په مرکزي اسيا کې يو غرنى او په وچه کې راګير هېواد دى . سره له دی چی را تاو شویو غرونو افغانستان ته ښکلا ورکړی خو همدغو غرونو بیا په خپله خیټه کی ولس ته یی شتمنی ساتلی .له همدغو غرونو څخه پاکی او د څښاک اوبه یی یوه داسی الهی تحفه بللی شو چی ټول هیواد ته کرنیز پیداوار ورکولی شی او تر څنګ یی د بریښنا بندونه جوړیدلی شی. که چیرته واکداران د یاد هیواد زړه سوای او ریښتینی مینه له خپل هیواد سره ولری دوی کولای شی خپل هیواد او ولس له روان ناورین څخه وژغوری.د افغانستان غرونو کی داسی شتمنی پرته ده چی دا هیواد له تیارو څخه مخ په رڼایی بوولی شی.د افغانستان جغرافیایی جوړښت ته په کتو سره دا هیواد یو له بډایه او سرشاره هیوادونو څخه بلل کیږی. خوله بده مرغه د تاریخ په اوږدو کی داسی تش په نوم کسانو افغانستان کی حکومت کړی چی دوی یواځی ځان ساتنه،عیاشی،وژنی،جګړی،ترور،تعصب،غلاوی ،ولس په دښمنیو ککړ ساتلی او وخت په وخت یی په بیلابیلو نومونو سره یی کله په خپلو کی او کله هم له پردیو سره یواځی او یواځي د واک ساتلو او غځولو لپاره کارولی دی.مکاره دښمن د ژبی،سمت،دین ،مذهب او یا هم د غیرت په نوم له ملت څخه قربانی اخیستلی او نن یی د سیالانو له کاروان څخه شاته ساتلی دی.په وینو ککړ او له زهرو څخه ډک مشران پر دی توانیدلی چی تل له ولس څخه د ځان او خپل بادار په ګټه کار واخلی.دلته تل د دین او مذهب په نوم سره ،له ولس څخه کار اخیستل شوی او حال دا چی هغوی یی چی د واک او مذهب په نوم لمسوی هغوی نن د نړی له سترو قدرتونو سره ملګرتیاوی ساتی او خپل ولس یی نن د سیالانو جوګه ګرځولی دی.د عربو او ایرانیانو پریمانه پیسی او د دین په نوم سره فتواوو زمونږ هیواد او ولس داسی په لمبو کی وسوځاوو چی په سلګونه کاله له پرمختګ څخه بیرته پاتی شو.دوی نن په پرمختللیو تکنالوژی سمبال هیوادونه لری،چی ټول یی د افغانانو په مټ جوړ کړی دی.نن دوبی،قطر،جده،لبنان،اردن د نړیوالو د عیاشی بستر دی.نن ایرانیان د خپلو خلکو لپاره زمونږ پر بچو او ولس سوداګری کوی. دی شیطان صفتو شیخانو او اخندانو په خپلو هیوادونو کی دننه هغو افغانانو ته چی د یوی مړی ډوډی پیدا کولو لپاره د دوی هیواد ته تللی وو په ډیره ټیټه او بی رحمه سترګو وکتل،خو بلخوا بیا همدوی په افغانستان کی دننه افغانانو څخه د وخت زمریان جوړول او خپلو موخو ته یی ځانونه پری رسول.پر افغانانو واکداره چارواکی توانیدلی د ننګ،غیرت،ټوپک،توره او غچ اخیستلو فرهنګ د خلکو په منځ کی دود کړی.همدا زهر جن او مکاره واکدارانو د جهاد،کمونست،انقلاب،شراوفساد،یرغلګر او ورته نومونو سره د اور په لمبو کی ساتلی یو.همدوی مو کله له غرب سره او کله هم له شرق سره جنګوی. دا واکداران دومره په چل او نیرنګ کی پاخه شوی چی له مسجدونو،ښوونځیو،تکیه خانو،شاعرانو،ادیبانو او رسنیو څخه د ځان ساتنی او د واک غځولو لپاره ګټه تر لاسه کوی.له مسجدونو او تکیه خانو څخه یی زمونږ ځوانان ټول او د خپلو بادارانو په واک کی یی ورکړل.د افغانستان ځوانان دوی په کشمیر،ازربایجان،تاجیکستان،ایران،سوریه،یمن او لبنان کی وجنګول. افغانی ځوانان د پردی جګړی په لومړیو کرښو کی له منځه ولاړل هغه هم د مذهب په نوم،ښوونځیو کی یی قصدا داسی تعلیمی نصاب جوړ کړ چی له وړکتوب څخه زمونږ ماشومان باید له کرکی،پیغور او وژنو سره بلدتیا ولری.زمونږ شاعران او ادیبان داسی شعرونه او مقالی لیکی چی په هغو کی د چرسو،چلم،ټوپک او غچ اخیستنی پیغامونه پراته وی.
((ادم خان چرسی کټ می وباسه دالان ته ماته خوب نه راځی ــــچرسی جانان خمار،خماریم ــــکه دی بد راته وکتل سترګی به د وباسم ـــاو دی ته ورته نوری بیلګی))
دلته دا کارونه ټول د یوه منظم پلان له مخه تر سره کیږی.شاعران دی ته هڅول کیږی چی دا ډول شعرونه جوړ کړی. همدا شعرونه بیا سندرغاړی یی په خپلو سندرو کی وایی ،چی وروسته یی همدا ولس اوریدونکی شی او د ښامارانو د زهرو تر سیوری لاندی راشی.د هیواد ټولی رسنی د دوی په ولکه کی دی او هر یو یی د خپلی ګټي او د واکداری لپاره پکی له زهرو ډکی خپرونی جوړوی او خلکو ته یی وړاندی کوی.دا ناځوانه ښامارانو په کرتو،کرتو دا هیواد کله په ایران،پاکستان،عربو،روسانو او انګریزانو خرځ کړی او پری داړلی یی دی.
په یاده جغرافیه کی چی د یوه بیرغ تر سیوری لاندی ژوند کوو خو سره یو نه یو او نه مو پریږدی چی سره یو شو.دلته سړی،کورونه ،سړکونه ،پلونه،پلچکونه،ښوونځی،روغتونونه،بندونه،مسجدونه او ژوند په بمونو الوزول کیږی.دلته هر یو له بل څخه کرکه لری،دلته ټول یو د بل د وینو او بی عزتی تږی دی.د زهرجنو دومره زهر شیندلی چی د هری کورنی غړی یی په خپلوار سره د یو بل د چیچلو ګواښ کوی.دا واکداران دومره د خپلو خلکو د وینو تږی دی چی د روسی،امریکا او د ټولی غربی نړی وسلی یی پری وچلولی او په وار،وار یی په بیلابیلو نومونو سره یی د اجنبیانو په ولکه کی ورکړ. په میلیون هاوو وګړی د یاد هیواد له منځه ولاړل،ټپی او معیوب شول،په زرهاوو کورنه ویجاړ شول او په میلیونونه وګړی یی مهاجر شول.یاد هیواد په کرتو،کرتو وران ویجاړ شو.اوس یی خلکو ته کور په کور د بدی تخم شیندلی ،اوس دلته هر یو د بل د وینو تږی دی. دوی ټول د خپلو خلکو د وژلو او ژوندانه ټاپی په جیب کی لری.د پام وړ خبره دا ده چی ټول په یادو ناخوالو پوهیږی او د یاد هیواد هره کیسه ورته یاده ده خو له بده مرغه ټول پټه خوله او کتونکی د یاد حالت دی.د نړی ډیری هیوادونو ورته ترخی لیدلی خو وګړو یی د خپلو راتلونکو نسلونو او د خپل هیواد د سرلوړی لپاره ګام اوچت کړی او هر ډول قربانی ته یی ملا تړلی او خپل هیواد او ولس یی د سیالانو سیال ګرځولی.مونږ باید خپل ولس پوه کړو چی دا جګړی ولی او د څه لپاره وشوی او لا کیږی چی همدی ته په کتو سره زمونږ راتلونکی نسلونه ترینه وزغورل شی. دلته اصلي ستونزه جګړه نه بلکې هغه ایډیالوژي ده چې دا جګړه یې رامنځته کړې او دغه ایډیالوژي هم موږ ته له عربی هیوادونو،ایران او پاکستانه راغلې ده. په یادو هیوادونو کې د دې ایډیالوژۍ پیروان او پالونکي یوشمېر ډلې، ګوندونه، مدرسې او ملایان دي، خو هلته ورسره یوشمېر نور منځلاري مسلمانان او دیني عالمان په مبارزه کې اخته دي، نو له همدې امله پر هغو ټولنو یې کم اغېز ښندلی دی.که چیرته دینی علماوو،استادانو،رسنیو او شاعرانو ته د ملی روحی پاللو په اړه حکومت دنده وسپاری دا هیواد ډیر په اسانه له ناورین څخه ژغولی شو او کولای شو په ډیر کم وخت کی د نفاق او بدمرغیو شیندل شوی تخم لری کړو. لکه څرنګه چې هیواد هر وګړې ته ګران وي باید په هیواد کې د ولس مشترکاتو ته هم د هیواد په څیر درناوی وشي.دلته ټول قومونه سره ورونه وبلل شی،دلته د هر قوم او مذهب درناوی وشی.نن په ټوله غربی نړی کی د بیلابیلو ملتونو اوسیدونکی سره د یوه ملت په توګه ژوند کوی هغه ځکه چی مشرتابه یی د هیواد ګټو ته ژمن دی او ښه بیلګه یی هم همدا کیدلی شی چی نن د نړی له هر ګوډ څخه هغه خلک چی
ځانونه په خپل اصلی ټاټوبی خوندی نه احساسوی او دوی مخه کړی غربی نړی ته،نو راځی که چیرته مونږ د نورو کوربه توب نشو کولای خپل ولس خو وژغورو.
نوت:به درنښت سره هیله کوم دا غږ راسره بدرګه کړی مونږ کولای شو خبل ولس او هیواد وژغورو.
مننه