دافغانستان د علومو اکاډمۍ د خبر پاڼې له مخې پوهاند ډاکټر مجاور احمد زیارد علومو اکاډمي د مشاور توګه ټاکل شوى او د روان کال د سلواغې په ۳۰ مه نېټه د علومو اکاډمي د مشاور په توګه د ولسمشر سلاکار لعل پاچا آزمون لخوا وروپيژندل شو.
په دې اړه غونډه کې د افغانستان د علومو اکاډمي د عمومي ریس په ګډون د اکاډمي علمي غړو او یو لړ نورو فرهنګیانو ګډون وکړ.
د افغانستان د علومو اکاډمۍ د خبر پاڼه وايي د هېواد پياوړی ژبپوه پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار د افغانستان په علومو اکاډمي کې د ژبپوهنې د سلاکار په توګه رسماً خپلې چارې پيل كړې .
په دې اړه جوړو شويو مراسمو کې چې (د ۱۳۹۷هـ ش کال د سلواغې ۳۰مه) تر سره شول ، په فرهنګي او ټولنيزو چارو کې د جمهور رئيس سلاکار پوهنوال دوکتور لعل پاچا ازمون، د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب او د اکاډمي پوهانو او څېړونکو برخه اخيستې وه.
د خبرپاڼې پر خبره لومړی د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز علمي منشي څېړنوال محمد اصف احمدزي د استاد زيار د تقرر په اړه پيشنهاد او د جمهور رئيس د منظورۍ متن ولوست چې د چارو ادارې له خوا په کې ليکل شوي دي:
«د جمهوري رياست د چارو ادارې لوی ریاست څخه په ۲۵/ ۹/ ۱۳۹۷ نېټه د (۳۴۵) ګڼه مکتوب د افغانستان اسلامي جمهوريت جلالتمآب جمهور رئيس ته په لېږل شوي پیشنهاد کې راغلي چې د عالي مقام د (۱۲۰۵) ګڼې او ۲۴/ ۸/ ۱۳۹۷هـ ش نېټې لارښوونې له مخې له پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار سره د ژبپوهنيز اطلس پروژه تعقیب شوه. له استاد او اړوندو لوريو سره له سلا مشورو وروسته دې نتيجې ته ورسېدو، چې د دغه مهم کار لپاره بايد د علومو اکاډمي په چوکاټ کې د ژبپوهنې يو مشاوريت ايجاد شي او له دغه ځای څخه د ژبپوهانو د يوې ځانګړې ډلې په همکارۍ پوهاند دکتور مجاور احمد زيار په مشرۍ د ژبپوهنيز اطلس چارې تعقیب او بشپړې شي. په دې سره به د ساينټيفيکې ژبپوهنې په برخه کې د يو مهم کار د بشپړېدو په لور مهم ګام واخيستل شي او هغه کار چې بشپړېدل يې څو لسيزې وړاندې پتېيل شوي وو، خو بدبختانه د جګړې له امله همداسې پاتې شو، اوس بشپړ شي. نو عالي مقام ته وړانديز کېږي چې د علومو اکاډمي په چوکاټ کې د ژبپوهنې په برخه کې د (ژبپوهنې مشاوريت) رامنځ ته شي او محترم پوهاند دکتور مجاور احمد زيار دې په نوموړي پست کې په بالمقطع توګه مقرر شي.»
دغه راز د افغانستان د علومو اکاډمي د پيشنهاد او د جلالتمآب جمهور رئيس محمد اشرف غني د منظوري په اساس، پوهاند دوکتور مجاور احمد زيار د علومو اکاډمي کې د ژبپوهنې د سلاکار په توګه ګومارل شوی دی.
خبرپاڼه وړاندې ليکي
د معرفۍ په دې ناسته کې پوهاند دوکتور لعل پاچا ازمون وويل، له ښه مرغه استاد زيار يو ځل بيا په خپل هېواد کې دننه اکاډميكو چارو ته مخه کړه، البته په بهر کې هم ده په علمي برخه کې کارونه کول او تردې مخکې يې هم د افغانستان د ژبو او فرهنګ لپاره ستر کارونه کړي دي، خو خپل هېواد ورته اړتيا لرله او د همدې اړتيا له مخې مو استاد ته بلنه ورکړه چې بېرته وطن ته راشي او استاد هم په ورين تنده دغه غوښتنه ومنله او هېواد ته راغی.
د پوهاند ازمون په وينا، موږ وياړو چې د استاد په څېر هستۍ لرو، دی چې جلا وطنه و، موږ د استاد په ارزښت پوهېدو چې کاشکې په علمي برخه کې راسره موجود وای.
ده زياته کړه، له پوهاند زيار څخه به موږ دلته ډېر څه زده کړو او له تجربو به يې استفاده کوو. موږ همدا اوس په پوهنتونونو کې د دوکتورا او ماسترۍ پروګرامونو د ژبپوهنې په برخه کې د استاد په څېر استادانو ته ضرورت لري، نو د پوهاند زيار له تجربو څخه به د افغانستان اکاډميکې ادارې خاصتا د علومو اکاډمي او د هېواد پوهنتونونه استفاده کوي.
ورپسې د افغانستان د علومو اکاډمي سرپرست رئيس څېړنوال شکېب له پوهاند زيار څخه مننه وکړه چې د علم او فرهنګ د خدمت لپاره د خپل عمر په وروستيو کې خپل وطن ته راغی او دلته به په علمي چارو کې له موږ سره همکاري کوي.
پوهاند مجاور احمد زيار بيا له ټولو د مننې په کولو سره د ژبپوهنيز اطلس په اړه معلومات وړاندې کړل او ويې ويل چې د دې اطلس د جوړولو له ډلې يواځينی ژوندى شخص دی او زياته يې کړه چې دغه اطلس يوه ملي وثيقه ده چې د افغانستان د څو دېرشو ژبو لهجې په کې شته دي او په دې اړه به کار کوي.