انګېرنې

له څو ورځو وروسته شيخ فاني ته ورغلم، هغه پر شونډو موسکا ځلوله، راته يې وويل: غيرحاضره ستړی مه شې! دا څو ورځې نه وې، ما ته به ناغه راکوې. لږه شېبه مو سره ټوکې تکالې وکړې، راته يې وويل: نن ستا په خوښه کيسه کوم، ووايه چې کومه کيسه درته وکم. ورته مې وويل: شيخ بابا پخوا به په کور کلي کې ځېنې انګېرنې وې، لکه چرک به چې بې وخته اذان وکړ، نو ويل به یې سر يې غوڅ کړئ، چې د خاوند کورنۍ ته يې کوم مصيبت پيدا نه شي، داسې خبرې پخوا ډېرې وې، که کيسه راته وکړې.
شيخ فاني لږه شېبه چوپ و، بيا يې وويل: هو ځوانه! دا انګېرنې ډېرې وې او خلکو ورباندې باور لاره. د کومې ښځې به چې اولاد نه پيدا کېده، نو زيارت ته به لاړه، د زيارت په شناختو يا په زيارت کې د کومې ونې په ښاخ کې به یې وړه شانته زانګو واچوله او څو ټالونه به يې ورکړل، بيا به يې سوالونه کول، پلانی بابا که خدای کال ته اولاد راکه، ستا نذر به همدلته راوړم. بيا به نو که خدای اولاد ورکړ، حلوا، وريجې يا پراټې به يې پخې کړې وې او د کلي شنه ډله ښځې به ورسره زيارت ته لاړلې. هغه خواړه به يې د کلي په ښځو ووېشل، دا کار خو نه و په کار، خو خلک ساده وو او په دين باندې نه وو خبر.
شيخ بابا چوپ شو، کتل مو چې انځرګل اکا لکه يو مست ځوان راروان و، له لرې يې غږ کړ: والکه! دا دوه جومې چېرته ورک وې؟ شيخ لالا دې په تمه و. له انځرګل اکا سره مو ستړي مشي وکړه، شيخ ورته وويل: انځرګله! کېنه په توده کې سړه مه راوله، مونږ کيسه روانه کړې ده. بيا يې وويل: چهارشنبه به خلکو سفر نه کاوه، چا به چا ته قرض نه ورکاوه، په نايي به چا ږيره او وېښتان نه جوړول، دا ورځ يې په بد فال نيولې وه، مشرانو به ويل که چا په چهارشنبه سفر وکړ، ورته به بد شي، که په نايي يې وېښتان جوړ کړل، مرګ به يې د تېغ نه وي، د چهارشنبې په ورځ ښځې د چا کور ته مبارکې ته نه ورتلې، جامې به يې هم نه مينځلې د ناروغ پوښتنې ته هم نه ورتلې، ځکه چې خلک ورباندې خپه کېدل.
انځرګل په خبرو کې راټوپ کړ ويې ويل: ولې شېخ لالا دا خبرې درته دروغ ښکاري. که څنګه، ما دې خواجه عمر بابا ووهي که به دا دروغ وې، ټولې رشتيا دي. شيخ فاني په سړه سينه وويل: انځرګله مونږ يوازې کیسه کوو، دې ځوان ته د خپل تېر وخت د خاطرو کيسه کوو، په دروغ او رښتيا مو خبره نه ده کړې. په زيارتونو قسمونه مه کوه، چې ګوناګار به شې.
شيخ فاني وويل: ښه ځوانه! چې د چايو په پیاله کې به ډکی راغی، ويل به يې هغه دې مېلمه راروان دی، جګ لوړ سړی، يا ټيټه ښځه ده، دا بل ډکی وګوره، راته ښکاري ورسره کوم ماشوم هم راروان دی.
انځرګل کاکا بيا راغر وهل: ياره شيخ لالا په دې کې خو هيڅ شک نه شته، يوه ورځ مې ښځې ته وويل وه ښځې په چای کې مې دوه ډکي ګرځي، لکه چې يوه دې مور ده او بل دې ورور. مونږ لا دا خبره نه وه پوره کړې، چې غر شو دواړه په دروازه راننوتل، توبې مو وايستې. د تاويز ګل مور ډېره خوشحاله وه، ويل يې د تاويزګل پلاره په ما خو دې ښه زېری وکړ، د خولې نه دې ځار شم.
شيخ فاني وويل: چوپ شه دومره ورباندې ګران نه وې، د خولې نه دې نه ځارېدله، ما ته دې امشين معلوم و.
انځرګل وويل: بس تا ته که سړی شل قسمونه وخوري، ام ته يې نه منې، چې نه یې منې مه يې منه.
شيخ فاني بيا کيسه وغځوله: ځوانه! چې کومې ښځې به اوړه اغږل او په قلپي کې به اوړه والوتل، ويل به یې څوک راځي، چې کوم ښايستوکی ماشوم يا پۍ مخې جلۍ به ناروغه شوه، نو ويل به یې د نظره شوې ده، ماڼو يا سپېلني ورته لوګی کړئ، چې کارغه به د کوم کور په لور خوله نيولې وه او قاغ قاغ نارې به یې وکړې، د کور خلک به ټول به په ګډه په خوشالۍ راووتل او په لوړ غږ به يې وويل: خدایه! ته یې د ښو زېری کړې. خلکو د کارغه اواز زېری باله.
چرګې به چې اذان وکړ، نو سمدواره به یې حلاله کړه، خلکو داسې ګڼله چې که حلاله نه شي، نو د خاوند په کور کې به يې غم پيدا شي.
انځرګل وويل: ولې تا ته د مسکين اکا کيسه نه ده درياده، چرګې يې اذان وکړ، خلکو ورته وويل چې حلاله يې کړه، هغه دا کار ونه که، سهار یې لنګه غوا مرداره وه. بيا يې لاسونه مروړل، خو اوبه له ورخه تېرې وې.
شيخ فاني موسکی شو، ويې ويل: ځوانه د انځرګل خبرې خو اورې؟ دغسې باورونه وو او اوس هم شته، لا ورک شوي نه دي.
ښه نو ځوانه چې د کومې واده شوې، يا کوژده شوې جنۍ مېړه به مړ شو، هغه به يې سپېره ګڼله، هغې به د چا ماشوم په غېږه کې نه شو اخيستلی، چا د ناوې ليدو ته نه پرېښودله، خلکو به ويل دا سپېره ده، دا مه راولئ چې زمونږ ناوې سپېره نه کړي. چې د کوم اوه کلن ماشوم غاښ به ووت، نو بيا به يې د لمر سترګې ته وغورځاوه، خلکو به ويل چې لمر ته غاښ وغورځول شي، نو پر ځای يې بل راشين کېږي.
انځرګل وويل: ولې همداسې وه که نه، ما خو خپل ټول غاښونه لمر ته غورځولي او بيا راشنه شوي دي، که دا کار مې نه وی کړی، د جمعه خان غوندې به ټول عمر کنډاسه خوله ګرځېدم. ولې شيخ لالا غاړه به نه بندی هغه د برې بانډې جمعه خان کړشوپ دې هېر شو، هغه خدای وهلي خو غاښونه لمر ته نه غورځول چې په هغه حال شو، بس د حلوا نه یې بل شی نه شو خوړلی. ما وګوره همدا اوس راته نيمن غوزان راوړه، بيا وګوره چې په همدې زړو غاښونو ترې تړقاری وباسم که نه.
شيخ فاني پر شونډو موسکا ځلوله او داسې معلومېده چې په زړه کې د انځرګل په ساده توب ملنډې وهي. دا وخت يې وويل: ځوانه! په کلي کې به چې مړی وشو، نو ښځو به ماشومان د مړي کور ته له ځانه سره نه وړل، ويل به یې چې ورباندې سيوری کېږي او بيا ناروغه کېږي. چې کله به جنازه له کلي پورته شوه، بوتکيو هلکانو او جنکيو به پر سرونو لاسونه کېښودل، ويل به يې چې څوک په سر لاس کېنږدي، نو پلار به يې ژر مړ شي.
انځرګل وويل: شيخ لالا لکه چې په تېر عمر دې عقيده خرابه شوه، دا په تا څه وشول، ته خو د ټولو خبرو نه منکر يې، توبه خدايه توبه، دا څه اورم، مونږ چې خدای پيدا کړي يو دا خبرې په دې وطن کې شته او مونږ منلي دي.
شيخ فاني وويل: ګوره انځرګله! زما عقيده نه ده خرابه شوې، دا کارونه د عقيدې خبره نه وه دا زمونږ خپل سوچونه او باورونه وو، دين ډېر ښايسته دی، دا بدرنګې خبرې مونږ جوړې کړې وې او خلکو فکر کاوه چې دا به رښتيا وي، ارمان ارمان چې نه تا سبق ويلی دی او نه ما، ځکه خو لا اوس هم سمه لاره نه شو موندلی.
انځرګل کاکا وويل: ويم نېغه لاره پېجنم، ولې په کندو کپرو خو نه يم روان، ته چې ځوان وې دا ټول دې منل اوس بل بل څه وایې. هغه مشرانو به ويل خدایه اخره خاتمه مې خرابه نه کې، لکه چې ستا اخره خاتمه خرابه شوه. شيخ لالا داسې مه وايه ګوناګار به شې.
شيخ فاني چوپ و، څه يې نه ويل، کله چې د انځرګل له خاموشۍ ډاډه شو ويې ويل: ځوانه! پڼه، کلوشه يا څپلۍ به چې د چا يو په بله سپره شوه، نو ويل به يې چې دا سړی به په سفر روانېږي. نوکان به چې چا پرې کړل، نو ويل به یې په روانو اوبو کې يې واچوئ، که په ځمکه پرېوتل، نو د قيامت په ورځ يې درباندې پيدا کوي. چا به چې په خوب کې انځر وليد، نو تعبير يې دا و چې دې سړي ته به خپګان پېښ شي، خامه غوښه په خوب کې ليدل د غم نخښه وه، چا به چې خراب خوب وليده، نو بل کس به ورته ويل چې اوبو ته يې ووايه، که نه نو خېفت به درته پېښ شي.
په خوب کې به چې چا ګندګي ولیدله، نو مانا يې دا وه، چې دا سړی به شتمن شي، په خوب کې اوښ ليدل اندېښه ګڼل کېده. چې به ماشوم سنت شو، نو د د پرې شوي ځای غوښه به يې په يو تار کې د هغه تر پښې وتړله، چې بد غږ ورباندې ونه لګېږي.
انځرګل بیا راميدان ته شو، ویې ويل: ما دې د ګمبېري وليان ووهي که به درته دروغ وېم، يوه ورځ مې په خوب کې وليدل چې قصاب ته ولاړ يم او غوښه اخلم، په درېيمه ورځ مې خواښې غريبه مړه شوه.
شیخ فاني وويل: چې د چا سترګه به ورپېده، نو دا يې په دې تعبيروله چې څه مشکل ورته پيدا کېږي، نو يو ډکی به يې مات کړ او د بڼو د پاسه به يې کېښود چې سترګه يې نوره ونه رپي او د پېښې مخه ونيول شي.
انځرګل کاکا وويل: شيخ لالا يوه ورځ زما سترګه رپېدله، ما ويل خدايه خير!، چې کور ته راغلم پلار مې راته وويل: هلکه! تا ولې نن راته پټيو ته سمناری رانه ووړ؟ ما چې څو بانه مانه کوله، مخ ته یې راته سپېړې بندې کړې او دومره يې وټسولم، چې له مخ نه مې شين کودی جوړ شو، بيا مې ارمان کاوه چې کاشکې کې مې يو ډکی په سترګه ايښی وای اوس به له وهلو خلاص وم.
شيخ فاني فاني وويل: له کوره به چې مسافر ووت، اوبه به یې پسې وشيندلې چې د مخې يې رڼا شي، بيا به د کور ښځو په هغه ورځ جارو نه وهله، دا یې بد فال ګاڼه. جارو به چې کوم ماشوم په کور کې نېغه ودروله د کور ښځې به ورباندې په قار شوې او دا یې د کور لپاره بده ګڼله. مړی به يې چې چېرته ولمباوه هلته به یې درې شپې چمنۍ يا ډيوه بلوله او داسې يې ګڼله چې هلته د مړي اروا راځي. کټ به چې چا په کور کې په اوږدو ودراوه، خلکو به انګېرله چې په داسې کار سره په دې کور کې مړی کېږي. چې پاينڅه به د چا چپه شوه ويل به يې هغه دی مېلمانه راځي. کوچ به يې چې ويلي کول، نو د کټۍ په برغولي به یې يوه تپۍ خوشايي او يوه چوړکۍ کېښودله، باور دا و چې که دا کار ونه کړي، نو غوړي پيريان وړي او بې برکته کېږي. د کوم کور د شيروار چې به کوچ کم وتل، نو په منداڼو پورې به يې يو ډول مرۍ وتړله، هغه مرۍ به کوم کودګر دم کړي وه او باور دا و چې که دا مرۍ نه وي، نو د دې شيروار کوچ هغې کټۍ ته ځي چا چې مرۍ په منداڼو پورې تړلې ده.
شيخ فاني لږه چوپتيا خپله کړه، بيا یې وويل: په خوب کې کبان ليدل د خوشحالۍ زېری دی، که دې مړی خوب ته راغی او ډوډۍ يې درنه وغوښتله بد خبر دی او ښه فال نه لري. چرګې به چې ځان وڅنډه، نو ويل به یې مېلمانه له ډاليو سره راځي. چې د سر ګومنځولو په وخت به دې له لاسه ګومنځه پرېوتله، نو ويل به یې چې زړه ته نږدې کس به دې راشي.
شيخ فاني لويه ساه واخيسته، ويې ويل: ځوانه! نن مې ډېرې کیسې درته وکړې، نورې به بيا درته بله ورځ وکم. انځرګل وويل: شيخ لالا بله ورځ ورته د طبابت کيسې وکه، د سونډ او سپېرکۍ، چې څومره برکت پکې و، نن خو زمونږ ټولې پېسې په ډانګترانو روانې دي.
ما له هغوی سره مخه ښه وکړه او دواړه مشران د دنګ چينار له غېږې د خپلو کورونو پر لور روان شول
نور بيا