د استرالیا حکومت وايي په نایرو توقیف خونه کې پاتې څلور وروستني کډوال ماشومان یې تیره اوونۍ متحدو ایالاتو ته د بیا میشتیدنې لپاره ولیږدول او په دې سره دوی وتوانیدل چې له یادې توقیف خونې څخه ټول ماشومان په بریالیتوب سره تخلیه کړي.

د رپوټونو په اساس دغه ماشومان د تیرې جمعې ورځې په ماښام له نایرو توقیف خونې وویستل شول او له خپلو کورنیو سره متحدو ایالاتو ته انتقال کړی شول.

د استرالیا د کډوالۍ وزیر ډیویډ کولمن په دې اړه وویل، "دا څلور تنه د هغه دوه زره ماشومانو له ډلې څخه وروستني ماشومان ول چې یو وخت یې په نایرو توقیف خونه کې ژوند کولو. دا هغه وخت وه کله چې په ۲۰۱۳ کال کې نوی ایتلافي حکومت جوړ شو او له کارګر ګوند څخه یې واک ترلاسه کړ".

کولمن په یوه بیان کې وویل: "مونږ وکړی شول چې یاد ټول ماشومان له دغې توقیف خونې تخلیه کړو".

نوموړي وویل، "دا هغه څه دي چې ایتلافي حکومت پرې له اوږدې مودې ډیر کار کاوه، خو په خاموشۍ سره او په داسې طریقې سره ترڅو دا کار زمونږ د سرحدونو د ساتنې پر پالیسیو کومه منفي اغیزه نه ونکړي".

د استرالیا لومړي وزیر سکاټ موریسن هم په یو جلا بیان کې ویلي، ډیر خوښ دی چې د دې موخې په ترلاسه کولو یې حکومت توانیدلی.

موریسن ویلي، "یوازینی لاره چې نایرو ته د ماشومانو د بیرته ستنیدو مخه نیسي، دا ډاډ ترلاسه کول دي چې د سرحد ساتنې پروګرامونه باید موافقه وي او قاچاقبرو ته اجازه ورنکړل شي چې یو ځل بیا ماشومان په کښتیو کې سپاره کړي او د استرالیا په لور یې راولي".