فرستنده: راحله غفوری

"دافغانستان دهمبستګۍ ګوند له حکومت او نړیوالي ټولني غوښتنه کړي چې دفوټبال فدراسیون رئیس کرام الدین کریم باید په عام محضر کې غرغره شي. ددغه ګوند مشرې سیلۍ غفار، کریم یوه تیره کونکي وږي لیوه ته ورته بللی چې پر وینا یي پر وړاندي یي دنرم دریځ خپلول دافغانستان له ولس او تاریخ سره لوی او نه هیریدونکی خیانت دی. کرام الدین کریم باندي داسي بګنونکي تورونه لګیدلي چې کیدای شي دعمر قید له سزا سره مخامخ شي.

دګارډین ورځپاڼي سره په مرکو کې دفوټبال فدراسیون ښځینه غړو ویلي چې پردوي یي جنسي تیری کړی، جامي یي ترینه ایستلي او په مرګ یي ګواښلي دي. یوه نجلۍ خو لا دا هم ویلي چې کرام الدین کریم په جبر خپلي کوټي ته بیولي بیا یي بدلمني ور اړولي او کله چې سهار شوی دا یي تهید کړي چې که دا کیسه له چا سره شریکه کړي و به یي وژني.

اوس سیلی غفار وایي چې پخوا دکرام الدین کریم دمالي فساد په اړه ډیري خبري کیدي خو هغه مهال دنوموړي کیسه دحکومت دعالي رتبه چارواکو دمرستي په سبب سړه کړای شوه او له محاکمي وژغورل شو چې دا ځل باید داسي و نه شي. میرمن غفار وړاندي وایي: دغه کثیف او خاین کس چې په خپل ټول عمر کې یې یوه پټاټه په پښه نه ده وهلي له نظار شورا سره داړیکو په سبب لومړی دپنجشیر والي شو بیا ددفاع وزیر ددفتر رئیس او وروسته دفوټبال فدراسیون ریاست ته ورسید، زما په یاد دي چې نوموړي دافغانستان دفوټبال ښځینه لوبغاړو په باب یوه مستند فلم کې نجونو ته په قهر ښکاري چې ولي یي ټیکري نه دي په سر کړي خو اوس په خپله دی رسوا شو چې څرنګه په ماشومو او بي وسه پاکو نجونو جنسي تیری کوی او دهغوی راتلونکي له خاورو سره خاوري کوي.)

کرام الدین کریم او څلور نور همکاران یي تیره اونۍ له ملک څخه ممنوع الخروج اعلام شول. اوس دهغه دوسیه دلوی څارنوالۍ له لوري څیړل کیږي لیکن ویره شته چې دجمیعت ګوند ځیني بانفوسه اشخاص به په دې قضیه کې خپل واک وکاروي او دی به وژغوري."

---------------------------------------------------------------------
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و هر چه دقیقتر در راۀ مبارزه با فساد اداری!
به امید مبارزۀ هر چه سریعتر و دقیقتر با ایران محوری ها و پاکستان محوری های مخرب در افغانستان عزیز!
به امید دقت به کوچکترین واحد های کاری در هر ساحۀ کاری ما!
به امید اتحاد و وحدت هر چه بیشتر اقوام شریف افغانستان!
به امید تأمین حقوق زنان و تأمین حقوق تمامی اتباع افغانستان!
به امید صلح، ثبات، عدالت اجتماعی، قانونیت، ترقی و رفاه برای مردم رنجدیدۀ ما