موقت حکومت، که د پنجاب پښو ته غورځېدل!
که افغانستان کې د سولې د بسیا په اړه، افغان حکومت سره د سیمې او نړۍ د ځینو هېوادو د تربګنۍ او دښمنۍ هڅې او نیتونه یوه شېبه شا ته پریږدو، په لومړي نظر څرګندیږي چې په کور دننه حکومت سره د ځینو ډلو او اشخاصو اختلاف او تربګنې، یوازې د افغانانو د ابدي سیال او بدنیتي، پنجاب په ګټه تمامیږي، چې هیڅ افغان ته د منلو نه ده!
که ځیني افغانان او یا ټاکلې ډلې حکومت سره د نظر اختلاف د بیان ازادي او دیموکراسي بولې چې په ځینو برخو کې د پاموړ ده؛ خو د نظام، اساسي قانون، مرکزي حکومت او یا د افغانستان په حالاتو کې د سولې او امنیت په شان چارو کې، د نظرغټ اختلاف که یوخوا د بیان د ازداۍ، دیموکراسۍ او د ملي سراسري ارزښتونوسره په ټکر کې دی، بلخو په داسې چارو کې د حکومت په دندو او واکونو کې لاسوهنه ده چې حکومت يي پر وړاندې د کلک غبرګون او رد حق لري.
حکومت ته د سولې په برخه کې سلا او مشوره ورکول د افغانانو حق دی، خو پریکړه او د هغې پلیتوب یوازې د حکومت په انحصار کې دي.
د ځینو هېوادو او په تېره بیا د پنجاب هڅه دا ده، یو شمېر افغاني ډلو ته چې د جهاد په مهال يي روزلی او نن هم ورسره اړیکې پالي، دا په خوله کې ورکړي چې طالبان، افغان حکومت سره چې سیکولر اندیښنې لري، سوله کول نه غواړي او دوی افغانستان کې هغه چا سره لکه جهادي مافیايي ډلې روغه جوړه او سوله کوي چې ایدیولوژیک اختلاف ور سره نه لري.
بلخوا دغو مافیايي ډلو ته داهم دیکته کیږي چې د حکومت پرځای یوازې تاسو کولای شۍ د افغانانو وړ استازیتوب وکړۍ.
بېځایه نه ده، نن چې په کور دننه دغه ډلګۍ طالبانو سره د سولې په اړه ښکته پورته ګرځي، تېره میاشت د حکومت له سلا پرته ماسکو ته لاړل او کېدای شي اپریل میاشت کې طالبانو سره د کتنې لپاره قطر ته لاړ شي.
د دغو ګرځېدنو سره هممهال، خپله ډلګۍ او د دوی بهرني ملاتړي، افغانانو منځ کې بېلا بېلا پروپګېنډې خپروي.
تر ټولو شرموونکې پروپګېنډه دا ده چې وايي طالبانو سره خبرو کې دې د دغو ډلو د پلاوي سره افغان حکومت هم څو تنه د پلاوي په ترکیب کې ولیږي.
دلته دوی غواړي حکومت د یوې ډلګۍ کچې ته راټيټ کړي!
کټ مټ لکه د بن کنفرانس، چې هلته د قبرس ډله، د پېښور ډله، د شمالټلوالې ډله او د پخواني پاچا ډله سره ټول شول، د امریکا او ملګرو ملتو تر چتر لاندې يي د حامد کرزي په مشرۍ افغانستان ته یو بېکاره لنډمهالی حکومت جوړ کړ.
دلته بیا هم دا ډلې او پنجاب غواړي چې دوحه کې د بن کنفرانس ته ورته یو بل کنفرانس یا غونډه جوړه کړي چې هلته افغان حکومت د یوه حکومت په کچه نه، بلکې د یوې ډلې په واک او کچه، طالبانو سره په یو انتقالي حکومت جوړه وکړی.
که څه هم دغه مافیايې ډلګۍ، خپله هم د افغان حکومت یوه برخه ده او د دوی په شتون سره حکومت ونه شو کولای چې خپلې سمونپالې تګلارې پلې کړي، خو ښای طالبانو سره د افراطي شریکو اندیښنو او یا پردیو سره د پټو دندو په پار، دغسې ویجاړوونکې چارې ته توظیف شوي وي!
دا چې په مزار کې د عطانور او حنیف اتمر او په اسلام اباد کې د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان له خولې هممهال، د موقت حکومت ډڼدوره غږول کیږي، د همداسې سیناریو سره تړاو لري.
د افغانانو باید په یوه خبره سر خلاص وي او هغه دا چې موقت حکومت، یانې د موجوده نظام ، اساسي قانون او د تېرو ۱۸ کلونو لاس ته راوړنې په اوبو لاهو کول. موقت حکومت، یانې افغانستان د پاکستان پنځم ایالت ګرځول.
داسې پروپېګنډه هم ماسکو کې واورېدل شوه، چې طالبان هغه پخواني طالبان نه دي او د پروپاګنډچیانو( فوزیه کوفي) په اند دیموکرات شوی او په تېره بیا ښځو ته ځانګړی درناوی لري! ښاغلي خلیل زاد هم تېره ورځ د (ملا برادر) ستاینه وکړه او هغه يي یو هېودپال وګڼه، که خدای وکړي چې ریښتیا وخیژي!
دوستم هم پرون لومړی د مزار په غونډه کې مرکزي حکومت ته چې خپله يي لومړی مرستیال ولسمشر دی، سپورې ستغې وویلي خو د طالبانو له برید وروسته په سد راغي، د دوستم په اړه په امریکا غږ کې لولو«په ترکیه کې بېکاره نه وم، په ازبکستان کې بېکاره نه وم. څنګه موږ په مذاکراتو کې برلاسي نه اوسو؟ موږ دولت یو، موږ حکومت یو، نه دا چې اړخ ته کړای شو او له مذاکراتو بهر پاتې شو»، خو دغه خبرې وروسته له هغه کیږي چې د بلخ ولایت د پولیسو په وینا د ښاغلي دوستم د موټرو په کاروان د چهاربولک ولسوالۍ د سرګین تپه په سیمه کې وسلوال برید وشو.
دلته موخه دا نه چې طالبانو سره دې سوله ونه شي، خو سوله کول د افغانانو په استازیتوب د حکومت دنده او واک دی، نه د کومې ډلې او شخص واک چې هغه هم سر يي په حکومت کې وي او لکۍ يي طالبانو سره تړلې وی!
همدارنګه هغه بهرنۍ او کورنۍ کړۍ چې وايي مرکزي حکومت پراخ بنسټ نه لري، نو ځکه باید نورې ډلې افغان حکومت سره په ورته او یا برابر واک، طالبانو سره خبرو کې برخه واخلي. خو دغه کورنۍ ډلې چې داسې ادعا لري لومړۍ خو دوی خپله د همدغه حکومت غوښنه برخه ده او بله دا چې حکومت انتخابي خټه او بنسټ لري، ډلې خو بیا له خپلو څو تنه پلویانو پرته، انتخابي بنسټ نه لري او د ملت استازیتوب نه شي کولای. بهرنۍ کړۍ هم چې داسې ادعاوې لري یا د طالبانو او یا هم د افغان حکومت پرځای د دغو کړیو سره اړیکې لري او د خپلو ګټو په تړاو داسې څرګندونې د نورو په خوله کې څڅوي.
ځیني کسان دا هم وايي چې په هر قیمت کیږي، باید سوله وشي. که په سوله کې نظام، حکومت او لاسته راوړنې له منځه ځي هم، باید سوله وشي؟
خو پوښتنه دا ده، له داسې سولې څوک ګټه پورته کوي؟ افغانانو ته څه په لاس ورځي؟ بیرته بې نظمي، ګډوډي، وران او ویجاړ هېواد!
له تېر تاریخه به زده کړه کله کوو؟
کله ناکله دا هم ویل کیږي چې موږ مڼه(سوله) غواړو، که څه هم هغه د هرې ونې وي! ایا د مڼې له ونې پرته، بله ونه مڼه نیسي؟ سوله به کوو او سوله به راځي، خو سوله ځانته لار او اصول لري، سوله له افغان حکومته، د افغانانو له هر اړخیز ملاتړ پرته، نه شي راتلای او دا خبره باید همداسې ومنو!
ویل کیږي سبا بل سبا ښاغلی خلیل زاد افغانستان ته راځي چې طالبانو سره د سولې د شپږم پړاو په اړه افغان حکومت سره خبرې اترې او سلاوې وکړي.
خلیل زاد ته د افغانانو پیغام څرګند دی. افغانان د مرکزي حکومت په مشرۍ او انحصاري واک طالبانو سره خبرې کول غواړي. طالبانو سره د خبرو په تړاو افغان حکومت هیڅ د مخنی شرط نه دی ایښي او هر څه باید د خبرو په میز کېښودل او وویل شي. افغانان غواړي چې طالبان دې هم په حکومتي واک کې شریک شي. د نظام بدلون، د اساسي قانون تغییر او نور اصلاحات د دې پیر د خبرو اجندا نه شي جوړېدای او هغه په اینده پورې اړه لري. موقت حکومت او دې ته ورته غوښتنې هم د خبرو د دې پیر اجندا نه ده، دلته باید خبره دا وي چې په موجوده واکمنۍ کې څنګه طالبانو ته ځای ورکړل شي.
بلخوا خلیل زاد د امریکا يي حکومت د استازي پتوګه، طالبانو سره د خبرو اترو او سولې په تړاو یوازې افغان حکومت سره جرګه کولای شي او نورو افغاني ډلو سره خبرې د هغه د خبرو په اجندا کې نه شي راتلای!
د افغاني ډلو او حکومت ترمنځ خبرې کورنۍ چاره ده او هغه د خلیل زاد په ماموریت کې نه راځي!
د ۲۰۱۹ کال د مارچ ۳۱ مه
سرلوڅ مرادزی