د اندیښنې وړ څو پوښتنې
بي بي سي لیکي، دوی ته یوې باوري سرچیني ویلي چې اندونیزیا او ازبکستان په خپلو خاورو کې طالبانو ته د دفتر د پرانیستو وړاندیز کړی دی. همدارنګه زیاتوي چې د ولسمشر سلاکار فضل محمود فضلي هم دوی ته ویلي، ښه به دا وي چې د سولې خبرې د قطر پر ځای کوم بل هېواد کې وشي.
خو پوښتنه دا ده، د طالبانو اصلي مشرتابه چې افغانستان کې جګړه مخې ته وړي، د هیبت الله اخوند په مشرۍ ښکاره کویټه او اسلام اباد ته تګ راتګ لري او هلته استوګن دي؛ خو د سولې خبرې اترې نه دې مشرتابه سره او نه په هغه ځای کې چې دوی مېشت دي، تر سره کیږي!
که طالبانو ته بل هر هېواد کې سیاسي دفتر ورکړل شي، دا پوښتنه بدلون نه مومي او پر ځای پاتیږي چې دوی وسلې له کومه کوي، دا وسلې او مهمات چې په ورته وخت په څو ولایتونو کې پرې جنګېدای شي، څنګه او په کومو امکاناتو افغانستان ته لیږدوي، افغانانو سره د جګړې له ډګره خپل مړي او ټپيان څنګه باسي او چیري يي انتقالوي؛ د جګړې شا ته کوم هېواد کې پناځای لري چې دا هر څه طبعآ ټولو ته په ډاګه دي او هغه هېواد، پاکستان دی. که د طالبانو سیاسي دفتر په اندونیزیا، ازبکستان، ترکیه، ماسکو او یا بل هرځای کې وي، د جګړې مرکز يي کوټه او اسلام اباد کې موقعیت لري او له هغه ځایه تمویلیږي او افغانستان کې جګړه مخې ته وړي.
په دې توګه اړینه دا ده چې د طالبانو د هغه مشرتوب سره چې جګړه پر مخ وړي او په هغه ځای کې چې دوی مېشت دي د سولې خبرې اترې تر سره شي.
اوس دا پوښتنه پرځای پاتې ده چې امریکا او یا د امریکا استازی زلمی خلیل زاد ولې نیغ په نیغه د طالبانو د اصلي مشرانو سره چې کویټه کې ناست دي، نه ویني او ولې دوی سره د سولې خبرې اترې د دوی په استوګنځې کې مخې ته نه وړي؟
له اصلي مرکزه (کویټه، اسلام اباد) چې جګړه ترې رهبري کیږي، نورو هېوادو لکه ابو ظبۍ، دوحه (قطر)، ماسکو او اوس نورو هېوادونو ته د خبرو ځای لیږدول او د جګړي د اصلي مشرتابه پرځای، څو ناڅرګنده څېرو سره د طالب د استازو په نوم، د تړلو دروازو تر شا د سولې پټې خبرې، د افغانستان د اوږدې څلویښت کلنې غمیزې په حل کې څه مرسته کولای شي او د خبرو دا لړۍ به چې تر لسیزې اوړې، تر کومه جاري وي؟
هیڅوک باور نه کوي چې امریکا دې د طالبانو د جګړې اصلي مشرتابه نه پېژني، د هغوی له استوګنځي دې ناخبره وي او دوی سره دې په دغه دواړو برخو کې د اسلام اباد په ملاتړ او مرسته شک ولري.
ایا قطر، ازبکستان، اندونیزیا او دوی ته ورته بل کوم هېواد د امریکا او ناټو څخه زیات د فشار وسایل او امکانات لري چې پر طالبانو او د طالبانو په ملاتړي پاکستان يي واچوي چې دوی لومړی د سولې خبرو، اوربند او وروسته ریښتینې سولې ته تیار کړي.
که دا هېوادونه د فشار اړین امکانات نه لري، چې نه يي لري؛ بیا هلته د دوهمې او درېیمې کچې طالبانو سره د سولې په نوم خبرې د وخت له لاسه ورکولو، طالبانو ته د نوم ګټلو او په نړیوال دګر کې يي د شهرت رسولو پرته، بل څه کېدای شي.
که خبرو لپاره اندونیزیا او قطر د طالبانو مذهبې اندیښنو ته په پام غوره ګڼل کیږي، طالبان خو یوه استخباراتي پروژه ده او هغوی هغه ماسکو ته هم ورغلل چې پخوايي ویل که د مسلمان او په تېره بیا د افغان کمیس د روسي وګړي سره په تماس کې شي باید څیرې شي او که لاس ورسره ولګیږي باید غوڅ شي. طالبانو لپاره مذهبي اندیښنې هیڅ ارزښت نه لري او هغوی د سیاسي ګټو لپاره تر مذهبه هم تېر دي.
دا چې نن هم د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی پمپیو په قطر کې د خبرو په ادامې ټینګار کوي، هغه قطر چې په خپله خوښه د خبرو د ګډونوالو لیستونه جوړوي، کابل ته يي لیږي او په ښکاره د افغانانو په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
که په قطر کې د خبرو فضا داسې خړه پړه وي، ایا کېدای شي چې هلته د سولې خبرې ښې پایلې ولري او فضا له دې زیاته نوره کړکېچنه نه شي!
بلخوا دا هم لېدل کیږي چې امریکا د سولې په تړاو خبرو کې د افغان مرکزي حکومت له دریځه غوڅ ملاتړ نه بیانوي، کله چې په دې اړه غږیږي ګونګه او تړتړۍ ژبه کاروي. د سولې په خبرو کې د ټولو افغانانو د ګډون تر نوم لاندې د مرکزي حکومت دریځ او اتوریتې ته زیان رسوي.
افغان حکومت د ټولټاکنو له لارې راغلی او د سولې په ګډون په ټولو چارو کې د افغانانو یوازینی استازي ګڼل کیږي. طالبانو سره د سولې په خبرو کې چې هېواد لپاره تر نورو چارو لومړیتوب لري، لومړۍ خبره باید یوازې مرکزي حکومت وکړي. د سولې په خبرو کې حکومت سره د ځانګړو افغاني ډلو او اشخاصو شریک بلل، د حکومت د دریځ د پیاوړتیا پرځای د هغه دریځ کمزوری کوي، دلته د واحد دریځ ځای پاشلي دریځ نیسي او داسې څه په خبرو کې د طالبانو په ګټه تمامیږي. که داسې څه په تېروتنه ترسره کیږي باید اصلاح شي خو اندیښنه دا ده چې په لویلاس او عمدي نه وي!
همدارنګه لېدل کیږي د سولې د بهیر په نوم د ښاغلي خلیل زاد دنده ښای نورې موخې او لوري هم ولري. په دې لامل دده د خبرو، نه وضاحت افغانان په اندیښنه کې اچوي او په هغه خبرو کې چې طالبانو سره د تړلو دروازو شا ته ترسره کیږي د ډاډ پرځای، شکونه زیږوي.
امریکا ښای په دې لامل چې سیمه کې پاکستان له لاسه ورنکړي او د چین او روسيي لمن ته یومخیز ونه غورځیږي، افغانستان کې د جګړې دوام او په سیمه کې د پاکستان نورو موخو ته هومره پام و نه کړي او هغه بابېزه وګڼي، خو افغانان بیا د نورو هېوادو د ګټو په پارد جګړې د اوږدېدو زغم نه لري او د خپلو ملي ګټو پر بنسټ هم اجازه نه ورکوي چې هېواد يي د نورو د ګټو لپاره د جګړې دایمي ډګر پاتې شي.
افغانان په دې اند دي دا چې د طالبانو د اصلي مشرتوب سره چې جګړه پرمخ وړي، خبرې نه کیږي؛ په نورو هېوادو کې د سیاسي دفتر په نوم غوښتنه د دې لپاره په لار اچول کیږي چې عامه افکار منحرف کړي!
که چیري ملا هیبت الله خپله موجود وي او یا کوم بل کرنیل امام د ملا هیبت الله په رول کې دنده پرمخ وړي، څو د ده او ډلې سره يی چې په کويټه ــ اسلام اباد کې ځایګی لري، نیغ په نیغ خبرې و نه شي او بلخوا د طالبانو پر ساتندوی اسلام اباد لازم فشار وانه چول شي، په نورو هېوادو او ځایو کې او له فشار پرته د سولې خبرې ښې پایلې ته نه رسي او جګړه به جاري وي.
د ۲۰۱۹ کال د اپریل ۲۳ مه
سرلوڅ مرادزی