طالبانو ته لا په قطر کې دوتر نه وو منل شوی چې پخواني ولسمشر کرزي ته د امريکا له خوا وړانديزونه کېدل چې طالبانو ته به يو څو ولسوالۍ ورکړو چې خپل اسلامي امارت پکې جوړ کړي. ښاغلي کرزي په خپل ټول توان د دې مخه ونيوله. همداسې يې د طالبانو د دوتر له نامه سره چې " د افغانستان اسلامي امارت" نوم يې ورکړی وو، په ډېر قهر سره يې مخالفت وکړ او د دوتر سردړه يې ترې لرې کړه، ځکه چې طالبانو ته د ولسواليو پرېښوول او يا هم د امارت په نامه د رسمي دفتر منل د افغانستان د فزيکي او سياسي جغرافيې وېش وو چې بايد مخه يې نيول شوې وای.
• دا دي له کلونو وروسته بيا همغه د کرزي د وخت لوبه امريکا پيل کړېده، خو په دې توپير چې دا ځل يې ښه په درز او خونړۍ توګه پر مخ وړي:
جنرال امين الله د ختيځ ولايتونو د ډيورند د کرښې له شاو اوخوا څخه لرې کړل شو تر څو د پنجاب او طالبانو لاس اوږد شي
• جنرال رحمت الله رووفي د تورخم له جګړې څخه وروسته په کور کښېنول شو
• عزيزالله کاروان د کابل په زړه کې وويشتل شو
• جنرال جبار قهرمان چې د هلمند سنګر وو، په بم والوزول شو
• جنرال عبدالرازق د کندهار اتل سرتېر او د ولس د سر ساتونکی وو، د امريکايي جنرالانو په شتون کې وويشتل شو
• په هلمند، غزني، کندهار، کندوز او فرا کې په بې ساره توګه جګړې وشوې

د امريکا پر څو مخۍ، چل او فريب د دې څو بېلګو راوړل به کېدای شي بس نه وي، خو افغان نومورو جنرالانو وژن او يا هم په کور کښېنول کومه وړه خبره نه ده. همدغه جنرالان ول چې د وطن سنګرونه يې د کورني، ګاونډي او بهرني غليمانو پر وړاندې ساتلي ول. همدا جنرالان ول چې د وطن له پت او عزت سره يې بې ساري مېنه کړې ده، پنجاب، امريکا، انګلستان او طالبانو ته يې اجازه نه ورکوله چې د افغان ولس پر پت او عزت لوبې وکړي.

د حيرانتيا ځای هر ګوره دا دی چې طالبانو ته د امريکايي جنرالانو تر وژلو څخه د جنرال رازق مرګ ډېر اړين وو. طالبان د مهرباني وکړي او د قرآن له 6666 آيتونو څخه دې يو داسې آيت راوړي چې د کافر تر مرګ څخه د مسلمان مرګ ته لومړيتوب ورکوي. د طالبانو د جهاد ادعاوې کټې مټې د ابوجهل د لښکر ادعاوو ته ور ته دي. خو لرې نه ده چې پای يې هم د ابو جهل د لښکر په څېر شي. که طالبان فکر کوي چې امريکا به له دوی سره په ريښتيا سوله وکړي، دوی به په واک کې ورګډ کړي، د انساني عقل څخه ډېره لرې خبره ده.

پنجاب خو هسې هم طالبان د جنګي سپيو په څېر په افغانستان او په کشمير کې کاروي، په امريکا يې پلوري، په خپله يې په ننګ، پت، عزت، ناموس، شرف او مال يرغل کوي، د پنجاب د ګټو لپاره خپل کور پې ورانوي، خو طالب سرټيټ نيولی وي او د زنده باد پاکستان نارې وي. نو طالب چې هر څومره ان شاالله په دې دنيا ذليل، سپک او رټل شوی دی، همدومره به په آخرت کې هم ذليل، سپک او رټل شوی وي.

د هلمند، غزني او د هېواد د هر ګوټ وروستۍ جګړې د امريکا او د پاکستان د همدې توطئې لوبې دي چې بايد په يو څو ولايتونو کې جنګ جګړه د طالبانو په ګټه، خو د ولس او دولت په زيان روانه وي او له طالبانو سره د څو ورځنۍ سولې لپاره يو څو ولسوالۍ او بې شمېره ملکي او نظآمي وګړي قرباني شي.
طالبانو ته د څو ولسواليو د ورکولو، د پاکستان د رضا کولو او په هېواد کې د ولس او دولت تر منځ د واټن راوستولو او په خپله په دولت کې د سياسيونو تر منځ، د سياسيونو او نظاميانو تر منځ او د امينت او نورو دولتي اورګانونو تر منځ د بې باورۍ د رامنځته کولو د هڅو يوه توطئه ده چې په خورا ښه بريالۍ توګه پر مخ روانه ده.

طالبان بايد پوه شي چې امريکا له دوی سره نه سوله کوي او نه يې په ريښتينې توګه په واک کې منلای او شريکولای شي. له همدې امله به ټولګټو (عام المنفعه) ځايونو ړنګول، د ولسي شتمنيو لوټل او زيانمول، د علمي او نظامي کدرونو وژل په هېڅ توګه د منښت وړ نه دي او نه به هم د طالبانو د يوه تياره، ناپاک، غلام او مجهول الهويت امارت لپاره کارنده پرېوځي.

که افغانستان ته په ړنګولو ټيکاو پيدا رتللای شوی او يا هم په اوسني وخت کې د دې جوګه کېدای شوی چې د خپل حريم واک په خپل لاس کې واخلي او خپلواکي وساتي، نو د خدای ناترسه خلق له رژيم څخه نيولې د طالبانو تر حقارت پورې به يو رژيم بريالی شوی وای چې افغانستان د دې جوګه کړي چې خپل ماشومان په خپله مېنه کې ژوندي وساتي او هغوی چې په پرديو ملکونو کې بدمرغ ګرځي، په پتمنه توګه يې خپل ټاټوبي ته را وغواړي.