی دا کثيف ارمان په خوا کې ور وچ کړ ،په زرهاوو يونيفورمي - حرفه اي قاتلان يې تلف ، په ميلياردو پيسې يې مصرف شوې خو نتيجه بې له مطلقې ناکامۍ بل څه نه راووتل او نه به راووزي . نو د هغه غرور خرمستۍ او جوش د خيالونو او خوبونو نه چې د نظامي تجاوز او اشغال په شروع کې يې لرلو څه په هوش راغلل او مجبور شول چې د واقعيت او عقل ميدان ته دا خل او په دې يې سر خلاص شي چې د زور ، اسلحې او نظامي لارې د افغان اولس سره روانه ستونزه او پرابلم نه حل کيږي او ددې ملت سره چې هیڅ مادي امکانات نه لري ، مګر د ازادۍ او خپلواکۍ د مينې د پاره لکه پتنګان ځانونه قربانوي په مقابله کې مو نور هم علاوه د ځاني او مالي ضايعاتو ابرو او حيثيت له منځه ځي ، بايد د خبرو له لارې يوه سياسي لاره د حل پيدا شي ، تر څو د نورو بې فائډی تلفاتو او خساراتو مخه ونيول شي او ځانونه د غرقېدو نه خلاص کړي . د همدې مجبوريت په بنا امريکايانو د طالبانو د اسلامي امارت سره چې د افغان اولس د مبارزې او مقاومت رهبري کوي په قطر کې د مستقيمو خبرو او مذاکرو پروسه شروع کړه چی دمغلقتوب او بغرنجتوب له وجهې نږډي نهه مياشتې او نهه دورې يې دوام پيدا کړ .

بالاخره د طالبانو د هيئت او امريکايي پلاوي له لوري مذاکرات نهائي او د توافق مرحلې ته ورسېدل . فقط د امريکا د رئيس جمهور او د طالبانو د امير تائيد او تصديق ته منتظر وو . نوره دا دمذاکراتو پروسه د کاميابۍ په درشل کې وه . د افغان اولس نه نيولې تر همسايه ګانو او جهانيو دا اميد درلود چې د افغان تراژيدي دختمولو شيبې را نږدې شوې دي او دا اوږده تحميلي او نابرابره وينې بهوونکی جګړه به بنده شي او افغان اولس به ئی د عذاب نه خلاص شي .
خو ناڅاپه د امريکا د رئيس جمهور ټرمپ جنګ طلبانه غږ د جنګ د ختمولو ټولی هېلې ، کوښښونه او پروګرامونه تر تمرکز لاندې راوستل او د امريکايي هيئت په شمول ټوله دنيا يې حيرانه کړه او تر اوسه هم حيرانه ده چی د ټرمپ ددې عجولانه او احمقانه فيصلې تر شا کوم عوامل دي چې تقريباا ثمر ته رسیدلې ونه يې په کاڼو وويشتله او د ودې او حاصل مخه يې ونيوله .
ددې عاجل تصميم د پاره راز راز سوالونه ،تبصرې ، مصاحبې او تحليلونه کيږي ، لاکن قانع کوونکی ځواب تر اوسه نه دئ ويل شوي او د اصلي علت د معلومولو د پاره ټول منتظر دي چې څه وخت به روښانه شي ، مګر د اوس د پاره پوره وضاحت نشته .

دټرمپ ددې هيښوونکې فيصلې سره
اوس دا سوالونه پيدا او مطرح شول چې :
له دې وروسته به څه کيږي !؟
د ټرمپ ددې تصميم ګټه او تاوان چا ته ورسېد ؟
ددې اوږده مذاکراتي بحث نه کومه لاسته راوړنه ميسره شوه ؟

زما په نظر مذاکرات به حتمي بيرته شروع کيږي او همدغه توافق به عملي کيږي . ځکه دا جنګ نور امريکا ته بی له ځاني او مالي تاوانه هېڅ بله ګټه نه لري . که زور ، دولتي ترور او هدفي وژنو افغانستان د امريکا د خواهش مطابق مطيع او تابع کولئ شوائ په دا شل کاله کې به، که سل په سلو کې نه وائ ، حدالاقل يو څو فيصده به کاميابه شوي وو ، خو د افغان اولس د مقاومت دايرې د افغانستان ټوله ساحه ونيوله او دمبارزې شعاع يې د پامیر ترڅوکو ، د بادغيس تر کوڅو او د فراه تر زړه ورسیدله او د اشغالګرو نه نفرت دهغه چا په زړه کې هم پيدا شو ،حې د امريکا د تجاوز او اشغال په پيل کې يې بل شان تصوير د امريکا نه درلود .
همدا شان جهاني نظر او موقف هم د امريکا په مقابل کې د پخوا په شان نه دئ او د اشغال د ختمولو غږ حتا د امريکا د هغه وخت د مؤتليفينو او حمايه کوونکو له خولو هم راپورته دئ . په داخل د امريکا کې هم ددې جنګ د ختمولو او د امريکايي قواوو د وتلو فشار زيات او نور هم په زياتېدو دئ او دامريکا اولس نور نه غواړي چې اولادونه يې په افغانستان کې مړه او د ماليې پيسې يې په داسې ملک چې ابداا به د امريکا په قبضه کې را نه شي او د داسې عناصرو په حمايت چې د خپل اولس له لوري عاق شوي او د جنايت او خيانت په اعمالو يې اولس د محاکمې او مجازات غوښتنه لري مصرف شي ‌ .
نو ددې فکتورونو په اساس امريکا مجبوره ده چې افغانستان ترک کړي او ددې ترک کولو د پاره ښه لاره د مذاکراتو په وسيله تفاهم او توافق ته درسېدلو طريقه ده ، که نه بله لاره يې د ويتنام د وتلو د طريقې تکرار دئ ‌ ، چې هېڅ عاقل او نورمال امريکايي به د ويتنام په څير وتلو طريقې ته حاضر نه شي او ترجيح به ور نه کړي .

دټرمپ د تصميم ګټه او زيان
د ټرمپ د تصميم ګټه طالبانو ته ورسیده ، چې اول يې خپل استقلالیت ثابت کړ او فقط د ديني -ملي ارزښتونو او ګټو په بنياد چې د اشغالګرو قواوو بې له قيده او شرطه وتل دي، په خپل موقف تر اخره ودرېدل او د هری دسيسې مخه يې په ډيره ځيرکۍ و نيوله ‌ . د خپل اولس سره وعده، چې د وطن ازادي او استقلال دئ په عمل کې پياده کړه او هېڅ معامله يې پرې ونه کړه .

دوهم خپل اولس او جهان ته يې ثابته کړه چې طالبان يوازې په نظامي جبهه کې قهرمانان نه دي بلکي د سياست ، مذاکرو او خبرو په ډګر کې هم د مسايلو د حل کولو ډ پاره معقول او منطقي ظرفيت لري او د خپل سرسخته دښمن سره هم د تفاهم او توافق د پيدا کولو وړتيا لري .

دريم طالبانو دا عملاا و ښودله چې په خپل عهد او پيمان ولاړ خلک دي او د هغه تعهد نه چې د چا سره يې وکړي ، هېڅکله نه تښتي او تر اخره ورته وفاداره دي . په ملي او بين المللی مسايلو کې اعتماد او باور د روابطو اصل او اساس دئ او هر څوک په معاملاتو کې په يوه باورمند او اعتماډي ملکري او پارتنر پسې ګرزي . طالبانو توافق ته په ثابت پاته کېدلو دا وښودله چې د اعتماد په لرلو ورسره سياسي - اقتصادي -ثقافتي -امنيتي او تجاري روابط او معاملات په اطمینان سره ټينګېډائ شي او د ورانېدو خطر يې نشته .

بالمقابل ټرمپ او ادارې يې د توافق او مذاکرو نه په تېښته د امريکا منافقانه ، متضاد او غير ثابت مخ جهان ته وښود او لوی او واړه ملکونه يې د دوی سره په دوستۍ او روابطو باندې مشکوک او بې اعتماده کړل .په دې موقف سره يې خپله جنګطلبانه او د انسانانو د قتل عام پاليسي چې په جهان کې خصوصاا د دريمې نړۍ په اسيايي ، افريقايي او لاتين امريکايي هېوادونو کې يې په مخ وړي يو ځل بيا ثابته کړه او ټولې هغه کاذبې پروپاګندي چې امريکا د جهاني سولې ، بشري حقونو ، دتروريزم سره د مبارزې او دموکراسۍ اصولو او ارزښتونو ته احترام لري او د دغو ارزښتونو دفاع ته متعهد دئ دروغ ثابت کړل او يو ځل بيا جهان ته دا خبره واضح شوه چې امريکا په افغانستان کې د جنګ د دوام په پاليسۍ تکيه کوي او د افغان اولس او نړۍ والو د سولی غوښتلو وړانديزونه يې رد کړل .
دا شان دريځ او پرې اصرار امريکا نوره هم منزوي او جهاني حيثيت ئی نور هم تاواني کړ . همدا شان ټرمپ د خپل اولس د خواهش چې امريکايان بايد د افغانستانه را ووزي خلاف اقدام وکړ ، چې د امريکا په ټولنه کې به هم ورته مشکلات او سرخوږۍ پيدا شي او د بيا انتخاب په هکله به ډېر رايه ورکوونکي له لاسه ورکړي .

دټرمپ له لوري د مذاکراتو درول او د توافقاتو نه تېښتې زموږ په ټولنه کی دوه ډوله عکس العمل توليد کړ :
يوه ډله مايوسه او نا اميده شول او بله ډله خوشحاله او په مړژوانډي کالبوت کې يې دریدلې وينه په ښورېډو شوه .
ددې خونړي تحميلي جنګ تر ټولو لوی قربانيان او متضررين افغان اولس دئ ، چې په دې نږدې دوو لسيزو کې يې اولادونه شهيدان شول ، لوڼی ئی کوڼډی شوې ، د يتيمانو لښکری ور دغاړی شوي او مورانی او پلرونه د وينو او وير په غولي کيناستل . نه يې سر په امان شو او نه يې عزت او ناموس د تجاوز نه مصؤن پاته شول . نه يې کور روغ پاته شو او نه يې زړه . نو تر ټولو زيات دا بد بخته اولس د خبرو د توقف او د توافق د نه عملي کيدو له کبله نا اميده او ماءيوسه شول . افغان اولس د خپلې اوږدې تراژيدي د ختمولو امید د طالبانو او امريکايانو د خبروپه کاميابېدو پورې تړلئ و او په دې انتظار وو چې اشغال به پای و مومي او د اشغال نه زېږېدلی جنګ به نور خپل ناولي سيوری د افغان وطن نه ورک شي ، خو د امريکا د لوري د مذاکراتو د بندولو او د جنګ د ميدان دتودولو اعلانونو يې ټول امیدونه او ارزوګانې په مايوسۍ بدل کړل او ديوه نامعلوم سرنوشت دلرلو په سوچونو کې يې ډوب کړل .

خو بل طرف ته د افغان اولس د قسم خوړليو دښمنانو ، جنګي جنايتکارانو ، د ملت قاتلانو او ملي خايينانو په ناولي او د کوما په حال جسد کې دټرمپ فيصله د مصنوعي اوکسيجن تنفس کول او د حتمي مرګ نه د مؤقتي نجات خوشحالي شوه . بيا يې په مړژوانډي بدن کې سا و چلیدله اوپه سندرو او رقصونو يې د خوشحالۍ کولو شروع وکړه او د اولس ،وطن ، اسلاميت او انسانيت سره جفا او غدر يې د ځان او خپل بادار په ستايلو تائيد کړ . د جمهوريت ، قانون اساسي ، د ښځو دحقوقو د دفاع تر نامه لاندې نغارې وهل يې پيل کړل او د اولس ضد ،بې قانونۍ او ښځو د عزت پايمالولو ثبت شوې کار نامې ئی په خپلو تبليغاتو کې وستايلې او د دوام ټټرونه په لاسونو ووهل .

لاکن دا دواړه حالتونه( مايوسي او خوښي) لکه د ټرمپ فيصله آني ، مؤقت ، لڼډ مهاله او دراتلونکي واقعيت خلاف دي .
واقعيت دا دئ چې اشغال به حتمي ختميږي او د جنګ کثيفه لمن به ټوليږي . افغان اولس به د ازادۍ او خپلواکۍ څښتن کيږي او د عدالت او دايمي سولې په راتلو او قائمیدو به د افغان اولس په شونډو او څيرو د خوښۍ او ارامۍ موسکا او رنګ راځي او د وطن سره د جفاکارانو او خايينانو کثيف وجود به د تاريخ کندې ته د ابد د پاره غورځول کيږي .

دقطر دمذاکرو او توافق يوه مثبته لاسته راوړنه

د قطر مذاکراتو او نهايي توافق چې په هر دليل فعلاا عملي نه شو په اينده کې به حتمي د عمل جامه اغوندي .
دا توافق چې په څلورو مهمو او بنيادي ستنو :
۱- د اشغال ختم
۲- د افغانستان د خاورې نه دنورو ملکونو په ضد دهر نوع مغرضانه عملياتو نه نه استفاده
۳- بين الافغاني مذاکرات او بين الافغاني تفاهم
۴- دائمي اوربند
ولاړ دئ د افغانستان د راتلونکي سياسي - اجتماعي ژوند د پاره يو درست ، قوي ، معقول او حياتي بنسټ او پلاتفورم دئ چې د راتلونکي افغانستان د بقا ، رفاه، ازادۍ ، خپلواکۍ ، سولې ، ثبات او ترقۍ دپاره يې چوکاټ او حدود معلوم کړل . د افغانستان ملي او بين المللی حيثيت په کې تعريف شو او هغه داچې افغانستان به ديوه مستقل هيواد په توګه منل کيږي ،د خارجي جنجالونو او پرابلمونو په هکله به مطلقاا بې طرفه وي ( لکه دپخوا په شان ) ، نه به نور زموږ په داخلي چارو کې مزاحمت اؤ مداخلت کوي او نه به افغان دنورو په داخلي امورو کې . د داخلي امورو د مديريت او منجمنټ د پاره به خپله افغانان بې د اسلحې اوزور د استعمال نه تصميم نيسي او پريکړی به کوي . سياسي قدرت د اولس مالکيت او حق دئ نه د جنګسالارانو او مسلح باڼډونو .
سياسي موخو ته د رسېدلو د پاره د زور او اسلحې نه کار اخستل حرام مطلق دي او هیڅ شخص ، ګوند تنظيم او سازمان د اسلحی د لرلو ، ساتلو او استفادی حق نه لري .
په همدغه پلاتفورم او تهداب باندې بايد افغانان د راتلونکي افغانستان د سياسي - ټولنيز ، اقتصادي ، کلتوري ، امنيتي تعمير د ابادولو ، جګولو ، محکم کولو ، ښايسته کولو ، ځلولو او جذاب کولو د پاره صادقانه کار وکړي او په ټول قوت سره يې په جوړولو او سمبالولو کې په فعالانه برخه اخستلو سره خپل ديني ، افغاني ، ملي او انساني فرض ادا کړي .
همدغه ده د ټولو بدبختيو او مصيبتونو نه د نجات لاره .

غر د حسن نړېډلئ د زړه کاڼي يې راوړمه
دجنون د دښت لمن کې دعشق څلي جوړومه
دسبا برخه نن غواړم د آدم تلواری زوی يم
ته واښکي د کوڅو راکړه زه جنت را بارومه
عبدالهادي عطايي (ملا)

د يوه ازاد ، خپلواک او اباد افغانستان په هيله
والسلام‌