وایی یوه ورځ ښاغلي سیاف یو عرب شتمن مېلمه کړ . کله چې عرب د استاد دربار ته حضور راووړ، ګوري چې استاد په یوه کوشنۍ خاورینه کوټه کې پر پوزي پروت وو، پر خښته یې سر ایښی وو او تسبېح یې اړولې۔ کله چې عرب دا حالت ولید، زښته ډیر یې ورته وژړل او د ډالرو څو ډک بکسونه یې استاد ته ورکړل۔ په دې کیسه حکمتیار خبر شو . د دې لپاره چې استاد سیاف یې شرمولی وي، نو چل يې ورته جوړ کړ۔ استاد ته یې وویل چې یوه مېلمستیا وکړه۔ کله چې استاد ښه توده او غوړه مېلمستیا وکړه، حکمتیار همدا عرب هم ورسره بوتله . خو دا ځل مېلمستیا په هغه خاورینه کوډخه کې نه وه، بلکې په یوه ماڼۍ کې وه، د خندا شور او شرپ ان د سړک سر ته راوتلو . کله چې عربي شتمن دا حالت بیا ولید، یو ځل بیا یې زښته ډېر وژړل، خو دا ځل یې ځانته وژړل چې ولې داسې وغولول شو۔

اوس هم همداسې کېسې دي۔ د یو او بل غولول، د ولس او جهاد په نامه امتیاز اخېستل، د ولس ناموس خرڅول، خیانت کول، د یوه او بل لمن پور ته کول او د یوه او بل په ناموس ملنډې وهل . کله پر یوه او بل د پنجابي ټاپه لګوي، کله یو بل ته داعش وایي، کله یو بل ته طالب وایي، کله ناکله یو بل ته کمین نیسي او په یو بل ډزې کوي . . . . . ان تر دې پورې چې یو او بل ته ماشومانه سپکي سپوري کوي .

همداسې یې د سولې هڅې، د جمهوري ریاست لپاره ټاکنې، د وطن لپاره جوپړ، خپلواکي او . . . درواخلئ . خو له نېکه مرغه چې د دوی په منځ کې داسې نوماندان هم شته چې نه جګړه ییز شالید لري او نه هم د جهاد، مقاومت او اسلام ساتلو په نامه له مظلوم، مجبور او رټلي ولس څخه امتیاز غواړي .

په روان کړکېچن اکربکر (حالت) کې چې نه یوازې طالبان او بهرني ځواکونه د ټپي او پرهر پرهر ولس پر اووه لس کلنو ټپونو مالګه شیندي او نوي زخمونه یې پر زړونو ورداغي، ښایي چې ولس په بشپړه ځیرکۍ سره روان حالت تر غور لاندې ونیسي . په ځانګړې توګه د سولې روانې خبرې که څه هم چې د خوښۍ وړ دي او باید هر اړخیړه پلوي یې وشي، باید د ولس د عزت، خپلواکۍ، پرمختګ، شرعي او مدني حقوقو په بیه و نه لوېږي . د سولي په نامه د جنګي او جنایتکارو ډلو (تنظیمي ډلو) دلته او هلته غونډې نه یوازې دا چې د سولې په برخه کې مرسته نه کوي، بلکې د نظام پښې نورې هم لړزوي، د فساد، جرم او جنایت سبب نور هم ګرځي . تر ټولو څخه بده دا چې د افغانستان سیاسي، اقتصادي او نظامي ثبات او زور ګواښمنوي . د دې تر څنګ دغه کرغېړنې، مفسدې او ناکامه څېرې د خپلو جېبونو د ډکولو تر څنګ غواړي چې هغه فشار چې افغان دولت په تېرو دریو کلونو کې پر ګاونډیو اچولی دی، ګرد سره له منځه یوسي او خپله ابدي غلامي ورته ثابته کړي .

خو دا چې ولس ویښ دی او په نوماندانو کې اوسنی ولسمشر ښاغلی غني هم شته، نو تمه دا ده چې ولس به په پوره زړورتیا او ځیرکۍ سره غور کوي، خپله رایه به د خپلې او د خپلو ماشومانو په خیر کاروي او د ولسمشر غني ملاتړ به کوي . په ټولو نوماندانو کې یوازینی کس چې په ریښتیا به ولس ته لاس ورکوي، یوازې او یوازې ولسمشر غني دی . اوس د دې وخت را رسېدلی دی چې ولس داسې یو زعیم وټاکي چې په ریښتینې مانا سره د دوی د ستونځو لپاره حل او د ټپونو لپاره درمل شي . او دا یوازینی کس کېدای شي چې اشرف غني وي او دی .