د مالیزیا د مهاجرت ریاست هغه ادعاوې رد کړي چې ګواکې دغه ریاست په خپلو شپنیو چاپو او عملیاتو کې په ځانګړي ډول یو څو بهرنۍ ټولنې او د هغوی مهاجر کارکوونکي په نښه کوي.

یاد ریاست ویلي، چې چارواکي یې عملیات او چاپې د ناقانونه مهاجر کارکوونکو په هکله د مالوماتو او شکایتونو له ترلاسه کولو وروسته په لار اچوي.

دغه ریاست همداشان ویلي، د بهرنیو قانوني کډوالو له وضیعت او شته ستونزو خبر دي او هیڅکله هغوی قصدآ نه نیسي نه هم هغوی پرته له کومې سرغړونې له مالیزیا څخه وباسي.

د کډوالو په هکله د جنیوا د نړیوال کنوانسیون له مخې قانوني کډوال هغه کسان دي چې له خپل اصلي هیواده بهر وی او د UNHCR د کډوالۍ کارټونه ولري.

مالیزیا کې د مهاجرت قوانینو له مخې د UNHCR کارټونو لرونکي په مالیزیا کې د هستوګنې حق لري خو د کار کولو حق بیا نلري، چې له همدې امله ډیری وختونه دغه ډول کسان په پټه غیرقانوني ستونزمنو او خطرناکو کارونه ته لاس اچوي.

تیره جولۍ میاشت کې د مالیزیا د مهاجرت ریاست په زرګونو دغه ډول کسان وینول چې له اسنادو پرته یې په غیرقانوني توګه کار کولو. دغه ریاست، ډیری نیول شوي کسان بیرته خپلو اصلي هیوادونو ته وشړل، چې د دغه کار له امله مالیزیا د نړیوالو بشري حقونو ټولنو لخوا تر سختو نیوکو لاندې راغله.

همداراز د مالیزیا د دغه عملیاتو په وړاندې د بشري حقونو ټولنو او د مهاجرو کارکوونکو په نمایندګۍ له سلو زیاتو بنسټونو په شریکه یو بیانیه خپره کړه چې پکې د مالیزیا له حکومته یې د عملیاتو او چاپو د ځندولو غوښتنه هم ترسره کړه.