د لراوبرملاصاحبانو!

په اتیایمه لسیزه کې چې د شوروي لښکرولخوا افغانستان اشغال شو نو دلراوبرملایانو په یوه خوله جهاد ته ولسونه راوبلل، چې دا بلنه زما له نظره معقوله وه خو داچې له دې جهاد څخه تش په نامه اسلامپالو خوځښتونو، نړیوال امپریالیزم اوپه ځانګړي ډول پاکستان څومره بدې ګټې پورته کړې دلته یې لیکل لازم نه بولم یوازې دومره لیکم، چې دافغان دښمنو او بشردښمنو غوا لنګه شوه.
داچې ددرۍ نیمو لسیزو په لړ کې موږ افغانان له کوم ناورین سره مخ شو او تردې دمه دنړۍ څېره څومره بدرنګه شوه دا قضاوت هم تاسو ملاصاحبانوته پرېږدم.
اوس راځم ستاسوجهادي فتواوو ته:
د۲۰۰۱زکال په وروستیوکې افغانستان ددوهم ځل لپاره دافغان مجاهدینو پورنیوملګرو اشغال اوما پخپل وار دا اشغال هم د شوروي اشغال په څېر محکوم کړپه دې اړوند پوره اسناد په لاس لرم.
دامریکايي اشغال په اړوند دلراوبرله ملاصاحبانوڅخه پوښتم، چې تاسې ولې پخپلوکې مطفق اویوه خوله نه سواست؟
آیا دا تاسې ددین ستنې افغانستان اشغال شوی نه بولئ؟
د روسانوجنګي جنایتونه څوک نه شي هېرولی خو امریکا له روسانو څخه په کراتو زیات جنګي جنایتونه ترسره آن نیمه اتومي وسلې یې د ژنوساید(قام ورکوونې) تر حده وکارولې خو بیا هم تاسې ملاصاحبان سره یوه خوله نه شولئ مانا د اسلام په کور کې مو کورګکي جوړ، دلر ملایان یوڅه او دبر ملایان بل څه وایاست.
اوس زما مهمه پوښتنه له تاسوټولوملاصاحبانو څخه دا ده، چې که روسان تاسو کافربلل او دهغوی په مقابل کې مو د جهاد فتواوې صادرولې زه یوځل بیا لیکم چې افرین ښه کارمو کاوه خو دا ځل حیران په دې یم، چې آی.ایس .آی همهغه کافرروسي جنرالان د ډېورنډ په شرمېدلې کرښه کښته اوپورته ګرزوي، وروینې یې او د سبالپاره ګډې نقشې سره جوړوي دا تاسې ولې ټول ګونګ یاست؟
پاکستاني لوړپوړي چارواکي له روس سره نوې معاملې ترسره کوي خو ټول په تېره بیا د لرملاصاحبان له تور ږیرو نیولې تر سور ږیرو او سپین ږیرو پورې داخاموش په څه یاست؟
که تاسوښاغلو ته دپاکستان ګټې تر اسلامي ارزښتونو لوړې ښکاري نو بیاهیڅوک حق نه لري، چې د افغان طالبانو په اړوند منفي خبرې وکړي منظور مې دګران افغانستان خپلواکي او داشغال خاتمه ده چې نن ورځ زموږ د ولس هیله لمړی الله ج او بیا افغان مقاومت طالبانو ته ده په دې مانا چې دوی هم حق لري له هرچا سره پخپله ګټه معامله وکړي.
له طالبانو څخه جدي هیله کوم، چې دګران هیواد دخپلواکي لپاره له هرې وسیلې اوهر هیواد څخه چې وي کار واخلي تر څو اشغال پای ته ورسبږي نور حسابونه به بیا په کراري سره کوو.

ومن الله توقیق

طالبانوګټلی میدان به نه بایلئ!

مخکې له دې، چې دسرلیک په اړوند لیکنې ته دوام ورکړم لمړی به د نږدې څلورولسیزو په پېښولږ راوګرځم ترڅو زموږ ځوان نسل چې غوښینه برخه یې له طالبانو سره ده خبر او سر یې پرې خلاص شي.
دشوروي اشغال سلګۍ وې چې د حالاتو په خېټه کې دنوي غربي اشغال لپاره زړي وکرل شول. د دوو قطبونو سړه جګړه په خرپ روانه او زموږ ویده ولس د فیل په غوږ کې لا خپلې پښې پسې اوږدې او دغفلت څادر یې په سرراکش کړ.
زموږ دهغه وخت اګا قشر لمونځ قضا کاوه خو بي بي سي اود امریکاغږ رادیوګانې یې نه قضا کولې.
دوی به خپل ځانونه دغربي رادیوګانو په خبرونو خوشالول او د ژنیو دغونډو نتېجو ته به یې شپې سبا کولې.
جهادي مشرانو خو نرمچ په ځان نه پرېښود د ناز وختونه یې وو امریکا اوعربو ښه په خوند نازول سپینې ماڼۍ سټنګرراکټونه ورکړي وو بس دا روسۍ الوتکې وې چې یوه په بله پسې یې راغورځولې.
دغه مشران بې له دې، چې لږڅه دهیواد ویاړلي تاریخ ته ځیرشي له ډېره شوقه یې آن انګرېزۍ مارګریتاچرهم دپښتونخوا ترپاکوغرونو پورې راورسوله او دامریکا استازي ورسره جوړه د الله اکبرنارې وهلې، په هغوغرونو چې نن ورځ امریکايي الوتکې بمونه اوروي.
هلته دقدرت په ګدۍ ناست چپیان ګنګس پاته وو دخلق اوپرچم اړخونوپخپلو کې داسې سره رااخیستې وه لکه همدا اوس چې د جان کیري چرګوړي سره خوري.
خبره نه اوږدوم د ژنیو غونډوپه نتېجه کې روسانو ته د تېښتې مساعده لارپیدا اوداسې په ځغاستو ووتل، چې خپلو لاسپوڅوته یې ترشاهم نه ورکتل.
دا مهال تقریبأ نړیوال سوسیالیزم نړېدلی، لویدیځه نړۍ په خوشالیوکې ډوبه، د اروپايي هیوادونوترمینځ دروازې خلاصې، د برلین دېوال رانسکور، لویدیځ او ختیځ المان سره یوشو الله ج دې لراوبرهم همداسې سره یو کړي. الله امین
په نړۍ کې دطبعي زېرمو اومهمو ستراتیژیکو موقعیتونو د اشغال په موخه امریکا دخپلې اوږدې او پخوانۍ ستراتیژۍ په رڼا کې لمړی د ګرباچوف او بارس الڅن په مرسته کمونستان ګوښې ته او په عیني حال کې یې خپل پروني نازولي افغان مجاهد ملګري په خپلو کې سره واچول، د سټنګر راکټونو په راټولولو یې پیل وکړ او تش په نامه مجاهدینو د ډالرو په بدل کې دامهم سټنګر راکټونه له لاسه وروایستل.
اسامه بن لادین یې هم له چاد څخه ترجلال آباد پورې په یو خاص نیرنګ راورساوه ترڅو په راتلونکې کې د هغه په مټ اوبه خړې او کبان پکې ونیسي مانا سیمه اشغال کړي.
دایو داسې وخت و، چې په کابل کې دانسان غوښې په انسان خوړل کېدې، رقص مرده او په سرونومېخ ټکوهل، په داشونو کې دانسانانو ایره کول ورځنۍ خبرې وې.
د کابل له شاه شهیدڅخه تر کوټه سنګي پورې تګ ناممکین او دکابل ښاریانو د وینو ویالې په داسې حال کې روانې وې، چې له یوې خوا به یې مړي دهدیرو په ځای پخپلو حوېلیو کې خښول او له بلې خوابه د خلګو په ناموس پرله پسې تجاوزونه کېدل افغانستان پاټک پاټک او پنجشېریانو دکابل په یوه برخه واکمني کوله.
دا ټولې ناخوالې دمجاهدینو پرونیو لویدیځوالوملګرو لیدې، ملګري ملتونه هم ژوندي اود بشر دحقونوجارچیان ټول په جریان کې وو، خو دمظلومو افغانانوسراو مال ننګ او ناموس ورته بې ارزښته و.
افغان ولس چې دمجاهدینو له بدعملۍ څخه ترستوني رسېدلی و په خورا اخلاص یې هغو طالبانوته غېږ پرانسته دکومو، چې په یو لاس کې کلاشنکوف او په دا بل کې پاک قران و.
ولس وګټله طالبان بریالي اوهیواد پاشونکي دروغجن مجاهدین ترکولاب، تهران اواستانبول پورې وخغلول شول.
دطالبانو سپین بیرغ د آمو سیند په غاړه ورپېد ګران افغانستان واحد او د ولس ناموس په امن کې شو.
داسې یو حالت امریکا ته د زغم وړ نه و نو لمړی یې دطالبانو دسپکاوي لپاره نړیوال ذهنیت لا پسې تورکړ ترڅو د خپل پلان شوي اشغال لپاره دروازې پرانیزي خوپه عین وخت کې یې په نیویارک کې د طالبانو استازي ښاغلي عبدالحکیم مجاهد ته رسمأُ ځای ورکړی و.
په ۲۰۰۱زکال کې د نیویارک د برجونو له تیاتري ډرامې څخه دوه ورځې مخکې ظاهرأ دعرب ځانمرګو ژورنالستانو په لاس پنجشېری مسعود والوزول شوخوپه حقیقت کې یې د خپلو پنجشېریانولاس پکې و ځکه خو یې تر نن ورځې پورې غوا لنګه ده.
دمسعود په الوزولو سره امریکا له یوې خوا د روس دا وفادار اجینټ له مخې لرې کړ او له بلې خوا یې د سپتمبر د یوولسمې لپاره دنړیوالو خواخوږي او له عربو څخه کرکه زیاته کړه.
زما په نظر د ځانمرګو د پرانستنې پټۍ له مسعود څخه پیل شوه البته هېر مو نه شي، چې د۲۰۰۱زکال دسپتمبر نهمه او یوولسمه نېټه پخپلو کې خورا مهم او منطقي تړاو سره لري.
د سپتمبر یوولسمه شوه، ترانسپورټي الوتکې راغلې د نیویارک په برجونو ورننوتې په دې ورځ ددې ستر سوداګریز مرکز ټول یهود کارکوونکي رخصت ووعجیبه نه ده؟
بله دا چې یوه تراسپورټي الوتکه د امرکا ددفاع وزارت (پنتاګون)مخې ته ولوېده یوه پیشو یې هم مړه نه کړه ته وا تېل پکې نه وو چې یودرۍ سوه متره وړاندې دپنتاګون په سر وربرابره شوې وای آیا داهم عجیبه نه ده؟
وايي مړی چې خدای شرموي نو په تخته یې . . . بهیږي.
له پورتنۍ شرمېدلې پېښې سره سم دوهم بوش او انګرېزي بلیر لکۍ په سرواړولې لمړی یې مذهبي جګړوته لمن ووهله خوعیسویت د اسلام په وړاندې ونه پارید اوسلیم عقل ورسره ونه منله نویې سیاسي لنډه غرسره راټول او زموږ د پاکې خاورې د اشغال لپاره یې لاسونه سره ورکړل البته په افغانستان باندې د حملې فیصله خو لا د ۲۰۰۱زکال په نیمایي کې مانا مخکې له یوولسم د سپتمبرڅخه شوې وه.
سپینې ماڼۍ په داسې حال کې اسامه بن لادین پلمه کړ چې طالبان هرډول جوړ جاړي ته تیار وو خو امریکا جوړ جاړی نه غوښت خبره همهغه د پخوانۍ ستراتیژۍ وه، چې باید په هره بې شرمي چې کیږي دا له زخیرو، لوړو سیاسی اوتاریخي ارزښتونو څخه ډکې سیمې اشغال شي.
د۲۰۰۱زکال د اکتوبر په اوومه کرغېړنه نېټه امریکا زموږ په ګران افغانستان بې شرمانه یرغل پیل کړ.
زه له کارڅخه ستومان کورته راغلم چې ګورم په تلویزیون کې یو بدحال دی له بحري بېړیو څخه جنګي الوتکې یوه په بله پسې دافغانستان په خوا ور پورته کیږي، هلته په افغانستان کې ب۵۲ الوتکې لپاسه داظالمانه بمونه اوروي، له پاکستان اوفارس خلیجه دا لوی لوی راکیټونه په داډول وراورېدل چې حساب یې نه وو په خدای باور وکړئ چې نږدې مې زړه ترک چاودلی و بس هیڅ مې په وس نه ووخو دامې وېل چې:
دا زماتړلي لاس اوستا درنې درنې څپړې××یووخت به دې رقیبه!په حساب کې راولم
په دې لیکنه کې یوځل بیا تکراروم، چې له طالبانو سره نه زما پخوا کومه اړیکه وه او نه اوس کومه اړیکه ورسره لرم خو د اکتوبر دغې تورې اوومې نېټې زه پخپل ګران وطن نورهم میین کړم ځکه خو بې له کومې وېرې د خپل ګران هیواد دخپلواکي لپاره لیکنې کوم، نارې سورې وهم او له اشغال سره سخت مخالف یم.
لنډه داچې زموږوطن اشغال اوله اشغال څخه وروسته د بن کنفرانس دائرشو دعبدالستارسیرت په ځای یې له پخوا څخه روزل شوی پښتون دښمن حامدکرزی په نورو وتاپه، پنجشېریان یې د ملي خیانت اومسعودوژنې له وجې دحکومت حاکمان اویوڅوتکنوکارات پښتانه یې د بوټپاکانوپه حیث ورسره سنجاق کړل.
دنړیوال عامه ذهنیت دغولولو په موخه په کابل کې دلویوجرګو لړۍ پیل شوه نن د اساسی قانون لویه جرګه، سبابله لویه جرګه اوبله ورځ بیا بله لویه جرګه همدا ډول یې د لویو جرګو تاریخي ماهیت هم برباد کړ.
دیموکراسي یې هم په شرمو وشرموله هغه داچې یو داسې ولس دښمن پارلمان ته یې زمینه برابره کړه، چې ترنن ورځې دې بې ولسه پارلمان نه یوازې دجګړې دختم لپاره څوک لاریون ته ونه هڅول، بلکې له امریکا سره یې بدنام امنیتي تړون هم ومانه ځکه خو امریکا پارلماني دوره ورته اوږده اولاهمداسې یې پسې نازوي.
پاته دې نه وي، چې امریکا له پورتنیو لویوجرګو سره تقریبأهم مهال عراق اشغال او د لبیا اوسوریې د ځپلو لړۍ یې پیل کړه .
صدام حسین او مامورالقضافي یې ووژل په عراق کې یې د کورنۍ جګړې زړي وکرل او سوریې ته یې هم لمبې وروړې.
په مصر کې یې هم ترخپله وسه ګوتې ووهلې، یمن یې د خپل مسلمان ورور په لاس نینه نینه، په عربي نړۍ اوزموږپه سیمه کې یې عملأ اروايي اوجسماني ترهګري ته ادامه ورکړه، چې ژوندۍ بېلګې یې د بګرام، ابوالغرایب او ګوانتانامې بدنامه زندانونه دي.
په افغانستان او سیمه کې یې دتل پاتې بحران لپاره نیابتي جګړه پیل او ددې جګړې دشدت او دوام لپاره یې دا پنځه لاندني میتودونه په مخ یوړل:
۱ـ په پرله پسې توګه په افغان ولس د یوې داسې ادارې په واک کې ساتل، چې نه یې صلاحیت درلود نه کفایت اونه ضرفیت.
۲ـ پورتنۍ تش په نامه ادارې ته په لوی لاس د فساد شین څراغ ورکول ترڅو ولس نورهم متنفراو جګړې ته دوام ورکړي که نه نو امریکا خو خپل اجیران په یوه دقیقه کې هم لرې کولای شي لکه هغه خپل شپږ چرسیان یې چې وړمه ورځ له سفارت څخه لرې کړل.
۳ـ د دوامداره جګړې لپاره دپښتنوپه ودونو، محفلونو، جنازو اوکروندومسلسلې بمورۍ.
۴ـ په غبرګ سرو باندې دتش په نامه امنیتي تړون لاسلیکول اوپه پټه له پاکستان سره یارانه.
۵ـ قومي شخړو ته لمن وهل خو له نېکه مرغه چې لا تراوسه امریکا په دې پوره بریالۍ نه شوه.
که امریکا واقعأ زموږ سوکالي اوپرمختګ غوښتی نو به یې زموږ دهیواد ګوټ ګوټ ته صنعتي موسیسي او فابریکې راوړې وای ترڅوځوانان پکې بوخت او دیوې ګولې ډوډۍ زمینه ورته برابره شوې وای.
ددې ترڅنګ به یې په عادلانه ډول ځوان نسل ته دتعلیمي موسیسوامکانات برابر کړي وای خو امریکا دخپل تور نېت له مخې غواړي زموږ ولس په تیارو کې وساتي ترڅو جګړه دوام وکړي او دسیمې زورورو لکه چین او روسیې ته وښيي، چې موږ د ترهګري د له مینځه وړلو لپاره دلته پراته یو.
خو له نېکه مرغه چې اوس خبره ولاړه ډنډوره شوه هغه دا چې له یوې خوا د افغان ولس ورځ تربلې د اشغال په وړاندې کرکه زیاتیږي، له بلې خواطالبانوته دمقاومت سم چل ورغی اوله دریم پلوه امریکا پخپله ځان ته بلا شوه چې له یو پلوه یې نویې ترهګرې ډلې د روس، چین او منځنۍ اسیا د تباهي لپاره رامینځ ته کړې او له بل پلوه یې دطالبانو مشرملا اخترمحمد منصور ترورکړ.
دملااخترمحمدمنصور په ترور نه یوازې دطالبانوترمینځ یووالی لا پسې ټینګ اوشکررنجي یې ختمه شوه، بلکې روسان هم په غوسه شول دا چې ښاغلي منصور له روسانو سره څه لرل یانه دا د بحث وړنه ده خو خبره د اشغال ده هغه داچې تاریخ ثابته کړې ده چې که تر اشغال لاندې ولس د اشغال دخاتمې یاجګړې وس ونه لري نو په طبعي ډول ورڅېرمه ولسونه د اشغال په ناکامي او ختمولوکې ورسره مرسته کوي ولو که په هرډول وي.
دافغان ولس او طالبانو خواوس ځکه بخت بیدارشوی، چې هم زموږ نږدې ګاونډی چین د امریکا دښمن دی اوهم مو لرې ګاونډی روس د امریکا تاریخي دښمن دی نوپه دې حساب میدان طالبانو ګټلی خو که زما مشورې په لاندې ډول سره عملي کړي:
ــ لکه باربارمې چې پخوا هم پخپلو لیکنو کې اشاره ورته کړې وه، چې طالبان باید خپل مشران د پنجابیانود کنترول له ساحې څخه وباسي او که نه نویابه یې ورته وژني یابه یې زندانوي اویا خو به یې د برمتې په ډول له ځان سره ساتي چې پنجابیانو داسې ډېرې نامردۍ مخکې هم ورسره کړې دي.
ــ ترڅوچې طالبان خپل مشران د پنجابیانودکنترول له ساحې څخه ګاونډیوهیوادونوته باسي دوی باید یوبل داسې مشرتابه هئت په پټ ډول ځان ته غوره کړي چې هیڅوک پرې خبر نه وي په دې مفهوم چې که پنجابیان په ناګهاني ډول ددوی مشران له مینځه وړي یاله امریکا سره کومه معامله پرې کوي لکه په ۲۰۰۱زکال کې نو طالبان یې باید بدیل ولري البته دا یوازې ترهغه وخته ترڅوچې طالب مشران د پنجابیانود کنترول له ساحې څخه ګاونډیوهیوادونولکه چین، ترکمنستان یا کوم بل ملک یا خوندي سیموته رسیږي.
ــ طالبان باید د قطر دسیاسي دفتر په ډول د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپلونوروسیاسي دفترونو ته هم زمینه برابره کړي ترڅوسیاسي هڅې یې لا ګړندۍ او د پنجابیانو له کنتروله نورهم ووځي.
په دې کارسره به دهیوادپه دننه اوبهرکې دطالبانو خپلواکي نوره هم وځلیږي اوخپل مقاومت به لا نورهم مشروع اوتاریخي کړي.
ــ په پوځي ډګر کې مو هم فکر وي، چې که په رښتیا پنجابیانو ستاسو مشران ونیول او له ډېورنډ کرښې اخوا یې په تاسو ټول پوځي اکمالات بند کړل نو په اوتوماتیک ډول ستاسو په لیکو کې وارخطايي، ډول ډول درځونه او بې نظمۍ رامینځ ته کیږي.
په دې صورت کې باید لا مخکې له مخکې د اکمالاتي بدیل سوچ وکړئ مقصد پنجابیان دنیمې لارې ملګري دي.
لنډه دا چې په پنجابیانو مه غولیږئ هغوی د اسلام په نوم په کافي اندازه دنړۍ مسلمانان وغولول او زموږ ملک خو یې راته تباه اوبرباد کړ رب تعالی دې دوی تباه او برباد کړي.
ستاسوهغه تاریخي اسلامي امارت خو په حقیقت کې همدغو تورلینګیو پنجابیانو درته ونړاوه که نه نو د امریکا اوانګرېزهغه پلارهم نه شوای درته راتلای.
تاسې باید خبر اوسئ، چې ارګ مېشتې هیواد او ولس دښمنې ادارې د ایس. و.پ په نوم یو تړون بې د افغان ولس له خبرتیا اوسلا له پنجابیانو سره لاسلیک کړی اوهغوی ته یې ډېر نامشروع امتیازات پکې منلي دي.
داپه ډېورنډ بدنامه کرښه چې تاسیسات جوړوي او اوس یې داغزن سیم کټارې پرې شروع کړې مصرف یې هم انګرېزان ورکوي دا دهمدې بې شرمانه تړون برخې دي.
داچې بې حیا او ملي خاین ګوډ حنیف اتمر په لندن کې له سرتاج عزیز سره ولیدل هدف یې همدا و، چې پنجابیانو ته شین څراغ ورکړي چې هرڅه چې د ډېورنډ په کرښه کوئ ستاسو کاردی خو طالب مشران یا په لاس راکړئ او یایې پخپله له مخې لرې کړئ.
ستاسولاس دپنجابیانو ترپښه لاندې دی زه یو ځل بیا په ټینګارسره درته لیکم چې له دې تور مخوڅخه بلې خوا ته ووځئ که نه نو سخت به نیمه خوا شئ البته ستاسو په ناکامي کې زموږ د ولس په تېره بېا د پښتون ځورېدلي قام تباهي وینم.
اشغال ته لاس په سلام خاینان خودقام او ولس پروا نه لري هغوی خو لا له پخوا خپل ضمیرونه په ډالرو پلورلي، نن خو تاسې د افغان ولس مخکښان یاست پام چې ځان تباه نه کړئ.
داچې امریکا اوځینو لویدیځو هیوادونو له پنجابیانو سره زرګري جګړه روانه کړې دا ټول فرېب او دوکې دي دوی غواړي په دې ډول دوکوسره له یوې خوا روسان پنجابیانو ته خوشبینه کړي ترڅو له روسانوڅخه اړین رازونه د پنجابیانوپه مټ راټول کړي او له بلې خوا پنجابیان تاسې (طالبان) دمسکو یاپه نوروغونډو کې ترتاثیرلاندې ولري او ستاسو په سر بیا باج واخلي.
پرون د روسانو یوپوځي هئت دپنجابیانو په بلنه د ډېورنډ مردارې کرښې ته بلل شوی و دا نو په دې مانا نه ده چې روسان د پنجابیانو د زړه سر شول داخو سیاست دی روسان هم له داسې موقع څخه کټه پورته کوي او نور خلګ هم خویو موږ افغانان یو، چې ملا موماته او له موقع څخه ګټه نه اخلو.
په اخېرکې ددرنو لوستونکو له حوصلې څخه مننه اوله طالبانو څخه جدي هیله کوم، چې له پنجابیانو څخه ځانونه بې غمه اوګټلی میدان ونه بایلي.
دیو خپلواک او سوکاله افغانستان په هیله