د استرالیا حکومت وايي په خپله دې موخه کې چې له نایرو توقیف خونې څخه به ټول ماشوم کډوال تخلیه کوي، بریالې دی ځکه اوس په دغه توقیف خونه کې یوازې درې ماشومان پاتې دي.

دغه حکومت وايي، په ۲۰۱۴ کال کې په نایرو توقیف خونه کې ۲۲۲ ماشوم کډوالو شتون درلوده خو اوس هلته د دوو کورنیو یوازې درې ماشومان شتون لري.

یاد حکومت وايي، د دغه درې ماشومانو په هکله اړوند چارواکې په هڅه کې دی ترڅو هغوی هم له دغه ځایه ژر تر ژره راوباسي.

د استرالیا حکومت وړاندې ویلي و چې د نایرو توقیف خونې ټول ماشوم کډوال به ۲۰۱۸ کال ترپایه تخلیه کوي.

د رپوټونو په اساس، په تیرو څلورو میاشتو کې له نایرو توقیف خونې څه باندې ۱۰۰ ماشومان او د هغوی کورنۍ استرالیا ته لیږدول شوي خو د استرالیا د کورنیو چارو وزیر پیټر ډوټن وايي، دغه کسان به استرالیا کې د تل لپاره نه وي او هغوی ته به هیڅکله استرالیا کې د دایمي هستوګنې حق ورنکړي.

همدارنګه د یادونې وړ ده چې په نایرو او همداشان د استرالیا په دویمه توقیف خونه مانوس کې لا هم سلګونه لویان کډوال شتون لري چې بیامیشتیدنې ته په تمه دي خو د استرالیا حکومت د هغوی په هکله چوپه خوله دی.

د ګڼ شمیر ریپوټونو په حواله، په نایرو توقیف خونه کې تقریبآ ټول پناه غوښتونکي له جدي رواني ناروغیو رنځ وړي. د ډاکټرانو په خبره ډیری ناروغه پناه غوښتونکي د رواني مشکل له وجې له خوراک او څښاک ډډه کوي او آن خبرې هم نه کوي.