دویمه برخه
می کنم دیوانګی تا برسرم غوغا شود
سکه به زر میزنم تا صاحبش پیدا شود
او له همدې نیمګړتیا نه انګرېزانو ګټه واخیسته، له سردار عبدالرحمن خان سره یې اړیکې ټینګې کړې او تر پټ
تړون وروسته یې ده ته د ) ۱۸۸۰ ( کال په جولای کې د پر تخت کښېناستلو بلنه ورکړه.
ده ظاهر اً د جهاد اعلانونه نشر کړل او د مجاهدینو له لارې حکومت ته ورسېد، انګرېزان هم جسم ا له افغانستان نه
ووتل، خو په غیر مستقیم ډول عبدالرحمن خان د دوی د تحت الحمایه پاچا په توګه پاتې شو.
د مجاهدینو دې ارتباطي جرګو یوځل بیا د افغانستان آزادي تامین کړه او دا جرګه هم د کمیت او کیفیت له اړخه
لویه او مهمه وه او دا چې وروستۍ نتېجه یې دښمنانو وتروړله لوی علت یې دا و، چې د افغانستان خلک له خارجي
ښکېلاک سره ژوره دښمني لري، خو له کورني استبداد سره بیا غیر ملي او استبدادي حکومتونو روږد کړي دي.
د سراجي دورې جرګه
د بېطرفۍ لویه جرګه:
د ۱۹۱۳ م کال په اګست کې نړۍ وال عمومي جنګ ونښت، په دې جنګ کې انګرېزانو د افغانستان له تحت
الحمایه حکومت نه توقع در لوده، چې افغانستان د انګرېز په ملاتړ په جنګ کې برخه واخلي او که نه نو بېطرفه
پاتې شي، د افغانستان روشنفکرانو او په آزادۍ مین اولس اراده درلوده، چې د انګرېزانو له جنګي مصروفیت نه
په استفادې کولو سره له انګرېزانو سره وجنګیږي او له تحت الحمایګۍ نه ځان خلاص کړي، کابل ته راغلي د
جرمنیانو او ترکانو هیات له افغانستان نه غوښتنه کوله، چې د دوی ملاتړ وشي او د انګرېز په وړاندې په جرګه
کې برخه واخلي او له دوی سره به په دې برخه کې هر ډول مرسته کېږي خو امیرحبیب الله خان د موضوع د
باریکۍ له امله منځنۍ لار خوښه کړه او د افغانستان بشپړه بې طرفي یې اعلان کړه او انګرېزانو ته یې په جګړه
ویښوونکې مقاله چاپ کړه، » حی علی الفلاح « کې د نه شاملېدو ډاډ ورکړ. محمود طرزي په سراج الاخبار کې د
خو د انګرېزانو له خوا په مطبعه کې سانسور او له نشر څخه پاتې شوه.
پاچا په ۱۹۱۵ م کال د خپلې بې طرفۍ د تائید له پاره د افغانستان مشهور مشایخ لکه: د اسلام پور پاچا )میرصاحب
جان( د موسهي اخونزاده )ملامحمد جان( د تګاو ملا صاحب، د هډې اخونزاده، د بړو میا صاحب، د حصارک میا
صاحب، شمس الحق صاحب، د شور بازار حضرات، حافظ جی صاحب، ملا محمد مرید، ملا عبدالغفار اخونزاده
او نور کابل ته را وغوښتل. د دغو مشایخو او نورو ولسي وکیلانو په شمول یوه لویه جرګه د امیر په وړاندې
جوړه شوه او د ملت د اتفاق او د دولت د بېطرفۍ د سیاست ملاتړ یې وکړ.
په دې لویه جرګه کې که څه هم ظاهر اً انګرېزان د افغانانو له ګوزار نه خلاص شول، خو افغانستان هم له تباهۍ او
د نړیوال جنګ له ډګر ګرځېدو څخه بچ او د نړیوالې سوځوونکې جګړې له لنبو څخه وژغورل شو.
د اماني دورې لویې جرګې
په نامه لویه جرګه: » اتحاد مشرقي « - د
د ۱۹۱۹ م کال د فبرورۍ په ۲۰ نېټه د ازادۍ غوښتونکو یوې ډلې د افغانستان تحت الحمایه پاچا امیر حبیب الله
خان د یوې کودتا په ترڅ کې وواژه او تر دې وروسته د ده زوی اعلیحضرت امان الله خان د افغانستان بشپړه خپلواکي اعلان کړه او د افغان او انګرېز دریم جنګ ونښت، په جنګ کې انګرېرانو سخته او شرمېدلې ماته وخوړه
او د متارکې وړاندیز یې وکړ. د افغانستان حکومت متارکه ومنله، خو انګرېزانو یو ځل بیا غوښتل، چې نظامي
ماته په سیاسي ډګر کې جبیره کړي او هغه څه چې په جنګ کې یې له لاسه ورکړي وو په سوله کې یې ترلاسه
کړي، د راولپنډۍ د سولې په غونډه کې یې د افغاني هیات مشر والي علي احمد خان وغولاوه او یوه مغلوبانه صلح
نامه یې پرې لاسلیک کړه، خو بیا هم دولت نور اقدامات وکړل او د ۱۹۱۹ م کال په اګست کې انګرېزانو زمونږ
بشپړه آزادي ومنله له دې سره هم داسې ګنګوسې لا خورې وې، چې انګرېزان به یو ځل بیا پر افغانستان وسله وال
تېری وکړي، د داسې یوه تېري د مقابلې له پاره د مشرقي تنظیمه رئیس محمد نادر خان د )اتحاد مشرقي ( په نامه
یوه لویه جرګه راوبلله. جرګه په ننګرهار کې د هډې ملا صاحب د زیارت ترڅنګ را غونډه شوه، په دې غونډه
کې د مشرقي) اوسنی لغمان، کونړ او ننګرهار د ولایتونو( د بېلابېلو قومونو سپین ږېري، عالمان، سادات،مشایخ او
نور مخور سره را غونډ کړای شول او د خپلواکۍ د ساتنې او د وطن د دفاع او آبادۍ په برخه کې یې مهمې
پرېکړې وکړې، دوی غوښتل، چې انګرېزان دې د افغانستان ازادي د زړه له کومي ومني او که نه نو د سرحد ټول
اقوام او قبایل د جهاد له پاره چمتو او آماده دي او د افغانستان ازادي به په خپلو وینو ساتي.
په همدې غونډه کې د هر قوم مشرانو د پاک قران په حاشیه کې ژمنه لیک کړه، د هرقوم ذمه وارۍ یې وټاکلې، د
جهاد مشرانو او علمبردارانو ته یوه یوه ښه تومانچه ورکړه شوه او پر نورو سوغاتونو سربېره هر یو قوم ته د
جهاد یو یو علم شریف هم ورکړ شو، چې د جهاد ایتونه پکې لیکل شوي وو.
په نامه یو اخبار د ۱۹۲۰ کال د فرورۍ په ۲۸ » اتحاد مشرقي « د همدې تاریخي غونډې په افتخار په مشرقي کې د
نېټه په خپرونو پیل وکړ.
دا لویه جرګه د ازادۍ ساتلو له پاره شوې وه، د کمیت له پلوه لویه وه، د کیفیت له پلوه سره له دې، چې د ټول
هېواد د مشرانو جرګه نه وه، خو اغېز یې عمومي او کیفیت یې لوړ و او انګرېزان یې مجبور کړل، چې د
هندوستان په مشورې کې له افغاني هیات سره د موضوع د هر اړخیز حل له پاره خبرو ته چمتو شي.
- د اساسي قانون لویه جرګه:
د افغانستان د خپلواکۍ او په څنګ کې یې د مشروطه او قانوني حکومت د ټینګېدلو له پاره منظمه روشنفکري
مبارزه له پخوا نه پیل شوې وه او د مشروطیت غورځنګ، چې په ۱۹۰۵ کال کې په منظم ډول را منځ ته شوی و
د وخت د تحت الحمایه پاچا له خوا په بېرحمۍ وکوټل شو، خو غلی نه شو او نور هم غښتلی شو، څو یې په نتېجه
کې پاچا را نسکور او د ازادۍ جهاد پیل شو.
د منلو او تصویب له پاره د ۱۹۲۳ کال د فبرورۍ په ۲۶ نېټه د ملت د مشرانو لویه » اساسي نظامنامې « د دې
جرګه را وغوښتله شوه، چې ۸۷۲ نماینده ګانو برخه پکې درلوده او د افغانستان لومړنی اساسي قانون یې تصویب
کړ.
دې قانون ۷۳ مادې درلودې، چې زموږ د هېواد سیاسي او اجتماعي بڼه، د خلکو حقوق، اداري تشکیلات او
اساسات یې ټاکلي وو. دې قانون خلکو ته د فکر د ازادۍ، د کار د ازادۍ، د خبرو د ازادۍ او د کور او حیثیت او
مصونیت وعده ورکړې وه او د قانون حکومت پکې اعلان شوی و.
د دې لویې جرګې کمیت او کیفیت دواړه لورو او د اساسي قانون په تصویب سره یې افغانستان ته د قانوني ودې او
پراختیا زمینه برابره کړه او هم د دې جرګې تر جوړېدو لږ وخت وړاندې د ۱۹۲۱ کال په اګست کې د دولت
شوری جوړه شوې وه، چې د هېواد مخور، عالمان، سادات او مشایخ پکې را غونډ وو، د قوانینو مسودې به یې
جوړولې او د ارګ په شمالي برج کې یې ځای ورته ټاکلی و.
- د پغمان لویه جرګه:
دا لویه جرګه د ۱۹۲۴ کال په جولای کې په پغمان کې جوړه شوه او د دولت خارجي تړونونه، روابط، کورني
قوانین او مسایل یې تر غور لاندې ونیول، لیکن په حقیقت کې دا لویه جرګه د منګلو د سر اخستنې په باب وه او
کوم اعتراضونه، چې دوی په قوانینو در لوده د هغو ترمیم وشو. په دې لویه جرګه کې ټول ۱۰۵۲ تنه را غونډ
شوي وو، چې ۲۳۱ تنه یې د دولت وتلي مامورین او پاتې یې د بېلابېلو ولایاتو خانان، سیدان، عالمان، شیخان او
ټاکلي وکیلان وو.
د جرګې مشري د وخت پاچا په غاړه وه او د هېواد پر ټولو داخلي او خارجي چارو مفصل بحثونه او پرېکړې پکې
وشوې دا جرګه د کمیت په لحاظ هم لویه وه او د اهمیت په لحاظ هم، ځکه لومړی ځل و، چې د اولس له نماینده
ګانو سره دولتي اسرار تر بحث لاندې ونیول شول او حتی دوی پرې وپوهول شول.
کله چې جرګې ته وړاندې کېدونکې موضوع د اهمیت او کیفیت له مخې لویه او پراخه وي له جرګې سره سم د
لویه کلمه زیاتېږي او لویه جرګه یې بولي، زموږ په تاریخ کې د لویوجرګو شمېره زیاته ده او په سلهاو جرګې شته،
چې مهمې تاریخي پرېکړې یې کړي او تاریخي ارزښت یې خوندي شوی دی.
د جرګې همدا اهمیت او ټولنیز ارزښت دی، چې افغاني حکومتونو )خصوصا تر خپلواکۍ وروسته( لویه جرګه د
ملت د ارادې په توګه په رسمیت ومنله او د راغوښتو ټاکلي وختونه یې ورته وټاکل، تر دې چې د ۱۳۴۳ کال په
اساسي قانون کې لویې جرګې ته یو ځانګړی څپرکی پرانستل شو ، په دې قانون کې پر لویه جرګه سربېره هغو
ټولو ادارو ته، چې د ولس له انتخاب او نظر سره تړلې دي د جرګې بشپړوونکی نوم ورکړی شو، لکه: د پارلمان
دواړو مجلسونو: ملي شوری او مجلس اعیان )سنا( ته د ولسي جرګه او مشرانو جرګه نوم ورکړ شو او په ولایتونو
کې، د خلکو جرګې ولایتي جرګې وبللې شوې او د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د کار انجمنونو ته د جرګه ګیو
نوم ورکړشو.
په دې ډول جرګه په رسمي توګه له ولس سره د تړلیو ټولو انتخابي بهیرونو له پاره وکاروله شوه.
مشورتي لویه جرګه چې د کابل د حکومت له خوا په ډیره بیړه کار ورباندې روان دي داسې تشریح شوی ده:
خو د مشورتي لویې جرګې وېبپاڼه کې لیکل شوي چې: "جرګه د قوم د مشرانو او مخورو هغې ټولنې ته ویل کېږي
چې په محلي، ملي، سیمه ییز او نړیواله کچه د پرېکړو او د هغو د پلی کولو واک ولري". دغه تعریف د جرګو
هغه رول ته په پام سره شوی، چې د افغانستان سیمه ییزو، سیاسي او بهرنیو مسائلو کې یې نقش لرلی دی.
دغه تعریف د افغانستان د اساسي قوانینو د لویې جرګې له تعریف سره توپیر لري. د ۱۳۴۳ اساسي قانون د غړو
جوړښت، واکونه او د جوړېدو څرنګوالی یې په یوه ځانګړي فصل کې تعریف شوی، خو پخپله جرګه په کې لنډه
تعریف شوې ده ."
د افغانستان اوسني اساسي قانون شپږم فصل یوسلو لسمه او یوولسمو مادو کې لویه جرګه داسې تعریف شوې ده:
لویه جرګه د افغانستان د خلكو د ارادې ترټولو ستر مظهر دى.
د لویه جرګه جوړښت
۱ د ملي شورا له غړیو
۲ د ولایتونو او ولسوالیو د جرګو له رئیسانو
۳ وزیران، د سترې محكمې رئیس او غړي كولاى شي د لویې جرګې په غونډو كې بې له دې چې د رایې
وركولو حق ولري، ګډون وكړي.
یو سلو یوولسمه ماده: لویه جرګه په لاندینیو حالاتو كې دایرییږي:
۱ د هېواد د خپلواكۍ، ملي حاكمیت، ځمكنۍ بشپړتیا او په سترو مصلحتونو پورې د مربوطو چارو په باب
تصمیم نیول.
۲ د دې اساسي قانون د حكمونو تعدیل.
۳ د دې اساسي قانون د )نهه شپېتمې( مادې له مخې د جمهور رئیس محاكمه كول. یوسلو دولسمه ماده: لویه
جرګه په لومړۍ غونډه كې، د غړیو له منځه یو تن د رئیس، یو تن د مرستیال او دوه تنه د منشى او دمنشي د نایب
په توګه ټاكي.
اوس مشورتي لویه جرګه چې د کابل د حکومت له خوا په ډیره بیړه کار ورباندې روان دي:
اول خو د افغانستان د اساسي قانون سره په تناقض کې هم د تعریف او هم د محتوا له نظره.
دوهم په دي کمه موده کي به لا محاله وي چې په رښتیا سره د ولسونو رښتیني استازي و پیژندل شي او بیا
راوغوښتل شي.
دریم له نوم څخه یې ښکاري چې کومه پریکړه نه شي کولی پدی چې هدف یې صرف مشوره ده دا به داسي وي
لکه د ابوالفساد حامد کرزى مشورتي لویه جرګه چې حضرت صبغت الله مجددی ورته ویل "امضأ کو رئیس
صاحب اگر نی مه خفه میشم استعفا میکنم از وطن هجرت میکنم" کرزی ورته وویل "برو بخیر پناه ات بخدا" نو د
دغه مشورتي جرګه راتلونکی همداسې دربولي، او دا امکان هم شته چې دغه جرګه بر خلاف د اجندا د داکتر
اشرف غنی څخه وغواړى چې استعفا وکړي او پر یوه مؤ قت حکومت فی المجلس فیصله وکړي نو دا ډول احتمالاتو
ته په کتو او هم د ځینو افغانی مشرانو ابن الوقتي ته په کتلو کیدای شي کوم داسې حیرانونکې کیسه داكتر
اشرف غنی ته ور جوړه کړی چې نه به منلي شي او نه به ردولی شي نو هغه کسان چی د اشرف غنی له تیم سره
ارتباط لري دا مطلب د ور ورسوي.
څلورم کله چی ارګ مشر مشورتي بورډ پرته له مشورې په عجله جوړ کړ ډیرو شخصیتونو هغه رد او له ګډون
څخه یې ډه ډه وکړه دیته په کتو ممکن ډیر مهم او مطرح شخصیتونه په مشورتي جرګه كې هم ګډون و نه کړي دا
به بیا بله ناکامی وي د حکومت لپاره.
د پاسنیو دلایلو پر بنیاد راتلونکي مشورتي لویه جرګه هسی ضایع د وخت او امکاناتو ده، صرف یو څو پلو
خوران، د چورلمان او د کابینې سرپرستان وزیران ) وزیران خو هسې د اشرف غنی په حکومت کی نشته ( به
پکې راټول شي ښاغلي ولسمشر به څو لوړې چیغې وکړي وسلام او نتیجه به صفر وي .
د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ په داسي حال كي چی بل دور د مذاكراتو همدا اوس په قطر کی روان دی
بیا ګورو چي د دولت استازو پكي نشته دی، دا مذاكرات كه څه هم نوى انكشاف دئ او ځینو ته ئې هیلي راټوكولې
خو د ناستي تركیب، د حکومت غیر فعاله دیپلوماسي او جنګي دریځ هغه همداسی چی د امریکا اوسني حکومت
اشتها د دوامدار جنګ نلری، د بندو دروازو تر شا مذاكراتو او ناڅرګند اجندا او د ځینو لوریو غیرمسئولانه
اظهاراتو؛ د هېواد دننه او بهر تشویشونه او اندېښنې راولاړي كړې دي.
په دې كي شک نشته چي افغان ولس له رواني بدمرغي جګړي ستړی شوی او باعزته سوله غواړي؛ خو داسي
سوله چي د بین الافغاني مذاكراتو او روغي جوړي په نتیجه كي رامنځته شي، د ناستي اصلي لوري افغانان وي، د
افغانانو د خوښي حكومت، د قانونمن اسلامي نظام تأسیس، ځمکنۍ بشپړتیا، ټولنیز او سیاسي عدالت، د ملي ګټو
خوندیتوب او د ملي ادارو تحکیم او ثبات تضمین كړي؛ نه هغه سوله چي شروع د بل خوندي جنګ وي، همغسي
لكه چي د شوروي ځواكونو د وتلو په وخت كي د ژنیو په مذاكراتو كي اصلي لوري مسكو، واشنگټن او اسلام آباد
وو، د كابل حكومت استازي هم بلل شوي وو خو د مجاهدینو په غیاب كي د سولي تر نامه لاندي داسي توافق
رامنځته شو چي یوازي د شوروي ځواكونو وتلو ته ئې پتمنه بڼه وركړه، مخكنۍ جگړي ته ئې په نوې بڼي كي د
دوام لار پرانسته، چي په نتیجه كي ئې ملي ادارې او بنسټونه ویجاړ، د نوییمي لسیزي ترخې پېښي رامنځته شوې
او همغي جگړي تر ننه دوام وكړ، یو شی باید واضیح کړم چی د جینوا په مذاکراتو کی د مجاهدینو تنظیمات قصدد
چودري جینیجو لخوا چه د پاکستان د هغه وخت صدراعظم وو په حاشیه کې پاتی شول او پرینښودل شول چی د
روسانو سره مستقیم ا خبرې وکړی با وجود د دی چې د مجاهدینو مشرانو ډیرې زیاتې هلې ځلې وکړې حتې د
حزب اسلامی مشر حکمتیار او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر سردار محمد یعقوب خان تر نمنځ شدید لفظي
برخورد صورت موندلي وو هغه همداسې چې د حزب اسلامي مشر ورته په ډاګه ویلي وو چې مری افغانان، جنګ
د افغانانو او روسانو تر نمنځ دی او موافقتنامه تاسې امضاء کوی دا کوم انصاف او منطق دی خو یعقوب خان په
ډیره تنده لهجه افغاني مشرانو ته ویلي وو موږ خپل مجبوریتونه لرو او د حکمتیار اظهارات زموږ په امور کی
مداخله ده موږ یی نه شو منلی، خو نن طالبانو د پرون مجاهدین ندي صرف د کویټه شورا د پاكستان د حکومت
ترکنټرول لاندی ده ولی مهمترین مشران یی اوس په قطر کی دی، مهاجرین هم دومره ندی د پاكستان د ننه لکه په
اتیا ومه لسیزو کی او د طالبانو اصلی جنګیالي په افغانستان کی دی نو زما په اند د قطر مذاکرات د جینوا تر
مذاکراتو د افغان ولس په ګټه دی د مخالفت پر ځای یي ښه ده چې ملاتړ یې وشي.
افغانان هیچا ته اجازه نه ورکوي چي د سولي له نامه په استفادې سره خپلې ناولې موخې په ملت تحمیل کړی،
ټاکنې مهمې دي خو پارلماني ټاکنې موولیدې چې څومره شرموونکې وې او متاسفانه حکومت یا که بهتره وویل
شي ولسمشر او ولسکشر ډبل عبدالله په ضعیف مدیریت هم ځانونه وشرمول او هم د ټاکنو غل کمیسیون، د ولسمشر
له عجایبو یو خو هم دا دي چې ټاکنیز کمشنرانو یی فاسدین وبلل او ټول یی برطرف او ممنوع الخروج کړل، او
اوس د څارنوالۍ تر تحقیق لاندی دی خو ټاکنې بیا مشروع دي چي علی اللعجب او سبا به همدغه غیر قانوني
پارلمان په خپلو چیغو پرانیزي او دا به یو بل ناورین وزیږوي، دېته په کتو نه ملت او نه هم احزاب په راتلونکو
ولسمشري ټاکنې چې د ارګ او سپیدار د ارایشخانې تر اشراف لاندی به کیږي باور لری طالبان خو لا پرېږده.
سوله قرباني غواړي او دې قربانۍ ته باید هر رښتینی افغان چمتو وي. که موقت حکومت یا د واک په جوړښت كي
هر ډول بدلون د ډاډمني سولي متضمن وي، باید پر وړاندي ئې خنډونه رامنځته نه شي ولو چې مؤ قت حکومت
ډېره ښه انتخاب ندي خو تر جعلي ټاکنو به پایلې ښې وی.
د بین الافغاني مذاکراتو او تلپاته سولي لپاره معقوله طرحه دا ده چي یو ملي، ځواکمن، باصلاحیته او د هېواد ټولو
مطرحو اړخونو ته د منلو وړ هیئت جوړ شي. دغه هیئت به د سولي لپاره د ملي اجماع د رامنځته کولو ترڅنګ د
مذاکراتو او د سولي په ارتباط د هري پرېكړي او وروستي تصمیم یوازینۍ عالي او معتبره مرجع وي. په دې سره
به په جګړه كي د ښكېلو اړخونو هر ډول بهانې له منځه ولاړي شي او روان مذاکرات به سوچه بین الافغاني بڼه
خپله کړي.
او همداراز د سولي او بین الافغاني مذاکراتو په اړه د امریکا متحده ایالاتو وروستي اقدامات او د خپلو ځواكونو د
ایستلو په اړه د دوى اظهارات تأئیدوو او په دې باور چې جنگ یوازي هغه مهال پاى ته رسېدى شي چي ټول
كورني او بهرني عوامل ئې له منځه ولاړ شي، لکه څنګه چي نن متحده ایالات هم د خپلو ځواكونو ایستلو ته چمتو شوي، هیله ده دا وتل د یوه معقول او د منلو وړ مهالوېش مطابق او مسئولانه ترسره شي، وتل ئې له افغان لوري
سره د توافق له مخي وي، او نه د شوروي ځواكونو د وتلو په څېر چي یوه اوږده جگړه ئې ترشا پرېښوده.
د ولسي جرګې له تقلب او درغلیو ډك تېر انتخابات، ناسالم مدیریت ئې، بدي پایلي ئې، د چارواكو لاسوهني، د
رغنده او شفافو انتخاباتو په ترسره كولو او د یوه صالح، موفق، معتبر او اهل كمیسیون په جوړولو كي د حكومت
بشپړه ناكامي، او له څلورو میاشتو تېرېدو وروسته هم د انتخاباتو د غیرثقه نتایجو عدم اعلان؛ هغه څه دي چي
افغانان ئې هم د انتخاباتو د افادیت په اړه بې باوره كړل او هم په دې اړه چې انتخابات كولى شي د بحران په حل
كي مرسته وكړي، د انتخاباتو دې ناكامي لوبي افغان ولس د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو او اړوندو بنسټونو د
كفایت او د حكومت د ارادې او عزائمو په اړه شكمن او اندېښمن كړي. تر ننه د دولت له لوري د راتلونكو انتخاباتو
لپاره نه كوم اجر أت شوي او نه كوم تیارى ورته نیول شوي، كله یوه نېټه اعلان شي او كله بله، ټول اعلانات او
اجر أت یو اړخیز او د څو چارواكو له لوري په خپلسر، غیرقانوني او له سیاسي گوندونو او د جمهوري ریاست له
نوماندانو سره له تفاهم او توافق پرته.
له بده مرغه اوسنی حکومت د ګڼو داخلي کړكېچونو ترڅنګ؛ د لویو ملي قضایاوو په سالم او رغنده مدیریت كي
پاته راغلی. د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې انتخابات له درغلیو او فساد ډك وو، په نتیجه كي ئې د واجد شرائط
افغانانو ډېرى د رأى كارولو له مسلم حق؛ قصد او عمد او د ناولو سیاسي عزائمو او موخو له كبله محروم كړى
شول، د ډېرو رأیي هدر ولاړې او د دوی استازو ولسي جرګې ته لاره و نه مونده. د جمهوري ریاست انتخابات هم
راروان دي، حکومت او کمیسیونونه ئې پر وړاندي سره له همدا اوس د تقلبي ټاکنو په مهندسۍ کار کوي نتیجه به
تر پخوانیو ټاکنو هم شرمونکې وي.
وماعلینااللبلاغ