د افغان کرکټ لوبډلې لومړۍ لوبې ته ځغلنده کتنه!
عبدالمجید(جواد افغان)

نن د کرکټ د یو ورځنۍ لوبو ۲۰۱۹ کال په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې لومړنۍ لوبه د آسترالیا په خلاف وه، پچه افغان لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.
افغان لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځېدلو د ۳۸.۲ اورونو په لوبولو سره مخالفې لوبډلې ته ۲۰۸ آسان هدف وټاکه.
آسترالیا په ۳۴.۵ اوور کې یاد هدف د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او په دې ډول یې له افغانستان څخه لومړنۍ لوبه وګټله.

زما په اند په ننۍ لوبه کې د افغان لوبډلې مثبتې او منفي نقطې په لاندې ډول وې.

منفي نقطې او د ماتې لاملونه زما په اند:

۱ ـ دا چې افغانستان پچه وګټله نو باید لومړی یې آسټرالیا ته د توپ وهنې موقع ورکړې وای، افغان لوبډله اوس د ۲۰۱۵ کال په حال کې نه ده چې آسترالیا به ورته مثبت څلور سوه هدف ټاکي، افغان لوبډلې ډېر زیار ایستی او د پخوا پر نسبت یې ډېر پرمختګ کړی، افغان لوبډله په نړیواله کچه ترټولو خطرناک سپینر بالران لري، استرالیا به یې لوی هدف ته نه وای پرې اېښې، او بل دا چې افغان لوبډلې ته به هدف معلوم وو او د هماغه هدف مطابق به د توپوهنې له یوه قوي پلان سره میدان ته راوتي وو.

۲ـ د اوپنرانو له مایوسۍ ډکه لوبه کول او دواړه په صفر سوځېدل.
توپوهنې کې ترټولو ستر مسؤلیت د اوپنرانو په غاړه وي، که دوی سمه لوبه ترسره کړي او ډېر اوورونه ولوبوي او میدان کې ترډېره پاتې شي نو راتلونکو توپوهونکو ته ډېره اساني وربخښي.

۳ ـ د منډې په جوړولو کې د محمد نبي او ګلبدین نائب د همغږۍ نشتوالی چې له امله یې محمد نبي وسوځېده.

۴ـ له یوې اړینې ملګرتیا وروسته په ۳۳ اوور کې د ګلبدین نائب او د نجیب الله ځدراڼ سوځېدل، دا چې ۵ لوبغاړي د مخکې نه سوځېدلي وو او منډې هم ډېر لږ وې او ۱۷ اورونه نور هم پاتې وو نو ګلبدین نائب او نجیب الله ځدراڼ ته پکار وو چې خپلې ملګرتیا ته یې دوام ورکړی وای،او د دغسې ریسکي او ستونزمن شاټ وهلو څخه یې ډډه کړې وای. که د دوی ملګرتیا دوام کړی وای شاید د منډو هدف مثبت دوه نیم سوو ته رسېدلي وای.

۵ ـ راشد چټکه او ښه لوبه وکړه خو باید کوشش یې کړی وای چې په میدان کې تر ډېره پاتې شوی وای.

۶ ـ فیلډینګ (ډګر ساتنه) د تېرو لوبو په پرتله ښه وو خو بیا یې هم یو څه نیمګړتیاوې درلودې.

مثبتې نقطې:
۱ ـ د لوبغاړو ډېر ښه انتخاب.
۲ ـ د رحمت شاه او حشمت الله شاهدي ملګرتیا.
۳ ـ د ګلبدین نائب او نجیب الله ځدراڼ قوي او اړینه ملګرتیا.

۴ ـ د نجیب الله ځدراڼ ښه لوبه او پنځوسیزه

۵ ـ اخره کې د راشد خان او مجیب ځدراڼ چټکه توپوهنه.

۶ـ د توپ اچونکو ښې توپ اچونې استرالیا دې ته پرېنښوده چې خپل هدف له دېرشو اوررونو څخه مخکې پوره کړي، ځکه چې شروع کې د استرالیا له چټکې لوبې برېښېده چې پلان لري د ۲۰ او ۳۰ اورونو منځ کې خپل هدف پوره کړي.

د افغان لوبډلې د بریا په هیله
عبدالمجید(جواد افغان)
Amajeedjawad33@gmail.com