پاکستانی روزونکی ولې؟؟؟

 

په دې وروستیو کې د هندوستان کرکټ بورډ د افغان کرکټ مرستې ته زړه ښه کړ ان تر دې چې په هند کې د افغانستان لپاره د یوه لوبغالي نومول د افغانستان په نامه چې د هر ډول سیالیو لپاره ترې افغانستان ګټه پورته کولای شوه

خو تیره ورځ له بی بی سی راډیو سره په خبرو کې د کرکټ بورډ عمومي مشر ښاغلي نسیم الله دانش وویل چې دوئ د مولز له قراداد ختمیدنې سره سم د نوې روزونکې په لټه کې دي او خبرې یې یو څه له پاکستاني ورو توپ اچوونکي مشتاق احمد سره مخته بوتلې دي او هغه هم مثبت ځواب ویلی دی یعنې داسې بریښیده چې ورسته له مولز مشتاق احمد راځي

نو که چیرته مشتاق د روزنې لپآره راشي که څه هم له یوه خوا به د افغان لوبډلې لپاره لویه خبره وي ځکه نوموړی ډیر ښه روزونکی دی او ډیر مهال یې د روزنې نتیجه ښه راوتې ده خو له بل اړخ به بیا د هند او افغانستان د کرکټ بورډونو تر منځ یو بل خنډ لکه د کبیر خان په څیر مخته راپیدا شي چې د پاکستاني ګټو لپآره به کار کوي او افغان کرکټ به نه پریږدي چې د نورې نړۍ له کرکټ بورډونو سره پراخه اړیکې ونیسي او په منځ کې به یې خلل واقع کیږي هیله مو ده چې په پریکړه له سره غور وشي یا خو دي ځای ناستی پیدا شي او یا دي واک په لاس کې نه ورکوي