د استرالیا د نایرو توقیف خونې د یو ایراني پناه غوښتونکي امید معصوم علي د مړینې په هکله د استرالیا د یوې محکمې لخوا تازه پلټنې په لار اچول شوي.

یاد پناه غوښتونکي په ۲۰۱۶ کال کې په نایرو توقیف خونه کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ استازو سره تر کتلو وروسته د هغوی مخته ځانته اور ورته کړی وه.

په تازه پلټنو کې د استرالیا د حکومت درې پخوانیو قراردادیانو چې هغه مهال یې په نایرو کې دنده درلوده، څرګنده کړی چې هغه وخت ډیری پناه غوښتونکي هلته له کمزوري مورال او ژورې ناامیدۍ سره مخ وه.

د دوی په وینا، ناهیلي او ناراضه پناه غوښتونکو ته ویل کیدل چې یوازې دوه لارې لري، یا به بیرته خپلو هیوادونو ته ګرځي او یا باید هغوی خپل ټول ژوند د نایرو په دغه کوچنۍ ټاپو کې تېر کړي.

بلال سبجوکي چې هغه مهال یې نایرو کې د یو قراردادي دنده پرمخ بیوله تیره دوشنبه محکمې ته وویل، د پناه غوښتونکو ناهیلي له دې امله وه ځکه هغوی د خپل وضیعت په هکله ناخبره وه او فکر یې کوه چې غږ یې څوک نه اوري.

نوموړی وویل، ده او ملګرو یې د پناه غوښتونکو ناراضیتوب او زړه تنګي احساسوله او په دې پوهیدل چې هغوی څومره په رواني ډول کمزوري شوي دي.

بلال زیاته کړه، دا یو داسې حالت وه چې ده او ملګرو به یې هڅه کوله ترڅو پناه غوښتونکو ته په درواغو په یو ډول هیله ورکړي.

د بلال په خبره د استرالیا سرحدي ځواک به له دې کاره منع کول او ورته به یې ویل چې پناه غوښتونکو ته باید ریښتیا وویل شي، ځکه هغوی د استرالیا د حکومت د یوې پالیسۍ له مخې نایرو کې ساتل کیږي او دا چې ترکله به دلته وي، معلوم نه دي.