د موئقت حکومت پیشنهاد د لمړي وار لپاره ابوالفساد حامد
کرزی هغه وخت مطرح کړ چی د داکتر اشرف غنی او عبدهللا تر مابین دوړونکي او بایلونکي ناندري روانې وې
او غوښتل یی یو وار بیا د خپلې شرمیدلې سیطره لپاره یو مجوز پیدا کړي خو جان کري خپل ماډل حکومت چی په
هیڅ ملک کی چا نه ولیدلي افغانانو ته جوړ کړ او منفي تاثیرات یی افغانان په پوست او هډکیو تر نن پوري لمس
کوی ، بیا وروسته کله چی اشرف غني مفتخواره ، مفسد ، ناکاره شمالي لومپنان له ارګ څخه وشړل هر یوه یی د
مؤقت حکومت غوښتنه کوله خو ضیا مسعود یی سرالري وو .
دا د یادونې وړ ده چی موئقت حکومت د بهرنیو هیوادو لکه ایران او پاکستان ارزو هم ده تر څو اشرف غني پدی
شکل له قدرت خلع کړي او هغه پالیسي چی اشرف غنی د افغانستان د اوبو دمهار کولو ، د نویو ترانزیتي الرو
جوړول او بالخره له افغانستان څخه د یوه عمده ترانزیتي هیواد د جوړولو پالن لري حسود ګاونډیان یی نه شی
زغملي ، لدی امله هم ایران او هم پاکستان ورسره مخالف دي. او دا مفکوره د مؤقت حکومت یی د خپلو مزدورانو
په خولو کی ورکړیی .
اوس هم چی د طالبانو سره د سولې خبرې په ابتدایی مراحلو کی دي ایران ، پاکستان ،کرزیان او شمالیان له کور د
ننه او بهر د خپلو البیانو په واسطه دمؤقت حکومت مفکوره غواړي افغانانو او نړیوالو ذیدخلو سیاسي کړیو ته د
عاجلې او موءثرې نسخې په شکل ور په ګوته کړي .
شمالي ټلوالې وار د مخه لکه د بن په اوله غونډه کې د خپلې خوښې څیرې د عالم او بیطرف او تکنوکرات په خوږو
او جازبو القابو وار له مخه خلکو ته معرفی کړې وې دا وار یی هم داسی څیرې معرفی کړي دی چی اکثریت یی
بغیر له ابوالفساد کرزی منتظر د عزرائیل ع دي لکه عبدااستار سیرت، بعضی خلک د سیرت صاحب نوم اخلی زه
دسیرت صاحب په شخصیت او علمیت ایراد نلرم خو دا خلک خبر دی چی سیرت صاحب څو کلن دی هغه یو اتیا
کلن دی او بل ایا اوس د سیرت صاحب روحی او جسمی حالت یی ددی دی چی د افغانستان بحرانی حالت ته اوږه
ورکا ؟او که هسی اوبه نادیده موزې مو له پښو ایستلي .
څلویښت کاله مخکی مو هم یو کس او یو فارمول تجربه کړ ! یعنی پخواني ټولواک محمدظاهرشاه او لویه جرګه مو
د افغانستان د بحران حل الره ګڼله ، بالخره ظاهرشاه مو هم ولید چی په داسې عمر او حالت کی راغي چی په جسمی
او فکری لحاظ داسې ډبیدلي وو چی کی رښتیا یی څوک دوستان وی نو پدې شیخ فانیتوب به زحمت نه ورکولو خو
مداری او ابوالفساد کرزي د خپل اقتدار د ټینګښت په خاطر بیچاره ته زحمت ورکړ خو کومه بی مورد او بی ځایه
توقع چی ځینو افغانانو د پاچا له راتګ لرله هغه هم بابیزه وختله او شمالي ټلوالې هغه وخت د پاچا دومره سخت
مخالفت وکړ چی حتې د سمبولیک ولسمشر په پوزیشن کې یی هم و نه منلو ، او بالخره همغه دلویی جرګې شوقیان
اوس انتخابات خپل لوی شهکار د تاریخ ګڼی حال دا چی د روسانو له وتلو سره سم ځینې کړیو انتخابات د حل الره
ګڼله خو همدغه کسانو لویه جرګه د حل بهترینه وسیله ګڼله او په ملی او نړیواله سویه یی د ټول ټاکنو مخالفت کا دا
دی او اوس بیا همغه کسان دا ډهل په درځ وهي چی سیرت صاحب او موئقت حکومت د افغانستان د کشالې یوازیني
حل الره ده.
موږ افغانان عجیب خلک یو نور خلک مخ په وړاندې ځي موږ په شاتګ کړو له خپلو تاریخي اشتباهاتو پند نه اخلو
دغه موئقت حکومت خو په نورو ملکو کې نشته صرف دا مظلوم افغانان د دا ډول حکومت شوقیان دي او بیا تر
اوسه یو ددغه موئقتو حکومتو کامیاب نه وه د مجاهدینو له اول عبوري حکومت څخه نیولي بیا د ابوالفساد کرزي تر
دورې ، خو اوس هم که سوله ورباندې راتلي شي په سر او سترګو مو منلي ، خو چی داسې کس وی چی د اکثریت نماینده ګي وکړی شي او بیا افغانستان کی خو قحت رجال ندی چی تنها سیرت صاحب جامع الکماالت دی مشکالت
به حل کړي او افغانستان به ګل ګلزار شي په نني افغانستان کی نور کسان هم شته دی چی دا بار تر منزله ورسوي.
او یو بل چا دا پیشنهاد کړی وو چی سیرت صاحب اذبک دی او د اقلیتو څخه دی ښه دی چی مشر شي نور به دا
طلسم مات شي چی پښتون باید حتما" مشر وی ، زه دغه محترم ته داسې عرض لرم چی ستاسو نسخه له نن څخه
۴۰ کاله مخکې روسانو تطبیق کړه کارغل وطنفروش او سلطان علی ګوسپند یی د اکثریت پښتنو پرضد قدرت ته
ورسول نتیجه مو ولیده بیا پاکستان ،ایران ،روس او امریکا اقلیت تاجک بحران الدین جنګاني او احمدشاه پار دریایی
یی په ارګ ور دننه کړل خو د حکمتیار له الس یی پاچایی د ډکو په سمڅو کی کوله او بالخره طالبانو په کوالب ور
دننه کړل ، بیا دا اتلس کاله ټوله دنیا همدا اقلیتونه پالي خو وطن جوړ نه شو پدې چی دافغانستان د موجوده اقلیتونه
په اصظالح مشران دومره ځان پالي دي چی بغیر له ځانه بل هیڅ قوم ته ارزش نه ورکوي او په همدې لحاظ استعداد
او توانایی د حکومت کولو نه لري حکومت په قرباني او ځان تیریدنې کیږي نو فلهذا دا فارمول د اقلیتو په ثبوت سره
ناکام دي زعامت او اقتدار باید د اکثریت سره وي ورنه لدی اقلیتو شړیو وړي نه جوړیږي .
زما مشوره طالبانو ته دا ده لکه څنګه مو چې د جګړې په میدان کی خپل قوت او توان وښود اوس وخت د سولې دي
نړیوالو ته یی معلومه کړي چه هم د جنګ قهرمانان یاست او هم د سولې لدې ناکاره دوه سري حکومت چی هسې
هم په خالصیدو دي له شراکته څخه ډډه وکړي ولو که ډیر ښه پوستونه هم تاسو ته پیشنهاد کړي ، او هم له موئقت
حکومت څخه تر اخري توانه ډډه وکړي پدې چی شر و فسادیانو ته یوځل بیا دا چانس په الس ورځي چی د ملت په
اوږو ځانونه بار کړي .
بهترین بدیل په راتلونکي ولسمشري ټاکنو کې د یوه قوي ټیم جوړول دی چی ښه مسلمانان او وطنپالونکي کسان پکې
شامل وي بری مو اتیا په سلو کی تضمین ده.
ملت له جګړو سټړي دی صرف هغه کسان چی د ملت سره دښمني لري دا اوتې بوتې بولي چی سوله په کوم قیمت
د اتلسو کالو السته راوړنې... باید په اوبو الهو نه شي دا او دیته ورته خبرې. خو اوس د امریکا جمهور ریس دونالد
ترمپ قاطع تصمیم نیولي چې د افغانستان د سولې پروسه به د بریا تر پولې رسوي اوس د طالبانو او د کابل دحکومت
په چارواکو ارتباط لري چې څومره لدې فرصت څخه استفاده کا.
په ګران افغانستان کې د دایمي سولې په هیله!