سیاسي ګوندونو ته یوه کتنه! - اوومه برخه
عبدالله وردک.
انګلستان - اپریل - ۲۰۱۹
ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله(ج) د وکړي، چې ټول روغ او جوړ وئ.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
کله چې حفیظ الله امین، قدرت تر لاسه کړ، نو کېدای شي، چې روسانو به هغه ته پوره اطمنان ورکړی وي، چې هغوی به د ده ملاتړ کوي، او الله(ج) ته به معلومه وي، چې ده به دغه د روسانو ملاتړ، د زړه له کومي منلی وي، او کنه؟
د یادونې وړ ده، چې د خلق د ګوند مشرانو، هر یوه په نوبت سره د روسانو په دوستۍ ډېر فخر کاوه، او دغه دوستي به یې، په ډېر افتخار سره هرځای یادوله. البته، ببرک کارمل، د دوی له منځه، د روسانو په دوستۍ کې بې حده مخکښ و.
حفیظ الله امین هم شپه او ورځ، د روسانو په ستاینه بوخت، او لدې نه ناخبره، چې روسانو دده د مرګ پلانونه جوړول. روسانو خپل پلان د ۱۳۵۸ کال، د جدی په شپږمه عملي کړ.
د جدی شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې، د تورو ورځو د جملې څخه، یوه ډېره توره ورځ شمېرل کیږي. پدغه توره ورځ، د پخواني شوروي اتحاد سرو او وحشي لښکرو، په ډېره بې شرمۍ او بې رحمۍ سره، په ګران افغانستان یرغل وکړ.
د یادولو وړ ده، چې د سرطان ۲۶، او د ثور ۷، د دغې تورې ورځې، د شروع لومړنۍ مرحلې وې.
پدغه توره ورځ، د افغانستان په تاریخ کې ډېر بد سړی، چې ببرک کارمل نومېده، د روسي عسکرو سره یوځای په روسي ټانکونو سپور، کابل ته راوړل شو. حفیظ الله امین د روسانو له خواه په دارالامان کې ووژل شو، او هغه و، چې د خلقیانو واک پای ته ورسېده.
د یادونې وړ ده، چې د پرچم د ګوند زیاتره غړو، پدغه توره ورځ ډېرې خوشحالۍ کولې، او یو او بل ته به یې مبارکي ورکوله. پرچمیانو، روسي یرغلګرو عسکرو ته د سرو ګلانو په ګېډیو هرکلی ووایه، او پرچمیانو، دغه ورځې ته ”مرحلهٔ نوین انقلاب ثور“ خطاب کاوه.
زما دغه بده ورځ، هېڅکله له یاده نه وزي. زه د هغې ورځې په سهار وختي، چې واوره هم شوې وه، د یوه ملګري کورته ورغلم. کله مې چې د هغه د کور دروازه ورټکوله، نو پدې وخت کې زه یوه سپي په پښه وخوړلم، او د هغه داغ تر اوسه شته دی. دغه د سپی داغ، ماته هر وخت دغه توره ورځ را په یادوي.
کله چې کوټه سنګي (میرویس میدان) ته راغلم، او غوښتل مې چې د افشارو د لیوني سپی د واکسینو کلینک ته لاړ شم، چې ګورم، د کوټه سنګي په څلورلارې کې، سره سره روسي عسکر د سرک غاړو ته پراته او د کلاشنکوف په ماشه یې ګوتې نیولې دي.
پدغه وخت کې د کابل په ښار، او ټول افغانستان کې یوې خواته ستر غم، او بلې خواته د غلامۍ ستره خوښحالي غوړېدلې وه. خفګان، د هغو افغانانو له طرفه و، چې هغه په اسلام او وطن مین و، او هر یوه به یو او بل ته په ډېر خفګان سره ویل، چې دا څه وشول. همدارنګه، خوشحالي، د پرچمیانو له طرفه وه، او دوی به یو او بل ته د زړه له کومي مبارکي ورکوله.
د حفیظ الله امین تر وژلو وروسته، ببرک کارمل د خلق د ګوند د عمومی منشي په توګه وټاکل شو. سلطانعلي کشتمند، د صدراعظم، محمد اسلم وطنجار د دفاع وزیر، سید محمد ګلابزوی، د داخلې وزیر، او داکتر نجیب د خاد د رىٔیس په توګه وټاکل شول.
هغه و، چې د پرچمیانو ټول بندیان، ژوندي ساتل شوي و، او هغه ټول راخوشې شول. همدارنګه، ځینې خال خال مسلمانان بندیان، هم په غلطۍ کې ترې راخوشې شول.
په هغه وخت کې دغه نظریه موجوده وه، چې کله روسان چېرته یو ځلې پښه کیږدي، نو هغه بیا نه پر شا کوي، او تقریباً د نړۍ ټولو ملکونو دغه نظریه، تر یوه حده پورې منلی هم وه. هېچا داسې فکر نه کاوه، چې له روسانو سره به مقابله، هم امکان ولري؟!
زه ښه یقین لرم، چې مجاهدینو به دغسې فکر نه کاوه، او دا ځکه، چې مجاهدینو په ډېرو ناڅیزه وسلو سره، د خلق او پرچم د ګوند غړو ته، پخواه خپل زور ورښودلی و.
د یادولو وړ ده، چې خلقیانو ته، باید په هېڅ صورت کې کوم کرېدت ورنکړل شي، او دوی هم د پرچمیانو په شان، د دغه وطن، د بربادۍ سبب ګرزېدلي دي. پدغه لیکنه کې، ددې په خاطر، د پرچمیانو نوم ډېر یادیږي، چې پدغه وخت کې، ټول سیاسي او نظامي قدرت د پرچمیانو په لاس کې و. البته، اصلي قدرت خو د دوی د بادارانو، یعنې روسانو په لاس کې و، او پرچمیانو یوازې د روسانو دپاره، د جلادانو وظیفه سرته رسوله.
د روسانو ټانکونه او فوځ، په لومړیو ورځو کې یوازې په کابل کې ځای پرځای شوی و، او کله چې دوی خپل ټانکونه او فوځ، جلال آباد ته بېول، نو هغه و، چې د ماهیپر په سیمه کې، مجاهدینو سختې حملې پرې وکړې. کله چې دغه د مجاهدینو، د حملې خبر له بهرنیو رادیوګانو څخه خپور شو، نو بیا د ځینو افغانانو، په بدن کې یوه اندازه وینه پیدا شوه. پدغه وخت کې په اسلام او وطن مینو افغانانو، یو او بل ته په پټه مبارکي ورکوله.
کله چې دغه د حملې خبر خپور شو، نو بیا زیاتره افغانانو دا ومنله، چې له روسانو سره مقابله هم امکان لري، او هغه و، چې د روسانو د بربریت راز مات شو.
هيره د نه وي، چې لدېنه وروسته روسان، چاته د خیرک د ادې په شان نه ښکاره کېدل!
د ببرک کارمل حکومت د روسانو د عسکرو په مرسته، خپلو ظلمونو او بمباریو ته ادامه ورکړه، او ټول ملک یې له خاورو سره برابر کړ. هرځای ته به چې د روسانو، قواوې تللې، نو هغه به یې د لویې قوې په نامه یادوله، او هغه منطقې به یې له خاورو سره برابرولې، او حتٰی په حیواناتو یې هم رحم نه کاوه.
د ببرک کارمل حکومت د روسانو په مرسته، دومره ظلمونه، په افغانانو وکړل، چې قلم یې د لیکنې توان نلري.
د یادونې وړ ده، چې د روسانو، د بې شرمه یرغل نه وروسته، له یوه میلیون څخه زیات افغانان شهیدان، او څو میلیونه هجرت ته مجبور شول. همدارنګه، ټول وطن له معیوبینو څخه ډک شو، او دغه وه د ”ډوډۍ، کالي، او کور“ د ناوړه شعار، لاسته راوړنه.
هېره د نه وي، چې ډاکتر نجیب، د ببرک کارمل په وخت کې د خاد رىٔیس و، او هغه په دغه ټولو جرمونو کې رغنده ونډه لرله.
کله چې روسانو ته معلومه شوه، چې دوی د جنګ له لارې کامیابۍ ته نشي رسېدلای، نو خپل لاسپوڅي، ببرک کارمل، ته یې امر وکړ، چې د ”جبهه پدر وطن“ تر نامه لاندې، د پخلاینې پروګرام شروع کړي. ببرک کارمل، په لومړي سر کې ګوندي بیرغ، بېرته پخواني بیرغ ته بدل کړ. د ببرک کارمل دغه د دروغو پروګرام په آخر کې د ناکامۍ سره مخامخ شو.
پدغه وخت کې په روسیه کې هم ځینې تغیرات راغلل، او ګورباچوف، د شوروي اتحاد مشر شو. ګورباچوف، د افغانستان جنګ ته د ”ناسور زخم“ نوم ورکړ، او روسان، نور په افغانستان کې د خپلې کامیابۍ څخه بالکل ناامېده شوي و، او غوښتل یې چې د خټې پوزه ځان ته جوړه کړي.
ګورباچوف، ببرک کارمل، د ډاکتر نجیب سره عوض کړ، او کېدای شي، ډاکتر نجیب خپلې باټې ورته کړې وي.
هغه و، چې ډاکتر نجیب، خپل ځان د خپلو مشرانو په څېر، د روسانو په مرسته، قدرت ته ورساوه. ډاکتر نجیب هم د افغانانو د غولولو دپاره، د ګوند نوم بدل کړ، او هغه یې د ”وطن“ د ګوند په نامه ونوماوه. ډاکتر نجیب، یو څو آیتونه، او حدیثونه، د افغانانو د غولولو دپاره یاد کړل. لیکن، افغانانو هغه ښه پېژندلۍ و، او هېچا دده په خبرو او وعدو اعتبار نه کاوه.
ډاکتر نجیب هم د خپلو مشرانو په څېر، له ډېرو دروغو هلو ځلو وروسته، له ناکامۍ سره مخامخ شو.
د یادولو وړ ده، چې د امریکا، او روسانو، ترمنځ، یو تعهد، د جینوا د تعهد په نامه لاسلیک شو.
په آخر کې الحمدالله، ټول روسي عسکر، د دلوې په ۲۶، په ډیر بد حالت کې له افغانستان څخه شرمنده ووتل، او هغه و، چې ناممکن، په ممکن بدل شو، او خپل ګوډاګیان یې، یوازې پرېښودل.
د افغانستان مجاهدینو، روسي عسکرو ته داسې ماتې ورکړه، چې په نړۍ کې به ساری ونلري. ددې بې ساره ماتې، له برکته، هغه ټول ملکونه، چې د روسانو، تر سلطې لاندې و، هغه یو پر بل پسې آزاد شول. د برلین دېوال ونړېده، او د وارسا پکټ له منځه لاړ، او ختم شو.
د یادولو وړ ده، چې ډېرو ملکونو، د روسانو له ماتې څخه لویه ګټه پورته کړه، او متأسفانه، د ځینو کړیو له لاسه، د افغانستان مجاهد ملت، کومه په زړه پورې ګټه لاسته ترې رانوړه!
روسانو هم د وتلو څخه مخکې ډېر قومي، مذهبي، ګوندي، او سمتي، ماینونه خښ کړي و، چې په نتیجه کې یې، ټول ملک برباد، او د جهاد سپېڅلی نوم لکه دار شو، او هغه شی، چې روسانو په ټول نظامي قوت سره لاسته رانه وړای شو، هغه یې په ډېره آسانه توګه لاسته راوړ.
هېره د نه وي، چې د ډاکتر نجیب حکومت، نیږدې ۳ کاله، د مجاهدینو په مقابل کې مقاومت وکړ، او په آخر کې مجبور شو، چې خپل واک، د ملل متحد، د پروګرام له لارې، یوه بېطرفه حکومت ته تسلیم کړي. هغه و، چې دده خپلو ګوندي ملګرو، هغه د خپلو شخصي ګټو لپاره قرباني کړ.
د پام وړ ټکي:
د روسانو د ماتې نه وروسته، هېچا داسې فکر نه کاوه، چې افغانستان ته به بیا، څوک په بده سترګه وګوري. اما، داسې ونشول، او افغانستان یوځل بیا د یرغلګرو پواسطه اشغال شو. او مونږه به ان شاءالله، هغې ورځې ته سترګې په لاره و، چې دغه بل یرغلګر هم د روسانو په شان، ماته وخوري، او زمونږه ګران هېواد د تل دپاره ترک کړي.
په اسلام او وطن مین افغانان، باید دغه ځلې، خپلې پخوانۍ غلطۍ او اشتباه ګانې تکرار نکړي. د خارجي قواوو، د وتلو په صورت کې، په افغانستان کې پخوانی حالت بیا تکرار نشي. ټول ملت ته دا اطمنان ورکړل شي، چې ان شاءالله، د دوی مال، ځان، او عزت به خوندي او ساتلی وي.
د یادولو وړ ده، چې باید ټولې خواوې، د اشغال په ختمېدو، او سوله راوستلو کې زیاته مرسته وکړي، او په ګډه، د هغو کړیو مخه په کلکه ونیسي، چې د یوې باعزته سولې مخالفت کوي.
همدارنګه، ټول افغانان، بیا له خپل الله(ج) سره دا تعهد وکړي، چې بیا به هېڅکله د اشغالګرو طرفداري، او مرسته نکوي، او په ګډه به د خپل ملک دپاره، په صداقت او ایماندارۍ سره خدمت کوي، او بس.
هېره د نه وي، چې اوسني او پخواني واکداران، باید نور د قدرت څخه لاس په سر شي، او د قطار په آخر کې ودریږي، او هغلته خپل ژوند ته دوام ورکړي، او پرېږدي، چې په اسلام او وطن مین افغانان، دغه ملک آباد کړي.
زه یو ځل بیا، په ډېره عاجزۍ، خپل دواړه لاسونه د دعا دپاره پورته کوم، او دعا کوم، چې الله(ج) د هغه سوله په افغانستان او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
همدارنګه، الله(ج)، دې، د طالبانو وروڼو، امریکایانو، او نورو پاکو افغانانو، ترمنځ هغه فیصله وکړي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.
والسلام.
زما اړیکه:
abdullahwardak53@gmail.com