د مالیزیا د سمندري امنیت ځواکونو د جمعې په ورځ د دغه هیواد د سیلانګور ایالت په اړوندو اوبو کې له یوې ډوبیدونکې کښتۍ څخه ۷۵ اندونیزیايي کډوال ژغورلي.

چارواکې وايي، یاده لرګینه کښتۍ یې د سیلانګور ایالت د (سنګي کارا) بندر څخه ۳ میله لیرې پداسې حال کې وموندله چې انجن یې خراب شوې وه او کښتۍ نیمه له اوبو ډکه وه او نږدې وه چې ډوبه شي.

د سیلانګور ایالت د سمندري امنیت ځواکونو قومندان محمد رسولي په دې هکله خبریلانو ته وویل، یاده کښتۍ چې ۹ متره اوږدوالې یې درلوده او له لرګي جوړه شوې وه، له مالیزیا څخه یې ۷۵ ناقانونه اندونیزیايي کډوال د لوی اختر رخصتۍ لپاره اندونیزیا ته انتقالول.

نوموړي وویل، د دوی یوې ګزمه کوونکې کښتۍ د جمعې په ورځ د سهار شاوخوا اوو بجو دغه کښتۍ وموندله چې په یو اړخ کږه شوې ښکاریده.

د نوموړي په خبره، د چارواکو تر پلټلو وروسته په دغه کښتۍ کې د ۳ ماشومانو او ۲۳ ښځو په ګډون ټولټال ۷۵ اندونیزیايي کډوال وموندل شول چې ناروغه، وږي او په خورا بد صحي وضیعت کې ول.

ښاغلي رسولي دغه راز وویل، د ژغورنې په دغه عملیاتو کې یې د کښتۍ درې تنه عمله هم نیولې چې هغوی هم د اندونیزیا هیواد وګړي دي او اوس یې د پلټنو او پوښتنو لپاره د سیلانګور ایالت پولیسو ته سپارلي.

نوموړي زیاته کړه، د دوی د لومړنیو پلټنو په پایله کې مالومه شوه چې دغو کډوالو مالیزیا کې د کارګرو، پاکوونکو او هوټل کارکوونکو په توګه کار کولو.

رسولي همداراز وویل، دوی له سیلانګور پولیسو سره اوس همکاري کوي ترڅو د دې کډوالو هغه قاچاقبر ونیسي چې په ډیر ګومان اصلآ اندونیزیايې دی خو په مالیزیا کې اوسیږي.