د سولي د محور اړوند د پښتون خوځښت سپیناوی:

پښتون خوځښت د جګړي ضد خپلواک ، مدني حرکت دی- چي په سېمه کښې ددښمن سره ستراتيژيکه ، فکرې ، روحې جګړه او مخالفت کوي.
ډیورند (Duland line) پر افغان هیواد یو تپل شوې غیر قانوني استعماري کرښه ده چي په سېمه کښي د پښتون وژني د دوام اساسي لامل دی. پښتون خوځښت په پښتونخوا کي د منظور پښتون په مشری د پښتون ژغورني خوځښت (PTM) په سیمه کي د جګړي ضد سراسري خوځښت بولي او پدي هڅو کښي ورڅخه بشپړ ملاتړ کوي. همدا رنګه د ښاغلی مشال خان ټکر په مشری د لوي افغانستان غورځنګ(GAM) څخه چي په سیمه او نړی کښي د لوی افغانستان د جوړولو دپاره مبارزه کوي په کلکه ملاتړ او مرسته کوي.
دا چي پدې ورستیو کښي د سولي د محور په نامه یو ډله چي په پلازمینه کابل کي یې دناټو د مرکز سره د سولي ترنوم لاندي غونډه درلوده،د پښتون خوځښت سره هيڅ ډول تړاو او تعامل نلري . د خوځښت هغه غړي چي د سولي محور سره ملګرتیا لري دا يي خپل شخصي تړاو او همکاري ده. دا کسان په هيڅ ډول د سولي محور په ډله او فعالیوتنو کښي د پښتون خوځښت استازيتوب نه شي کولای.
په سېمه کښي د جګړې او سولي اړوند د پښتون خوځښت دريځ د افغان د ویاړلي تاریخ د یرغل او خپلواکي د اساساتو پر بنسټ تعریف شوی دی. دا چي په سیمه کښي روانه جګړه ، استعمار او استمثار د غرب او ددوی د متحدینو د نظامي جګړي او مالي مرستی له لوري پر مخ وړل کيږي، نو پښتون خوځښت به هيڅکله دسولي، ثبات په نوم په هغه کړنو او غونډو کي برخه وانخلی چي د یرغلګرو د بهرنیو پالیسیو سره په تطابق کي جوړي سوي وي.

په درنښت
اجرایوي بورډ
پښتون خوځښت، کابل افغانستان