افغانستان او پښتونخوا کي د روان څو لسیزي جګړو او سولي اړوند پښتون خوځښت اعلامیه:
پښتون خوځښت چي د جګړي ضد مدني حرکت دی موخه يي د پښتون ځوان د وينې د تویولو بندول دې، د پښتون خوځښت مبارزه دپښتون ويښتابه،او دپښتون دښمن سره د ستراتيژيکه فکرې او روحې جګړه ده.. پښتون خوځښت د ډیورند Duland line تپل شوې استعماري کرښه د افغانانود ويش، په سيمه او افغانستان کې د سترو ستونځو بنسټ بولي اودغه استعماري کرښه يوه خيالي- مصنوعي کرښه بولي چې هيڅ ډول عملي، اجرائيوي ،حقوقي او قانوني مشروعيت او اعتبار نه لري پښتون خوځښت د تپل شوې کرښې دواړو غاړو ته پراته ولسونه یو واحد ملت ګڼي ، او د لوی افغانستان جوړونه خپله سپېڅلې دنده او وجیبه بولې. پښتون خوځښت په پښتونخوا کي پښتون تحفظ مومنټ د نړی د ټولو پښتنو سراسري مومنټ ګڼي او ورڅخه بشپړ ملاتړ کوي او همدا په سیمه او نړی کي د ثبات یواځیني حل لاره ګڼي. همدا ډول پښتون خوځښت د ټولو هغو خپلواکه ډلو او سیاسي مشرانو چي د ډیورند د کرښي د محوه کولو دپآره ریښتني او عملي هلي ځلي کوي ملاتړ او هرکلی کوي چي دلته د لوي افغانستان غورځنګ چي مشري يی مشال خان ټکر صیب کوي څخه ملاتړ او ورسره همکاري یادول اړین دی.
په افغانستان کي د سولي اړوند د نورو فعالو ډلو څخه په واضح توپیر سره پښتون خوځښت د پښتونولي د اصولو په رڼا کي خپلواکه لرلید او دریځ لري چي په مختلفو وختونو کي د بیلابیلو رسنیو څخه د ولس سره شریک کړل شوی. پښتون خوځښت به کله هم دسولي اړوند په هغو غونډو کي ګډون ونکړي چي د لوي افغانستان د ویشونکو او د ډیورند د کرښي د راښکونکو او ددغي منحوسي کرښي د ملاتړ کوونکو استعمارچیانو په مالي امکاناتو او ددوي د بهرنیو پالیسیو سره په تطابق کي جوړي شي.
وضاحت:
پښتون خوځښت د سولي محور په نامه د حرکت سره چي په پلازمینه کابل کي فعالیت لري کومه رسمي همکاري او تعامل نلري د خوځښت هغه غړي چي د سولي محور سره ملګرتیا او همکاري لري دا د هماغو لرلید او شخصي عمل دی چي په خوځښت پوري هیڅ تړاو نلري او دغه اشخاص سولي محور کي د پښتون خوځښت رسمي استازي نه دي او نه د خوځښت د استازیتوب حق لري او همدا ډول هیڅوک نشي کولاي چي د خوخښت د اجرایوي بورد د مشوري او اجازي پرته د خوځښت د ادرسه کومي بلی ډل سره جوړ جاړي او رسمي همکاري ولري.

درنښت
پښتون خوځښت (دجګړي ضد سازمان )