د غوايي د اوومې ناورين چې د کمونستانو په خونړۍ کودتا شروع‌ او د غوايي په اتمه يې د تنظيمي وحشتواکۍ په راتلو دوام پيداکړ د افغانستان په تاريخ کې د دوو ظالمانه ، جنايتکارانه او خايينانه دورو د لړزوونکي جنايتونو او بربريت د يادون سمبول دي . حال داچې د دغو دوو دورو هرساعت ، ورځ ، مياشت او کال په افغان اولس دبې مثاله ځنګلي کړنو او قتل عام د ضد انساني اعمالو د متواتره جريان شاهدي ور کوي .
ددې دوو تراژيديو او مصيبت د پوهېدو دپاره دتاريخ مطالعې او تحقيق ته حاجت نشته ، ځکه شاهدان او قربانيان يې ، همداشان عاملان او باڼدونه يې لاحضور لري او ژوندي
دي، د وحشيتوب اثاريې موجود او د اولس د ژورو ټپونو نه يې لا هم د وينو توييدو مخه نه ده نيول شوې او همغه وحشت تر بل نامه او عنوان لاندې دهمدې جنګي جنايتکارانو او ملي خايينانو تر فعاليت لاندې مشترکاا” ( دينداره او بې دينه )جريان لري .
هغه څه چې ددې ناورينونو نه بايد زده کړل شي ، پند ترې واخيستل شي او د تکرار مخه يې ونيول شي دادي چې د سياسي قدرت د لاسته راوستلو د پاره دزور ، تزویر ، کودتا او توطئو له
لارې ضد انساني رواج ته بايد د رد ځواب وويل شي او هر سياسي واک چې په دې طريقه حضور پيدا کوي غير مشروع ، استبدادي او ظالمانه تعريف او نفي شي ، ولو که تر ډېر مقدس نامه اسلام ( لکه تنظيمي وحشتواکي) ، يا د جذابو او کشوونکو الفاظو تر نارو لاندې لکه تمدن او د استثمار له منځه وړل ( د کمونستانو بربريت ) او يا د اولس د حاکميت تر عنوان لاندې ( لکه برحاله demoncracyاو امريکايي اشغال ) .
افغان اولس او اولس ته متعهد او صادق بچيان يې که په هر موقف ، سن او مقام کې وي بايد دزور او استبداد په ضد خپله مبارزه منسجمه ، منظمه ،متحده او سراسري کړي .
اشخاصو ، ډلو ، سازمانونو او ګوندونو ته د سياسي واک غصبول دزور او ستم له لارې ديوې سرې کرښې په شان د اولس د صبر او توليرانس پوله معرفي کړي ، چې عبور يې حرام ، ناروا او ملي خيانت او د همغه شخص او يا ګوند دسياسي ژوند د انتحار او ختم نتايج به ولري .
څو چې د زور له لارې د سياسي قدرت د حاصلولو کلاسيکې طريقې ته رد ونه وايو او د استبداد (داخلي او خارجي ) رېښې ونه باسو ، سياسي واک اولس ته چې اصلي مالک يې دئ انتقال نه کړو د غوايي د اوومې او اتمې ناورينونه به تکراريږي،. فقط شکلونه او نومونه به يې بدليږي ، خو ظالمانه او استبدادي ماهيت به يې په خپل ځای محفوظ وي او د افغان اولس تراژيدي به کمافی السابق دوام لري