طنز
محمود نظری

دغوث الدین خیشاوه
که وزیر غل دی مل یې هغه راوستلی
پیریې تر دې څوکۍ هغه دی راکښلی
باید دهغه له مرشد ه وسي پوښتنه
په څو يې په دې څوکۍ دی کښېنولی
دپاک مشر مادون غل کیدای نسي
دپاکی مور زوی ارمونی کیدا ی نسي
***
د ټولو وزیرانو کار لکه دغوث الدین خیشاوه ده
واښه پریږدي بوټي باسي دورځې کار یې یوه بسواسه ده
لکه موږک په لټه د قروتو یې هر کونچ کې کښه سږمه ده
بل کار نسته نسواریې بهرته د تلوراتلو ډالري سفریه ده
کوم بنیادي کار وزارتونو کې بیله رشوت اختلاس نسته
دهغو کار یوازې خیانت سبا راسه، قلمانه او ډووه ده
هر چکه چور، قاتل او خاین په ارګ کې شریک سوی
پر هره څوکۍ د خډلو سپو سمه دمه خړاوه ده
هر یو مقام غواړي خپل زوی، اخښې او کړوسي ته
د یو په لاس کي دکیري سوټی د بل د وحدت سیلاوه ده
په دې وطن کې هر ې خوا ته صافي ړني اوبه بهیږي
ددې ظاليمو دلاسه زموږ دښته مځکه چولاوه ده
موږ له چا څخه و چاته ګیله او شکوه وکړو یارانو
د پسو نو څیرل د خونکارو لیوانو غریزي شیوه ده
داو طن دا وطنپلورنکي وحدتيان کله ودانولای سي
چې له ناکامه پلاره زوی ته د هغه څوکۍ د ارث بوخچه ده
خړاوه ( دسپو جنګ) ډووه ( سوغات)