استرالیا او مالیزیا ته په ناقانونه ډول د نیپالي کډوالو د وړلو په تور د اندونیزیا پولیسو په دغه هیواد کې درې تنه مخکښ قاچاق کوونکي نیولي.

د اندونیزیا د پولیسو تورن جنرال (روډالف نهاک) د تیرې چهارشنبې په ورځ ویلي، دغه درې قاچاق کوونکي یې د معلوماتو په اساس په (سولاویسی) ټاپو کې هغه مهال ونیول چې هڅه یې کوله د یوې کښتۍ پواسطه ۹ تنه ناقانونه نیپالي کډوال لمړی مالیزیا او بیا له هغه ځایه استرالیا ته ولیږدوي.

د پولیسو پلټنې څرګندوي یاد شوي قاچاق کوونکي د ۲۰۱۱ میلادي کال راهیسې په دغه ډول ناقانونه کړنو بوخت وو، او داسې اټکل کیږي چې یوازې له ۲۰۱۶ میلادي کال راهیسې یې قابو ۲۷۰۰ ناقانونه کډوال مالیزیا او استرالیا ته قاچاقي لیږدولي.

پولیس وایي دغو قاچاق کوونکو د کډوالو د انتقالولو په بدل کې له هر کس څخه لږترلږه دوه میلیونه اندونیریایې روپۍ اخیستي، چې په حقیقت کې دغه ډیرې پیسې دي او دا څرګندوي چې په اندونیزیا کې د کډوالو قاچاق څومره لوی ناقانونه تجارت دی.

د اندونیزیا قانون د بشري قاچاق په وړاندې نسبتآ سخت دی، که چیرې په محکمه کې د پولیسو لخوا لګول شوي تورونه په دغو دریو قاچاق کوونکو ثابت شي، نو د نغدي جریمې سربیره امکان لري له پینځو تر پینځلسو کلنو پورې زندانې هم شي.

په دې وروستیو کې په اندونیزیا کې د بشري قاچاق داسې پیښې ډیرې شوي، تیره میاشت هم د اندونیریا پولیسو د ۷۴ بنګله دیشي اتباعو مالیزیا ته له قاچاق کیدو څخه مخنیوی کړې وه.