ښاغلی مټیق ( چونګښه)
د ماشومانو لپاره ناول په تېر پسې
لیکوال : پاول وان لون
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
پنځمه برخه
۵
سره ګلان
ښاغلی فرانس په داسې حال کې چې د سرو ګلانو یوه ګېډۍ یې په لاسو کې وه ، د دوي مخې ته درېدلی و ،او په خندا یې وویل : (( هلکانو ، دا ډېره په زړه پورې ده چې تاسو دلته ګورم !)).دنیس وویل : (( په رښتیا هم ډېره په زړه پورې ده )). ووتر بیا هم هماغه شان د اوبو د سطل په مینځ کې مټیق ته کتل او یو ناڅاپه وویل : (( دا څنګه کېدای شي ، تاسو څو شېبې مخکې مټی...))یو دم دنیس یوه کلکه لغته په پښو ورکړه او هغه اړ شو چې خپله خبره قطع کړي .دنیس وخندل او ویې ویل : (( څه ښایسته سره ګلان لرې ! دا چا ته وړې ؟ )) . د ښاغلی فرانس مخ لږ سور شو ، : (( هوکې ، هوکې ، دا باید یو دوست ته مې مو ور وړم ،ښه نو هلکانو زما تلوار دی ، خدای په امان تر سبا پورې )) .او په منډه له هغه ځایه ولاړ . دنیس د اوبو د سطل تر څنګ په زنکنو کېناست ،هاخوا مټیق د سطل په مینځ کې د ایښودل شویو ګلانو تر څنګ ناست و او بهر ته یې کتل .دنیس په قهر سره ووتر خوا ته مخ ورواړوو او ورته یې وویل : (( دا ټوله ستا ګناه ده چې داسې مو و انګېرله .)) .ووتر هم په قهر سره ځواب ورکړ : (( تا خپله وویل چې سترګې یې د ښاغلي فرانس په شان دي )) .هغوي څو شېبې یو د بل سره ناندرۍ ووهلې خو په پای کې خندا ورغله او ښه په لوړ غږ یې وخندل .دنیس وویل : (( که رښتیا شي نو ما او تا دواړو په ګډه همداسې فکر کاوه )).ووتر وویل : (( ښاغلي فرانس په دې مسخره ټوکې سره ، موږ ته ښه کار وکوت .)) .او بیا په فکر کې ډوب شو او ویې ویل : (( رښتیا ، هغه دا سره ګلان چا ته واخیستل ؟ )) . دنیس په خندا شو : (( خامخا به یې مېرمن سوزانې ته اخیستي وي )) . کله چې هغوي غوښتل خپلو کورونو خوا ته لاړ شي ، ووتر وویل : (( سبا به له خیره ټولو ټولګي والو ته دا کیسه وکړو )) دنیس وویل : (( څرګنده ده چې دا کیسه به کوو ، بیا به نو ټول وپوهیږي چې د ښاغلي فرانس ټوکې وې )) .ووتر لږ په کر کې لاړ او ویې ویل : (( موږ باید داسې وښیو چې د ښاغلي فرانس خبرې هسې ټوکې وې ، موږ دا هر څه ومنل چې دغه شان نورې خوندورې ټوکې بیا هم له موږ سره ولري .)).
نور بیا