د دوشنبې په ورځ په سلګونو کسانو په استرالیا کې د افغان ولسمشر اشرف غني، پر ضد مظاهرې وکړي. مظاهره کوونکو د رد شویو کډوالو د نه منلو غوښتنې وکړې.

مظاهره کوونکي د «ګورمنت هاوز» ودانۍ مخې ته راټول شوي ول چیرې چې افغان ولسمشر اشرف غني، د استرالیا له ګورنر جنرال پیتر کاسګروف، سره ولیدل. دا استرالیا ته د یوه افغان ولسمشر لومړی سفر دی.

يوه مظاهره کوونکي برات علي باتور وویل چې په افغانستان کې امنیتي وضعیت خراب دی نو له دې کبله افغان حکومت باید هغه پناه غوښتونکي چې استرالیا یې اخراجوي و نه مني. افغانستان په ۲۰۱۱م کال کې له استرالیا سره یو تفاهم لیک لاسلیک کړ چې له مخې یې افغان حکومت هغه کسان مني چې په استرالیا کې یې د پناه غوښتنلیک ردیږي.

د کډوالو په برخه کې د عمل ایتلاف سازمان این رینتول، وویل چې استرالیا په ډیرو کمو مواردو کې هزاره ګان بیرته افغانستان ته استوي. هغه زیاته کړې ده چې دا هم لا روښانه نه ده چې ایا افغانستان به په راتلونکې کې هم ومني او که نه. ویل شوي دي چې د استرالیا په مظاهرو کې د ۱۰۰۰ او ۲۰۰۰ تر منځ مظاهره کوونکو ګډون کړی وو.

ولسمشر غني د یکشنبې په ورځ ناوخته د استرالیا پلازمېني کانبيرا ته ورسید. تمه کیږي چې هغه به د چهارشنبې په ورځ خپل سفر پای ته ورسوي. د استرالیا لومړي وزیر مالکم ټرنبل، وویل چې دغه سفر د دواړو هیوادونو تر منځ قوې اړیکه څرګندوي.

هغه په یوه بیانیه کې زیاته کړې ده: "د سفر پر مهال به بحثونه زموږ پر روانو امنیتي او پرمختیايي همکاریو متمرکز وي چې له افغانستان سره مرسته وشي ترڅو په یوه لا هوسا، امن او پر ځان متکي هیواد بدل شي."
هغه په ځانګړې توګه د ښځو د پرمختګ، د عامه سکتور د پياوړتيا او زراعتي مرستو موضوعاتو ته اشاره کړې ده.