ولسمشر غني د خپل واک له لومړنیو شیبو څخه په سوله او بین الافغاني مذاکراتو او له پاکستان سره په دوستۍ او ملګرتیا ټینګار وکړ، مګر وسله والو طالبانو او پاکستان فکر وکړ چې ولسمشر غني دا خبرې له کمزورۍ کوي. دوی ولسمشر غني غلط درک کړ او په دې خاطر طالبانو او پاکستان د دوستۍ او سولې پرځای د جنګ لاره اختیار کړه، مګر په جنګ کې دوی ماتې وخوړه.
موږ زموږ مېړني امنیتي او دفاعي ځواکونه له خپل وطنه دفاع کوو، له خپل حاکمیت څخه دفاع کوو؛ ټوله نړۍ ویني او د دې شاهده ده چې بین المللي ځواکونه په جنګ کې دخیل نه دي؛ پخوا دا له تصوره لیرې وه؛ مګر زموږ افغان مېړنیو ځواکونو دا ثابته کړه چې دوی د دې توان او ظرفیت لري چې د خپل وطن دفاع په خپله ولکه کې واخلي او د دښمن ټول پلانونه او بریدونه شنډ او دفعه کړي.
که تاسو وګورئ زیاتو سیمه ییزو او حتی نړیوالو مبصرینو فکر کاوه چې د افغانستان ځواکونه خیالي دي، لیکن (حقیقت دادی چې) د افغانستان ځواکونه واقعي دي؛ افغان امنیتي ځواکونه واقعي وو. له کومې ورځې چې دوی ته امنیتي واک او مسوولیت انتقال شوی دی، جنګ شدت موندلی، د جنګ بڼې بدلې را بدلې شوي، مګر د دې هرڅه باوجود دوی په مېړانه نه یوازې دفاع کړې، بلکې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شوي دي.
اما پوښتنه داده چې ولې جنګ؟ او ولې بین المللي ځواکونه تراوسه هم دلته په غیر محاربوي رول کې حضور لري؟
ځکه د سولې لپاره د ولسمشر غني نوښتونه، برنامې او کوښښونه ونه منل شول. په هغه صورت کې که پاکستاني ملکي او نظامي رهبرانو د افغان ولسمشر هغه صادقانه کوښښونه منلي وای، افغانستان جنګ ته نه مجبورېده او موږ بین المللي ځواکونو ته اړتیا نه لرله. غلطې فرضیې موجودې وې؛ باور دا وو چې بین المللي ټولنه ستړې شوېده، خپل فعالیتونه یې له خپلې توانایي څخه زیات پراخه کړي او افغانستان به هغوی ته لومړیتوب نه وي؛ مګر د ولسمشر غني د هڅو او برنامو له برکته موږ ولیدل چې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره خپلې ژمنې په هره برخه کې تازه کړې. ځکه چې نور نه افغانستان او نه هم نړیواله ټولنه په ابهام کې دی او نه هم ټول بار د هغوی په اوږد دی، افغان دولت کرار کرار بار ته اوږه ورکړه او دغه ټول بار یې پر ځان ومانه، موږ خپله ونډه ادا کړه.
ستونزه (افغانستان پورې) محدوده نه ده؛ دا یو داخلي جنګ نه دی. له بین المللي ترهګرو شبکو سره مبارزه، هغه ملاتړ چې هغوی ورڅخه برخمن دي، بین المللي همکارۍ ته اړتیا لري. د هرې ورځې په تېرېدو سره زموږ امنیتي ځواکونه ځواکمنېږي، خو لا هم بین المللي ملاتړ ته اړتیا لرو، ځکه دا جنګ منطقوي او بین المللي بعد لري. له همدې امله سیمه او نړۍ زموږ د مېړنیو ځواکونو د احسان پوروړې ده، ځکه موږ له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې یوازې د افغانستان نه، بلکې د سیمې او نړۍ د امنیت او ثبات لپاره جنګېږو او قرباني ورکوو.