د استرالیا د ګارډین ورځپاڼې په یو تازه ريپوټ کې ویلي چې د پاپوا نیوګینیا په مانوس ټاپو کې د استرالیا د کډوالو له توقیف خونې درې تنه پناه غوښتونکي د درملنې په خاطر د پابوا نیوګینیا پلازمینې (پورت موریسبي) ته لیږدول شوي.

د ریپوټ په حواله، یادو پناه غوښتونکو په مانوس توقیف خونه کې د ځانوژنې هڅه ترسره کړې چې په پایله کې یې خپلو ځانونو ته په جدي ډول زیان هم رسولی.

ریپوټ وايي، په نوو انتقال شوو پناه غوښتونکو کې یو داسې کس دی چې مخکې له دې هم د درملنې لپاره پورت موریسبي ته وړل شوې وه خو هغه د درملنې تر بشپړیدو وړاندې بیرته مانوس ټاپو ته لیږدول شوې.

بهروز بوشاني چې یو ایراني الاصله کردستانی جورنالیست دی او اوس په مانوس ټاپو کې د یو پناه غوښتونکي ژوند تیروي د ګارډین ورځپاڼې ته ویلي چې د توقیف خونې پناه غوښتونکي او کډوال په ځانګړي ډول هغه کسان چې له پورت موریسبي بیرته مانوس ته انتقال شوي، اصلآ د استرالیا او د پاپوا نیوګینیا د حکومتونو د سیاستونو قرباني ګرځیدلي.

په مانوس توقیف خونه کې د ځانوژنې دا تازه هڅې پداسې حال کې ترسره کیږي چې وړاندې تر دې د پناه غوښتونکو او کډوالو مدافعینو او خیریه ټولنو لخوا د یادې توقیف خونې د وګړو د رواني روغتیا په هکله خبرداری هم ورکړل شوې وه.

خیریه ټولنو او آن د مانوس توقیف خونې ځینو موظفو ډاکټرانو د پناه غوښتونکو رواني او عصبي وضیعت په دغه ځای کې کړکیچن بللی وه او د استرالیا له حکومته یې د هغوی د روغتیا لپاره د جدي پاملرنې غوښتنه هم کړې وه.