افغان روزونکی په لندن کې روزنه ورکوي
لکه څنګه چې وویل کیږي د افغان کرکټ پیل د مهاجرت دور سره راچټک شوو په همدې د مهاجرت وخت کې نورمحمد نوري د کرکټ یو تن لوبغاړی و چې د افغانان مهاجرینو یوه لوبډله یې لرله دی له قده ټیټ و ځکه خو په ملګرو د ټینډولکر په نامه یادیده
نورمحمد له پاکستان انګلیستان ته مهاجر شو د تر څنګ یې کورنۍ هم هغلته میشت شوه دی د کرکټ مینې په انګستان کې هم ځانته پری نښود او کرکټ یې پیل کړ له کلب لیول کرکټ ترسره کولو وروسته یې د روزنې برخه ته مخه وکړه لیول ټو کوچ دی اوس له اوسټیرلي کرکټ کلب سره د روزنکي دنده مخته بوځي ۶۶ کرکټران یې تر روزنې لاندې دي په دغه کرکټرانو کې یو هم د ده ځوی ناصر نوري شامل دی چې له اوس مهال له میډلیکس کاونټي سره لوبیږي عمر یې یولس کاله دی خو ډیر ښه استعداد لري د نور محمد نوري په وینا چې د عمر په ډیریدو سره به انشاالله د ده ځوی لا پیاوړی کیږي او د خپل ګران هیواد افغانستان لپآره به لوبه تر سره کوي درې نور افغان شاګردان هم لري چې د هغو راتلونکی هم ډیر ښه دی
دی د افغانستان کرکټ راتلونکی روښانه ګڼي په لوبغاړو کې د غټ استعداد لري لاره ورته سمول پکار دي نور مخته تګ ته خپله لیواله دي