د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن د مهاجرت موضوع ته د خپل ګوند د ټاکنیز کمپاین په سر کې ځای ورکړی او ژمنه یې کړی چې استرالیا کې د مهاجرینو د قبلولو کلنۍ شمیره به ترټولو په کمه کچه کې وساتي.

نوموړي ویلي که د لبرال ګوند بیا ټاکنې وګټي نو د خپل کاري دورې په موده کې به هر کال یوازې ۱۸۷۵۰ پناه غوښتونکي استرالیا کې د بشري مرستو له لارې قبلوي او هغوی ته به ویزې ورکوي.

موریس خبریالانو ته ویلي چې دا اعلامیه یې د حکومت د هغه پلان یوه برخه ده چې له مخې به یې د بشري مرستو له لارې پناه غوښتونکو ته د ویزو د ورکولو په ګډون د استرالیا د مهاجرینو د قبلولو کلنۍ شمیرې عمومي حد ۱۶۰ زره وټاکل شي.

همداراز د موریسن په خبره د بشري مرستو ویزو ۴۰ سلنه پناه غوښتونکي به د استرالیا په لویو ښارونو کې نه ځای پر ځای کیږي.

نوموړي ویلي د دغه کار موخه دا ده ترڅو د استرالیا په لویو ښارونو کې ګڼه ګوڼه کمه کړي او مهاجرین د لویو ښارونو پر ځای اطرافي سیمو ته د تللو لپاره وهڅوي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د بېل شارټن کارګر ګوند چې په راتلونکو ټاکنو کې د موریسن له ګوند څخه یې د مخکي والي وړاندوینه هم شوې، په خپل کمپاین کې د بشري مرستو له لارې استرالیا کې د پناه غوښتونکو د قبلولو کلنۍ شمیره ۳۲ زره ټاکلې.

دغه ګوند چې تر ډیره د مهاجرینو پلوي کوي د بشري مرستو ویزو پرته تراوسه په خپل کمپاین کې د استرالیا د مهاجرت عمومي کلنۍ شمیره نه ده ښکاره کړې.