په ۲۰۱۶ کال کې د استرالیا پخواني لومړي وزیر مالکم ټرنبل د امریکا له پخواني ولسمشر بارک اوباما سره د کډوالو د تبادلې یو تړون لاسلیک کړ ترڅو له استرالیا څخه د باندې د مانوس او نایرو ساتنځایونو کډوال په امریکا کې ځای پر ځای کړي.

د بیا میشتیدنې د پروګرام له مخې د امریکا حکومت هوکړه وکړه چې د مانوس او نایرو ۱۲۵۰ کډوال به د نوي ژوند لپاره امریکا ته بیايي خو په بدل کې به استرالیا د امریکا په خوښه یوشمیر کډوالو ته په استرالیا کې د میشتیدنې حق ورکوي.

د تړون له لاسلیک څخه شاوخوا یو کال وروسته د کډوالو لومړنۍ ډله د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر په میاشت کې له نایرو څخه امریکا ته وليږدول شوه او بيا دویمه ډله کډوال د ۲۰۱۸ کال په جنورۍ میاشت کې په امریکا کې ځای پرځای شول.

راپورونه ښايي چې تر اوسه پورې شاخوا ۳۰۰ پناه غوښتونکي د نایرو او مانوس له ساتنځایونو څخه امریکا ته تللي خو د نایرو ولسمشر اوس دا ادعا کوي چې په امریکا کې ځای پرځای شوي کډوال هلته خوښ ندي او غواړي بیرته نایرو ته را ستانه شي.

د نایرو ولسمشر (بارون واقا) وايي، متحده ایالاتو ته له لیږلو شوو ۳۰۰ کسانو څخه ۴۰ کسانو د نایرو له حکومت سره اړیکه نیولې ده او د بیرته راستنېدلو غوښټنه یې کړې.

داچې ولې ځيني کډوال له امريکا څخه د نایرو ټاپو غوره ګڼي پدې اړه ولسمشر واقا وايي، « نایرو کې ژوند ارامه او هوسا دی، هوا او اقلیم یې متعدل دی او تر ټولو مهم د توکو بیې ارزانه دي، خو برعکس په متحدو ایالاتو کې ژوند خورا ستونزمن دی او د کار او دندو د موندلو لپاره سیالي هم ډیره ده.»