په تېر پسې
ښاغلی مټیق ( چونګښه )
د ماشومانو لپاره رومان
لیکوال : پاول وان لون
پښتو کوونکی : یوسف هېواددوست
دویمه برخه
۲
پرانیستې خوله
ښاغلي فرانس لکه هغه چا چې وغواړي په لامبو کې لاندې غوټه ووهي ، په خپله سینه کې خپله ساه بنده کړه او یو ناڅاپه یې وویل : (( صبر وکړۍ ! لومړی باید تاسو قسم یاد کړۍ چې زما راز به هېڅ چا ته نه وایۍ )) . ټولو ټولګي والو سره یو ځای وویل : (( قسم یادوو )) .دنیس په داسې حال کې چې رخه یې کوله جیغه یې کړه : (( که همدا اوس دې خپل راز موږ ته و نه وایې ، نور نو ستا یوه خبره نه اورو )). ښاغلي فرانس د هغه پر اوږو لاس کېښود (( همداسې ده دنیس ! رښتیا ووایم چې زما راز ... زما راز دا دی چې زه کله کله یو مټیق ( چونګښه ) یم ، )).د ټولو ټولګي والو خولې له حیرانتیا برانیستې پاتې شوې .ښاغلي فرانس هغو شل خولو ته وکتل چې ده ته مخامخ پرانیستې شوې وې .د انه ماري په خوله کې په خوله کې د غاښونو د ډاکټرانو له خوا ایښودل شویو سیمانو ځلا کوله .د یاب د مخې غاښ ولیدلی و ، د دنیس په خوله کې د غاښونو تر شا یې سور رنګه ژاولې ښکارېدې ... ښاغلي فرانس وویل : (( ټولې خولې وتړۍ ، کیسه لا پای ته نه ده رسېدلې .)) دنیس په داسې حال کې چې خپل وېښتان شاته کاږل ، وویل : (( ښاغلی فرانس ! یو ځل بیا یې ووایه ، تاسو څه وویل ؟)) .ښاغلي فرانس وویل : (( ما وویل چې خولې وتړۍ )) .دنیس په نا آرامتیا سره وویل : (( ،نه ، مخکې له هغې تا وویل مټیق ( چونګښه ) څه مانا ؟)) .ښاغلي فرانس موسکی شو شو : (( هوکې ! ما وویل چې ځینې وختونه زه په یو متېق ( یوې چونګښې ) بدلېږم )) .سیتا له حیرانتیا څخه په ګردو سترګو ، هغه ته کتل او ورته یې وویل : (( تاسو رښتیا وایۍ ؟تاسو خو به په موږ د لیونیانو ګمان نه کوۍ ؟ )) .ښاغلي فرانس په داسې حال کې چې خپل سر ښوراوو ورته وویل : (( هوکې ! دا رښتیا ده زه کله کله یو مټیق ( یوه چونګښه ) یم .په ټولګي کې یوه درنه چوپتیا خپره شوه .ټولو زده کوونکو خپل ښوونکي ته کتل .ښاغلی فرانس تکړه ښوونکی و ، ښه درسونه یې ورکول او د دمې ( تفریح ) په وختونو کې به یې له زده کوونکو سره د ښوونځي په حویلۍ کې لوبې کولې . هغه تر اوسه هغوی ته دروغ نه و ویلي او زده کوونکو پر هغه بشپړ باور درلود .خو اوس هغوی ته سخته وه چې د هغه خبرې و نه مني .خو یوه خبره وه چې په مټیق باندې د هغه د بدلېدو خبره زده کوونکي ونه مني .ښایي دا د ښاغلي فرانس یوه بله او نوې لوبه وي هغه به کله کله زده کوونکو ته نوې لوبې ورزده کولې .دنیسص وویل : (( ښه نو دا په دې مانا چې تاسو له ښاغلي فرانس حخه په ښاغلي مټیق بدلیږۍ ؟ )).ښاغلي فرانس موسکا وکړه : (( ته زما پر خبرو باور نه لرې دنیس ؟ فکر کوې چې زه تاسو سره ټوکې کوم ؟ )) ، یوځل ناحاپه په همدې وخت کې د ښوونځي زنګ ووهل شو .ښاغلي فرانس خپل بکس پورته کړ او ویې ویل : (( سبا ته به په دې باب زیاتې خبرې وکړو ، خو هېر مو نشي چې خولې مو وتړۍ .زه زیات کارونه لرم او باید لاړ شم ، د اوس لپاره د خدای په املن )) .او مخکې له دې چې څوک څه وویلای شي ، دروازه یې وتړله او په چټکۍ سره ووت .انه ماري په حیرانتیا سره وویل : (( دا یعني څه ؟ په دې چټکۍ سره چېرته ځي ؟ )) ښاغلی فرانس به تل تر هغو پاتې کېده چې ټول زده کوونکي له ټولګي ووځي ، بیا به خپله هم ووت .ووتر وویل : (( خامخا لاړ چې په مټیق تبدیل شي .)) .دنیس په خندا شو او ویې ویل : (( تا د هغه خبرې ومنلې ؟ )) .ووتر وویل : (( باور وکړه تر اوسه په هېڅ هم پوه نه شوم . )) .سیتا وویل : (( هغه هېڅکله هم درواغ نه وایي )) .دنیس په مسخرګۍ وویل : (( زما په اند د هغه خبرې یوه ستره ټوکه ده )) آنه ماریه و پوښتل : (( ښه نو هغه په دې تلوار سره چېرته غوښتل لاړ شي ؟ )) .دنیس وویل : (( یوازې یوه لاره شته چې د هغه راز کشف کړو او هغه دا چې باید موږ هم ورپسې ورشو او هغه وڅارو چې غواړي څه وکړي ؟ )) . نور بیا