په تایلنډ کې د سعودي کونسلګرۍ له اسلامه د منکر شوې سعودۍ نجلۍ پاسپورټ ګرځولی او هغه یې د بنکاک پر هوايي ډګر د پاڼ او پړانګ ترمنځ پریښې.

اتلس کلنه سعودۍ، رهف محمد القنون چې له اسلامه د اوښتو تور پرې لګېدلی، اوس د بنکاک هوايي ډګر کې له هوټله وتلې ده. نوموړې هلته په يوه کوټه کې ځان بند کړی و.

د تايلنډ د کډوالۍ ادارې چارواکي وايي، رهف محمد القنون د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې تر "پاملرنې لاندې" له هوټله تللې ده.

وړاندې د تايلنډ د کډوالۍ يوه لوړ پوړ چارواکي ويلي وو، چې رهف محمد القنون ژوند ته د ګواښ له امله له هېواده نه ايستل کېږی.

رهف غوښتل له خپلې کورنۍ څخه استرالیا ته وتښتي، خو بخت یې یاري ورسره ونه کړه.

دغې نجلۍ ویلي، اسلام یې پرېښی دی او باوري ده که خپل هېواد (سعودي عربستان) ته ستنه کړلې شي، نو کورنۍ به یې ووژني.

دوه کاله وړاندې یوې بلې سعودۍ ښځې هم استرالیا کې د پنا اخیستو هڅه کړې وه، خو په فیلیپین کې بنده پاتې شوه او سعودي ته ستنه کړل شوه چې لاهم هغه په سعودي کې بندۍ ده.

د القنون کیسه پر خواله رسنیو، په تېره بیا ټویټر لاس په لاس کېږي.

د ۱۸ کلنې رهف په اړه پر ټویټر لیکل شوي، چې غوښتل یې استرالیا کې پنا واخلي.

رهف پر ټویټر خپل نوم، عکس او د پاسپورټ یوه کاپي خپره کړې ده چې وايي غواړي وښيي چې دا ''ریښتینې او موجوده ده.''

رهف په یوه ټویټ کې لیکلي "وضعیت مې لا پسې خرابېږي، په زور یې نا لوستلې پاڼې راباندې لاسلیک کړې."

رهف په یوه بل ټویټ کې ویلي: "زما پلار او د سعودي سفارت ما تورنوي چې ګني دماغي ناروغي لرم او څه چې کوم په خود کې نه یم، ان تر دې چې زما د روغتیا دوسیه یې په جعلي ډول جوړه کړې ده، حال دا چې زه رکه روغه یم، نړۍ ته وایم چې زه په ریښتیني خطر کې یم."