علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه
که شوې دسمې لارپیرو بیا د جهان سره ځه

پاڅه په پوهه ،علمیت پیشرفت ته لار وباسه
زحمت او زیار وباسه
قلم په لاس ورځه د سولې ارمغان سره ځه
علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه

سیاینس اوتخنیک دا کاینات او پرمخ تللی جهان
سیراو منزل د زمان
ځان پرې خبر کړه بیا دستورو کهکشان سره ځه
علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه

چې د غفلت په خوب ویده دي دکاروان نه پاتې
عصر او زمان نه پاتې
په علم، پوهې ځان سمبال کړه د ارمان سره ځه
علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه

دغه دونیا دغه فضآ دا هست او بود دا نړۍ
دغه فرصت او ګړۍ
چې شي حاصل دژوند مطلب دې د ایمان سره ځه
علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه

وخت لکه زر دی دا فرصت دې غنیمت ګڼه تل
لار ده اوږده تر منزل
لکه بریښنا د وریځو ،تندر او باران سره ځه
علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه

څو به پردو په لمسه خپلو کې یو لاس او ګریبان
جهان دی مخ ته روان
پاڅه ،بیدار شه دخپل عصر او زمان سره ځه
علم حاصل کړه ځه د پوهې د کاروان سره ځه
------------------------------------------
سمیع الدین افغاني
۱۷ - ۳ - ۲۰۱۷
م۰ کال