مولوي عبدالرحمن هوتک ليکي:
د ټاکنو د نظارت په کمیټه کې ناست یم، همکاران مو شیبه په شیبه د کابل له ښار، ولسوالیو او د هیواد له ولایاتو څخه د ټاکنو د بهیر راپورونه راکوي.
په ګڼو سیمو کې پر راکیټي بریدونو او لاربندیو برسیره، د مراکزو او محلونو ناوخته پرانستل او آن په ځینې سیمو کې تر اوسه پورې بندښت، د رایه ورکونکو د لیستونو نشتون او یا ګډوډي، د بایومیټرک خرابي او یا په هغه د کارمندانو ناپوهي او بالاخره د رایه اچونې د بهیر ډیر سستوالی چې یو کس لږ تر لږه تر لس دقیقو په کمه موده کې رایه نشې ورکولی، له جدي ستونځو څخه ګڼل کیږي.
 
اجمل هوډمن ليکي:
5 ناحيه کې د هر مرکز مخې ته سل ګونه کسان ولاړ دي، خو لا هم پروسه نه ده پيل شوې.
ځينو مرکزو کې کې ټاکنيز مواد نه دي را رسېدلي. ځينو کې کارکوونکي نشته.
 
نجيب الله ازاد ليکي: په ۹۰% مرکزونو کې لا هم د رایو ورکولو لړۍ نه ده پیل شوې.
۳ محلونه تر اوسه بل ځای انتقال شوي او هیڅوک معلومات نه ورکوي.
ناظرینو ته د کامره داره ټیلیفونو اجازه نه شته او د شکایاتو کمېسون وایي چې شکایات باید د اسناد او شواهدو پر اساس وي.
د شکایاتو د کمېسون غړي د شکایاتو د درج فورمې نه ورکوي او یوازې ساده سپینې پاڼې ورکوي او د شکایت د ترلاسه کولو رسید هم نه ورکوي
 
 
 هغه لارې چارې چې د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک او نورو مالوماتي ټيکنالوژيو په کارولو حکومت او کمېسيون په رڼو ټاکنو مجبورولاى شي؟
 
هغه لارې چارې چې د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک او نورو مالوماتي ټيکنالوژيو په کارولو حکومت او کمېسيون په رڼو ټاکنو مجبورولاى شي؟
 
د افغانستان کړېدلي ولس، دولت او سياسي ګوندونو ته د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د رڼو او عادلانه ټاکنو لپاره د لېوال ښې حکومتولۍ پروګرام وړانديزونه د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک په اړه يادونه: ددې ليکنې نويزونه يا اصطلاحات غځيدلووړ ويبځاى يا ډايناميک ويبسايټ برېښيزه-سوداګري يا اي کامرس برېښيزه-حکومتولي يا اي ګورنمنټ ځنځيريزتړاو يا بلاک چين سوداګريزه سيالۍ يا داوطلبي مخبڼپېژندنه- پېس رکوګنيشن کسبڼپېژندنه يا بايوميټريک: د ژونديو د مخ، ګوتو، ورغويو، سترګو، کسيو، قد، بوى او نورو بڼو د ځانګړتياوو ډيجيټل کولو ته وايي چې ډېرۍ بڼې يو له بل څخه په بشپړ ډول توپير لري. د بېلګې په ډول د سترګو نښې له ٦ مياشتو او د ګوتو نښې له ١٢ کلنو څخه هخوا پخېږي چې بدلون يې ډېر ستونزمن دى، خو د روغتيايي غړيو د بدلون د تخنيک پمرسته يې بدلول شوني دي. کسبڼپېژندنه د وګړو له احوال څخه نيولې تر اقتصادي، امنيتي، جنايي، مديريت او نورو خورا مهمو چارو پورې روڼتيا رامنځته کوي او د درغليو مخه نيسي. رڼو ټاکنو کې د حکومت پاتې راتلل او د ټاکنو نه کولو هوډ د غني او عبدالله ګډحکومت پخپله دنده کې بشپړ پاته راغلي چې د رڼو او پروخت ټاکنو لپاره د ملت او اړوند لوريو د منلو وړ تګلاره او سيسټم جوړ کړي. ټول دا مني چې د ټاکنو د ځنډېدو او ناندريزو کېدو اساسي لاملونه د حکومت ناتوانۍ، ناغېړۍ او نه پاملرنې دي. د ټاکنو خپلواک کمېسيون کې لاسوهنې، ناوخته د خپلې خوښې ګمارنې او د نورو غير قانوني پرېکړو له امله يې د ټاکنو بهير ته سخت زيان اړولاى، د تېرو ١٧ کلونو د ولسواکۍ په لور د افغانانوسرښندنو او قربانيو ته يې سپکاوى کړى چې پرمختګ يې بېدرېغه پرشا تمبولاى. د حکومت او کمېسيون غړي په ولس، سياستوالو او سياسي جوړوښتنو دا نيوکه کوي چې پر وخت يې بايد د سمون يا اصلاحاتو غوښتنې کړې واى. خو دوى دا په بشپړ ډول له پامه غورځوي چې د تېرو لانجمنو ټاکنو څخه راوروسته د ټولو لوريو له ګډحکومت څخه د ښې حکومتولۍ او له کمېسيون څخه د رڼو ټاکنو په ترڅ کې د واک سوليز لېږد چې د ولسواکۍ په رڼا کې غوښتنې دي د لمر پشان روښانه وې او دي. د همدې موخې پر بنسټ ملت حکومت او کمېسيون ته پنځه کاله وخت ورکړ چې له بدمرغه حکومت دا وخت د واک پر وېش او درغليو تيروي او د کمېسيون غړو پنځه کاله پر ناندريو تېرکړل. د کمېسيون غړو بايد همت ښودلاى واى او ډېرو بايد د ملت او خپلې ښې راتلونکې لپاره استعفاوې وړاندې کړې واى، خو تر اوسه يوازې يوې ښځې دا همت وکړ. له بدمرغه دادى اوس پنځه کاله وروسته لا هم د ټاکنو بهير ناندريز او ملت ته د منلو وړ نه دى. د حکومت او کمېسيون څرګندونې بې بنسټه او له شرمه ډکې ځکه دي چې: لومړى د ولسي جرګې ټاکنې چې حکومت يې اوس د ترسره کولو په درشل کې دى او ولايتي جرګګيو ټاکنو څخه حکومت په ډېره سپين سترګۍ تېر شو. ددغو دواړو ټاکنو ترسره کول ،کلونه پخوا د حکومت دنده وه. نو چې کلونه وځنډېدې يو يا څو مياشتې دې نورې هم ځنډېدلې واى ترڅو ملت ته د منلو وړ، رڼې او له درغليو پاکې ټاکنې وړاندې شوې واى. دويم د ټاکنو روڼ سيسټم جوړول د حکومت او کمېسيون دنده وه د څه لپاره چې دوی ته مسؤليت سپارل شوى وو او دوى دا پنځه کاله د ملت له بوديجې څخه ورباندې پنځيدلي چې په زغرده ورته حرامخوري ويلاى شو. ولس، سياستوال او سياسي جوړښتونه رڼې ټاکنې غواړي، په حکومت په بشپړ ډول بېباوره دي نو ځکه د نويو تخنيکونو لکه: کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک په مرسته د رڼو ټاکنو هېلې څرګندوي. خو حکومت له هر لوري په هر ډول چې وي رڼو ټاکنو ته ژمن ندى ځکه هڅه کوي چې هر څه ستونزمن، ناشوني، ډېر ګران او ناوخته کړي. که حکومت پر درغليو تورن نه واى نو زوړ د کاغذي رايو ورکولو سيسټم تر ټولو اسانه، ارزانه او وړ چاره وه. حکومت بايد دا ومني چې ملت ته د ټاکنو له اړخه د ميلياردونو تاوان د دوى د نااهليو او درغليو له امله وراوړي او حکومت په دغه برخه کې ١٠٠٪ ګرم او ملامت دى. پدې ليکنه کې د ملت د ويښتيا او پوهولو هڅه کوو چې دولت وړتيا او اسانتياوې درلودې چې رڼې ټاکنې وکړي خو هوډ يې نه درلود، همدارنګه که کسبڼپېژندنه يا بايوميټريک هم په سمه توګه و نه کارول شي نو د درغليو لپاره لا زياته اسانتيا رامنځته کېږي. موږ په ولس، سياستوالو او کمېسيون غږ وکړ چې اوس د ميلياردنو په زيان ټاکنې د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک سامانونه واخيستل شول، راځئ په ګډه د ولسي جرګې د ټاکنو دنېټې غځولو غوښتنه وکړو ترڅو چې د بايوميټريک سيسټم ازمېښت شي او ټول پرې پوهه شي چې رڼې ټاکنې د ملت د باور لامل شي، خو کمېسيون په يوه موزه غبرګې پښې منډې چې نه، موږ وخت نه بدلوو، دا پخپله ترټولو ستره پوښتنه ده چې ولې؟ نږدې درې مياشتې وړاندي موږ وويل: د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک پر بنسټ ټاکنو لپاره حکومت وسايل او بشري ځواک لري خو د رڼو ټاکنو هوډ نلري. حکومت دې موږ سره ملګرتيا وکړي موږ تيار يو چې د افغانانو په نوښت او مرسته د دوى په شته اسانتياوو رڼې ټاکنې ترسره کړو. انځور 2 درې مياشتې وړاند په حکومت زموږ غږ زموږ د پورتني وړانديز څخه ورسته حکومت په وېره کې شو او په بيړه يې د تداروکاتو قانون ترپښو لاندې کړ، پرته له سوداګريزې سيالۍ يا داوطلبۍ څخه يې خپلويپالنه وکړه او د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک په برخه کې يې له درغليو ډکو هڅو ته لاس واچوه، هغه چارې چې په دولت کې دننه د مالوماتي ټيکنالوژۍ پوهانو او يا خصوصي افغاني شرکتونو په شاوخوا ٣٠٠ ميليونه ترسره کولاى شوې، حکومت يې پروګرام او سامان په شاخوا ١٣٠٠ ميليونه افغانۍ واخيست، چې يوازې په سامان اخيستلو کې نژدې ٨٠٠ ميليونه درغلۍ وشوې او ٢٠٠ ميليونه افغانۍ په پروګرام اخيستلو کې ملت ته زيان واوښت .داچې د افغانانو نوښت وځپل شو او له هغوى واره واخيستل شوه هغه پر ځاى پرېږدو څه چې د هېواد دوروسته پاتې کېدو بنسټيز لاملونه دي. موږ ته داسې مالومات ترلاسه شوي چې د ډرمالاګ په نوم جرمني شرکت د بايومټريک سيسټم تړون پرته له سيالۍ يا داوطلبۍ په ١٦ ميليونه ډالرو ترلاسه کړ. په دغه تړون کې ٢٢زره دانې بايوميټريک ماشينونه کاروي چې د بازار له نرخ څخه يې٣٠٠٪ يا هره دانه ٥٠٠ډالره ګرانه اخيستل شوې چې نږدې ١٠ ميليونه ډالر په دغه يوه ماشين کې درغلي يا پساد کېږې. دا چې حکومت او ډرمالاګ څه ډول سيسټم کاروي او د رڼو ټاکنو لپاره تګلاره به يې څه وي؟ پدې اړه حکومت او کمېسيون مشکوک مالومات او ګډې وډې خبرې کوي، ملت سره دا پوښتنې اوس هم شته چې نوى سيسټم ريښتيا روڼتيا رامنځته کوي او که نه؟ د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک توکو او اړوند کمپيوټري پروګرام په اړه ډرمالاګ، حکومت، کمېسيون، مرکزي احصايې ادارې او نورو ښکېلو اړخونو زموږ تخنيکې پوښتنې خو لا پريږده چې ځواب يې نه کړې ښاغلي د ملت خبرولو او پوهولو کې هم پاته راغلي، کېداى شي مالوماتو ته د ترلاسي له قانون څخه خبر نه وي او يا يې ترپښولاندې کولو باندې ځان غټ ورته ښکاري، خو موږ د دوى کړنې څرګنده درغلي او د ملت په سترګو کې خاروې اچول بولو. د ماى اى سي ټي شرکت ويبپاڼه کې مو ولوستل چې دوى د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک سيسټم لري خو دغه سيسټم چا جوړکړى او څنګه کارکوي هېڅ پيدا نه کړل، دوى خپل ويبځاى يا ويبسايټ کې ليکلي چې د اګست د مېاشتې ١ او ٢ نېټه د بايوميټريک سيسټم په اړه حکومت، سياسي ګوندونو، د ټاکنو خپلواک کمېسيون، په ټاکنو کې نړيوالو مرستندويه او همکارو موسيسو او هغو سفارتونو غړو سره ناسته درلوده چې ټاکنې تمويلوي. دوى څخه مو پوښتلي چې څنګه وتوانېدل غونډې ته وروبلل شي؟ ايا بلنه د کوم اکسپريشن اف اينټرسټ، سيالۍ يا کوم بل رسمي بهير يا پروسې پر بنسټ وه او که نه؟ ولې د جرمني پر ځاى دغه شرکت سره دغه تړون ونشو يا دا شرکت هم د جرمني ډرملاګ سره شريک دى؟ دوى هم ځواب نه کوي! خو په هرحال شاوخوا يو ميليارد افغانۍ خوږمن ولس ته په دغه تړون کې زيان رسېږي هغه هم يوازې په سامان اخيستلو کې. اوس ددې څېړل ډېر اړين دي ترڅو پوهه شو چې د کسبڼپېژندنې يا بايوميټريک پر بنسټ د ټاکنو اقتصادي او تخنيکي وړتياوې افغانان او د افغانستان دولت لري او که نه؟ چې لاندې يې څېړو او هغه لارې چارې کومې دي چې حکومت او کمېسيون په رڼو ټاکنو مجبورولاى شي.