افغانستان یو اسلامي هیواد دی او تاریخ په اوږدو کې یې د اسلام د مبین دین د ساتلو لپاره زیاتې قربانۍ ورکړې دي
دتاریخ په دغه اوږد پړاو کې داخاوره هیچا نه ده مسخر کړې او نه هم افغانان چاته تسلیم شوي دي
ولي د طالبانو د رژیم د سقوط ورسته د ولسواکي له شعارونو سره امریکایان د افغان خاوري قلمرو ته داخل شول .
په تیرو شپاړسو کلونو کې د امریکایانو کړنو ته په پام سره دوی پرته له تباهې او هلاکت بل څه له ځانه سره نلري .
دبیارغونې او ولسواکي شعارونه یې درواغجن دي او هیڅ حقیقت نلري امریکایان غواړي چې له دې ځایه سیمه ییز هیوادونه وګواښې او ستونزې ورته جوړې کړې .
پرته له شکه امریکایان به یوه ورځ له افغانستان څخه ځي موږ او ګاونډیان به پاتي یو نو افغان سیاسیون ته پکارده چه دامریکا په اشارو او دروغجنو وعدو دوکه نشي او له خپلو ګاونډیانو سره دې حسنه اړیکې وپالي.
دسیمې له هیوادونو سره ښې اړیکې ساتل د افغان ولس په ګټه ده او ښای د هیواد په سیاسي ، اقتصادي او امنیتي ثبات کې خورا مهم رول ولوبوي .
امریکایان په افغانستان کې دخپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره کار کوي دافغانانو په غم کې نه دي .
پر امریکا باور کول ستره تیروتنه ده که امریکا وغواړي چه په افغانستان کې ثبات راشي نو دلته امنیت یقیني کیږي او ټولې ستونزې حلیږي ولي امریکا دا کار نه کوي ځکه خپل خیر زموږ په شر کې ګوري .
زه وایم راځي دیوه سیمه ییز ځواک په توګه له روسي سره خپلې اړيکې جوړې کړي ځکه چې هر وخت مو په درد خوري او دغه کار دروسیه او افغان حکومت په ګټه تمامیږي.
لیکنه محمود ساپی