په تېر پسې
ښاغلی مټیق ( چونګښه )
د ماشومانو لپاره رومان
لیکوال : پاول وان لون
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
دریمه برخه
۳
د ژویو د خرڅلاو مغازه
کله چې دتیس ، ووتر او سیتا له ښوونځي څخه د باندې ووتل پام یې شو چې ښاغلی فرانس د واټ په یوه ګوښه کې په چټکۍ سره ورک شو ،دنیس وویل : (( راځۍ ما پسې راځئ باید ویې څارو )) سیتا خپل ځای کې ودرېده : (( زه تاسو سره نه یمه ، دا ښه نده چې یو څوک وڅرل شي ، همداسې نده ووتر ؟ )) .ووتر لږ څنډ نه وروسته په شرمېدلې بڼه وویل : (( زما زړه غواړي وپوهیږي چې هغه په رښتیا هم یو مټیق دی او کنه ؟ )) .سیتا په داسې حال کې چې په قهرجنه بڼه له دوي څخه لرې کېده وویل : (( ښه نو ، بیا سبا ته یې ښوونځي کې راته څرګنده کړئ )) .ووتر سیتا ته وکتل او بیا د دنیس پرخواته ورروان شو ،=.ښاغلی فرانس د واټ پر مخ په لوړو ګامونو سره روان و ، ووتر او دنیس هم له هغه نه په لږ لرې واټن ، د هغه څارنه کوله ، او دې ته یې هم پام و چې ښوونکی یې و نه ګوري . ښاغلي فرانس کله کله د مغازو ویترینونو ته هم ورکتل او بیا به یې ژر ژر ګامونه واخیستل .ووتر وپوښتل :(( ښه نو دی چېرې ځي ؟ )) .دنیس وویل : (( نه پوهیږم ، خو خپل کور خوا خو نه دی روان ،ځکه کور یې په دې خوا کې نه دی .)) .او یو ناڅاپه یې د ووتر لاس کش کړ او ویې ویل : (( اوه لکه چې موږ خوا ته ګوري )).دواړه په منډه د یو موټر شا ته پټ شول .ښاغلی فرانس د ژویو ( حیواناتو) د خرځولو د مغازې وسترین ته ودرېد .هلکلانو د موټر د ښیښو له شا څخه ورته کتل او له ځان سره یې فکر کاوه چې هغه په دې هټۍ کې څه کوي ؟ .هغو کوپ کوپ د موټر ترڅنګ روان وول او همالته په ځمکه وغزېدل چې وکولای شي د مغازې وترین ښه وګوري . د وترین مینځ کې یو ډبرین مټیق د اوبو په یو حوض کې و چې د دړۍ پر سر یې داسې لیکلي و : (( مټیق ته یو حوض اوبه ورکړئ )) .دنیس غلي شانته وخندل : (( ښایي ښاغلی مټیق غواړي ځانته یو حوض اوبه واخلي )).یو نا څاپه ښاغلي فرانس هغوي خوا ته وکتل ږکله چې ویې غوښتل په زړورتیا سره خپل سرونه اوچت کړي ، که ګوري چې هغه یو دم ورک شو .هغوي په ځغاسته د مغازې د ویترین پر خوا منډه کړه، خو ښاغلی فرانس بس ورک شوی و.ډبرینه مټیق لا هم په خپل کوچني حوض کې ناست و .دنیس وویل : (( راځه ! )) .ووتر لږ ډار شوی و :(( غواړې څه کار وکړې ؟ )).دنیس په کراره وویل : (( غواړم وګورم چې ښاغلی فرانس دلته شته او کنه ؟)) .په مغازه کې یو څتنه اخیستونکي ول ، دنیس په داسې حال کې چې د هندي سپیانو او خوکانو قفسونو ته کتل ، هڅه یې کوله چې ښاغلی فرانس ومومي .ووتر هم د اوبو له کوچني حوض سره ولاړ و او په کې دننه مټیق ته یې کتل ، یو ځل ناڅاپه یې په لوړه غږ چیغه کړه (( دنیس !)) کله چې دنیس په منډه د هغه خوا ته ورغی هغه دنیس ته د ګوتو په اشاره کوم څه وروښودل ، دنیس چې ښه ځیر وکتل نو یو ژوندی مټیق یې ولید چې سر یې له اوبه د باندې ښکاري او په خپلو ګردو مردو سترګو سره یې هغوی ته کتل .ووتر وپوښتل : (( تا تر اوسه دغه شان یو مټیق لیدلی و ؟)) .دنیس په ژوره توګه ورته وکتل : (( نه ، په یاد مې نه دي )).ووتر وویل : (( او ښاغلی فرانس هم څو دقیقې مخکې ورک شو ! )) دنیس ډېر ژر خپل مخ ووتر خوا ته وګرځاوه : (( ستا موخه دا ده چې...)) ،ووتر په داسې حال کې چې ورسره منله ویې ویل : (( زما په اند ، پخپله همدی دی ، پخپله زموږ ګران ښوونکی ، ښاغلی مټیق )) .
د دریمې برخې پای
نور بیا