دوې شاهينې سره ناستې
دوې دې وروځې سره جوختې
لکه مينې سره ناستې
زه شاهين ومه په خوب کې
ښکار د مينې پسې تللی
وم له ځانه تښتيدلی
په شاهينې پسې تللی
ما په خوب کې له يوې ورکې
ښاپېرۍ وې سترګې غوښتې
دې را وليږلې غبرګې
د کعبې په تور حجاب کې
زه يې ورو ورو تاوومه
د خپل زړه په سره ګلاب کې
زه په تورو شپو کې ګرځم
دا ډيوې به مې په کار شي
ستا ملالې او ځلاندې
سترګې دوې به مې په کار شي
کاروان
13.02.2013
- امیل همدرد
آرامه مې په سترګو غوړېدله لکه خوب په خوا کې راته ناسته وه بې شوره لکه شپه حيا يې پښتنه ده په حجاب کې ده نغښتلې خاونده ته يې مه کاندې سرتوره لکه شپه رانجه د ليونۍ مينې يې څکلي وو نشه وه...
13.02.2013
- امیل همدرد
پر اسلام مين
دوست محمد عرفان
څوک دئ د مال څوک د دنیا څوک د دولت په ارمان موږ امتیان يو د سلطان د شفاعت په ارمان ** چي مو د مرګ صحنه د سترګو څخه لیري نه ده د مخلوقاتو د لوئ رب د مغفرت په ارمان ** چي مو مشغول وي تل په حمد و ثنا ژبه و زړه د پاک الله (ج) د سپین&...