د شاه دوشمشیره د زیارت سره څومره بیروبار دي، د غرمي دوي بجي روژه او دا بیروبار خو بیخي ما وژني خیر باید ځان د خیاط دوکان ته ورسوم چه دا د توشکي پوښ يي لنډ کړي دي او اوس که بله ټوټه پسي واچوي هم بد ښکاري، سړي له دي خیاطانوسره څه وکړي.
چشم نه داري حال در این سوراخ میفتي فکرت بگي.
نژدي وو چه د سړک په سر په لوي سوري کي لویدلاي وم، پښه مي ونیوله او سوري ته مي چه د فرخندي څلي ته نژدي وو پام شو. که ګورم په سوري کي پوډریان ننوتلي دي او ښه په خوند نشه کوي.
په تور حجاب کي ورته ولاړه وه، ماشومه لوري تر لاس نیولي وو او ماشوم زوي يي هم د غار په خوله کي ولاړوو او په سترګو کي يي وچ شوي امید له ورایه اوښکي تویولي.
چیت میشه؟
شوهرم است شیشه میکشه.
دي معصومو ماشومانو څو شیبي د خپل نشه پلار ننداره وکړه او بیرته نا امیده ټول ورڅخه روان شول، لکه یوه کورني چه دخپل کوم مړي قبر ته راشي او بیرته نا امیده ورڅخه روان شي.
دا معصوم ماشومان له خپلي مور سره د خپل پلار دیدن ته چه د نشي په عالم کي غرق وو راغلي وو. نه عرش ولړزیده، نه اسمان ونړیده او نه هم بل تندر راولویده، ټول خلک یوي او بلي خواته ګرزیدل داسي ښکاریده لکه هیڅ خبره چه نه وي.
زه چه ماشوم وو په هلمند کي کوکنار ښه په خرپ کرل کیدل، څو ځله خو زه هم مجبوره شوي یم چه نیش ووهم، ډیر زیات مخالفت مي کړي وو خو ډیر ځله راته بی غیرته او کلان کاره ویل شوي وو ځکه ټولو خلکو د تاریاکو نیش واهه او ماهم باید وهلي واي ځکه ددوي په خبره زه تر نورو ښه ځوان نه وم. زه اوس هم تر نور ښه ځوان نه یم خو خبره د وجدان ده هغه وخت می هم له دي کښت څخه کرکه کیده او اوس هم له ټولو نشي موادو سره سخته دوښمني لرم. دلته ماته دا سوال پیدا شو چه ایا ددي سړي په نشته د روږدي کیدو په ګناه کي خو به زه نه یم شریک؟ ځکه موږ هم یو وخت تاریاک کرل او ما هم له دي حرام کښت څخه ډوډي خوړلي ده. ایا ددي معصومو ماشومانو پلار خو به ما نه وي پوډري کړي؟
ته لیوني يي! هغه زموږ دکلي مولوي صاحب دي نه دي په یاد چه تل به يي ویل: تریاک زموږ مجاهدین دي اود کفارو اولادونه په نشه اخته کوي، کله چه مولوي صاحب د تریاکو زکات اخلي نو بیا ولي حرام دي.
حراموالي د مولوي په خبره او له ایت اوحدیث څخه د هغه په تفیسر کي نه دي. حراموالي په وجدان کي دي ټول هغه کارونه چه ستا وجدان يي نه مني حرام دي او زه پوهیږم که انسان هر څومره بی وجدانه شي بیا هم لږ وجدان لري، او دا وجدان ورته په سر لکه قاضي غوندي ولاړ وي، زه هم همدي قاضي نه پریښودلم چه نیش ووهم او همیشه مي په دي خبره د خلکو سره جنجال وو.
یوازي تاریاک او قاچاق نه دي چه مړه وجدانونه ورباندي اخته دي بلکه د فساد ډیر ډولونه اختراع شوي دي چه ډیر ښه ږغ کوي او دا د ډم زامن ورته ښه پوخ اتڼ کوي. ددي بي ایماني او اداري فساد ډول دومره په غرز ډنګیږي چه د غریب او مالدار تر منځ واټن ورځ په ورځ اوږدوي. ډونر ( فنډ ورکونکي) له پروژو څخه خپله فیصدي اخلي ځکه د پلار حق يي دي او ښه حلال حق یي دي، د پروژو پلي کوونکي بیا په خپلو کارکوونکو داسي بیلونه (Bills) جوړوي ته به وايي د خپل پلار دوکان يي دي. د بی ایماني دا سلسله موږ په ټولو ارزښتونو بي باوره کوي، زموږ مړه وجدانونه نور هم وژني او موږ د تاریخ ورستي کندي ته غورځوي. د امریکا خارجه وزیر یو تریخ حقیقت ووایه:
افغانان د درواغ ویلو او فریب کاري ډیره اوږده او پخه تاریخچه لري کوم چه موږ ورته خپله له ویاړه ډک ۵۰۰۰ کلن تاریخ وایو. د شرم خبره خو داده چه موږ خپل ټول دیني، معنوي او ملي ارزښتونه له لاسه ورکړي دي. همدا نن يي په ارګ تور ولګاوه چه د فحشاه اورته لمن وهي او د ارګ چارواکي په فحشاه کي ښکیل دي؟ له چا سره فحشاه کوي د ملت له ښځینه استازو سره، د حکومت اجرایه ریس دا خبري ټکان ورکونکي بولي او یو ډول نه یو ډول ورباندي د تاید مهر ایږدي. هیچا دي ته ونه کتل چه دا ډول خبري او تورونه د هیواد، ملت او ملي ویاړونو له پآره د مرګ معني لري، هیچا دا فکر ونه کړ چه ایا د پارلمان وکیلاني او یا نور ښځینه چه دا تورونه ورباندي لګیدلي به رښتیا دومره پستي وي چه د چوکي په خاطر دي پست کار ته زړه ښه کړي؟ نه دا مهمه نه ده مهمه دا ده چه زما سیاسي مخالف ګذار وخوري او ښه کلک ګذار وخوري دا ګذار که د ملک د رسوايي په قیمت وي او که د تاریخي شرم په قیمت وي فرق نه کوي. دا څه ډول قدرت او ددولت مینه ده چه ځیني انسانان تر دي اندازي پست کوي؟ د ننګ په نامه موږ پخوا یوشي درلودل خو دا شي اوس په دوربین کي هم نه ښکاري. موږ غیرتي خلک وو خو خارجي مرستو ټول سوالګر کړو، موږ ډیر شرمناک خلک وو خو جګړي د نړي تر ټولو بي شرمه خلک کړو، خو له دي ټول سره سره بیا هم دا د ننګیالو وطن دا د توریالو وطن.
محمد اکبر پیمان دمي د میاشتي ۲۹ کال ۲۰۱۹