د تاریخي څرګندونو څخه په تېرېدنې سره،یواځې د وروستیو څلور لسیزو په اوږدو کې زمونږ هیواد د وخت د دوو ځبر ځواکونو یانې پخواني شوروي اتحاد اود امریکا متحده ایالاتونو له خوا دتېریو سره مخ او ښکیل شوی دی.ډېره دافسوس او شرم خبره داده چې دغه دواړه یرغلګر او ښکیلاکګر هېوادونه د دوی په مټ د سیاسي واک په ګدۍ کښېنول شوو دولتي واکمنو کړیواو د دولت تر څنګ ولاړو سیاسي، مذهبي اوزده کړو لرونکو او یا په اصطلاح روڼ اندو له خوا د ټولو ملي ارزښتونو خلاف دوستان بلل شویدي،خو د دغو یرغلګرو ضد ځواکونه بیا دښمنان یاد شویدي.ایا د خپل هېواد ښکېلاکګر دوستان بلل د خپلو ملي ارزښتونو او خلکو سپکاوی نه دی ؟ ایا ددغه ډول کړیو د مشرولۍ ،شهرت،شخصیت او ملاتړد پاره تبلیغات او نورې هلې ځلې ناروا او دهېښتیا وړ نه دي؟ تصادفي نه ده چې دنورو عواملو تر څنګ د همدغو ګوډاګیو کړیو دشتون او ورڅخه د ملاتړ په وجه یو ښکېلاکګر لا وتلی نه ؤ چې بل راننوت او ښکېلاک پسې غځېږي .دوی د ښکېلاکګرو د تبرګو لاستي دي.د ښکېلاک په دغه ټوله موده کې د همدغو کړیو له خوا ډېر څه او ډېرشیان په خپلو اصلي نومونو نه دي یاد شوي ،یرغلګرو ته مرسته کونکي،ښکېلاکګرو ته ازادي بښونکي،بل واکۍ ته خپلواکي،ګوډاګیانو ته دخپل واک او ارادې لرونکي ،وطن پلورونکو ته وطن پالونکي، د خپل ولس وژونکو ته د وطن ساتونکي او اتلان .....ویل شوي او ویل کېږي . ماته خوهیڅ پته نه شته چې دنړۍ په کوم ګوټ کې دې یر غلګر او ښکېلاکګر دوستان بلل شوي وي.
دغه ټولې کړۍ په واقعیت کې د پردیو په څارګریزو جالونو کې نښتي، پردیپال ،وطن پلورونکي،د پیسو او سیاسي واک لېونیان، غله، مفسد ین، جنایتکاران،لومپن ،معامله کونکي،د خلکو او وطن په وړاندې خیانت کونکي اوجفا کونکي دي.دوی نه یواځې دا چې په خپله د اجیرانو په توګه دپردیو په چوپړ کې دي،بلکې دیرغلګرو سره په ګډه دبې لارې کونو تبلیغاتو ،وېرې خپرولو،بندیانولو،وژنواو نورو مختلفو لارو څخه دځانونو
په څېر ولسونه هم د دوستانو او مرستندویانوتر نامه لاندې پردۍ پالنې،
بل واکۍ او ښکیلاک منلو ته هڅوي،ملي روحیه یې ځپي ،د تاریخي ، فرهنګي اوملي ارزښتونوله منځه وړلو په وړاندې بې تفاوتۍ ته هڅوي .
دپردي پالو او ګوډاګیانو ماهیت یو شی دی،دلته دا کومه مانا نه لري چې دوی دسرو ګوډاګیان دي او که دتورو اویا هم د سپینو او شنو.پردي پال عقیدې، ایډیالوژۍ،مذهب او ملي ارزښتونو ته کومه وفاداري او ژمنتوب نه لري . د دوی طیف ډېر پراخ دی،یانې کیڼ اړخي ،ښي اړخي تکنوکراتان ، اسلام پال او ملت پال ټول په کې شته دی .
د شوروي ښکېلاک دوخت ګوډاګیانو سروال ببرک کارمل به ویل که دشوروی اتحاد( انترناسیونالیستي مرستې!!!) نه وی ،نو افغانستان به نور د نړۍ د نقشې په مخ نه وی،او دشوروي یرغلګرو لښکرودوتلو هم کلک مخالف ؤ.دامریکایې ښکېلاک دګوډاګیانو سروال محمد اشرف غني وایي،که د امریکا (مرستې!!!)نه وي ،نو مونږ په دریو میاشتو کې نسکوریږو.دا پرديپال نه یواځې دا چې د امریکایي پوځونو د وتلو کلک مخالف دي بلکې دامنیتي تړون په لاسلیک کولوسره یې د ناټاکلې مودې دپاره د یرغلګرو پوځونو دپاتې کېدو په موخه نهه پوځی اډې په واقعیت کې په وړیا توګه ورکړې دي.د خپلو خلکو د وژلو،بند یانولواوپه کورونو چاپو اچولوسره یې هو کړې ده.افغان وسله وال ځواکونه په تېره بیا صفر-یو، کمپاین او ځانګړي ځواکونه د امریکایي پوځونو سره په ګډه د بې ګنا ه افغانانو وژنې په سیالۍ بوخت دي. افغان دولت نه یواځې دا چې په دغو وژنو پټه خوله دی،بلکې د دفاع وزارت جنرالان ویاندویان خو لا د امریکایي پځونو له خوا د وژل شوو بې ګنا ه افغانانودوژنې مسولیت هم په خپله غاړه اخلي. تر دې هم نور لوی ذلیلتوب او لوېدنه شته؟ بر سېره پر دي افغان واکمن دیرغلګرو دوستانو!! په لارښونه دډیورند فرضي کرښې په اوږدو کې د تاسیساتولکه دروازوجوړولو ،خندقونوایستلو او اغزن تار ونو په غځولو ،چې ټول لګښت یې امریکا ورکړی دی ،هیڅ ډول غبرګون نه دی ښکاره کړی.دامریکا دمشرانو جرګې ځیني غړي وایي چې افغان دولت ته دې مرستې په دې شرط ورکړل شي چې د ډیورند کرغېړنه کرښه په رسمیت وپېژني،خو بیا هم افغان دولت پټه خوله او کوم غبرګون نه ښکاره کوي .دیادونې وړ ده ،دغه کومې مرستې چې دسنا جرګې غړي یې یادوي، دغه دافغان ولس سره مرستي نه دي، بلکې په حقیقت کې دافغان وژلو په بیه د ترهګرۍ تر نامه لاندې د امریکایي جګړې دمخته وړلو لګښتونه دي،خو په بدل کې یې په ډېر استکبار د ملتونو دبرخه لیک ټاکلو حق په پښو لاندي کولو سره د ډیورند دفرضي کرښې په رسمیت پېژندنې شرط وړاندې کوي.
پورتنیو واقعیتونو ته په کتو سره دې پایلو ته رسیږو چې :
۱----افغان دولت چې په فساد یې بنسټ کېښودل شوی دی اوپه واقعیت کې د خپلوانو یو جال اودامریکا اجیر مامورین او ګوډاکیان دي، باید په دې باور ولري چې،هغه سیاسي—دولتي چارواکي چې د یرغلګرو پوځونو په مټ د واک په ګدۍ کښېنول شوي او ساتل کېږي هغه پایښت نه لري، او که کوم بری دپردو په زور تر لاسه کوي ،هغه ریښتینې بری نه دی،ځکه په دغسې بري سره د همدغو پردو مریان کېږي .د دغه ډول دولت څخه بې قید او شرطه ملاتړ دخلکو اووطن دپاره کومې ښې پایلې نه شي لرلی.
۲ ----هر څوک او هر شی باید په خپل نوم یاد شي،یانې ښکېلاکګر ته ښکېلاکګر،پردی پال ته پردی پال.......دماګوژۍ(عوام غولونه)،غلط ذهنیت جوړونې اوپه کلمو لوبوکولو ته دپای ټکی کېښودل شي. دښکېلاک په شرایطو کې هیڅ یرغلګر هېواد او په دغه ډ له کې نیواکګره امریکا هیڅکله دافغان ولس دوسته کېدلی نه شي. امریکا یواځې اویواځې خپلې ګټې پېژني،دسیال او انډیوال په ځای په نوکرانو او غلامانو کې خپله ګټه ډېره ویني .سوله دامریکا تګلاره نه،خو مجبوري کېدای شي،ولې جګړه یې تګلاره او لویه سوداګري ده.مونږ افغانان باید په ګډه او یو اواز امریکایي ښکیلاک او پوځي شتون ته نه ووایو.
په درنښت ۰۵—۱۱ –۲۰۱۸