چې پلو له مخه لېرې د هر چا شي

دا رنګينې جامې څيرې د ريا شي

 

حقايق ټول رابهر شي له حجابه

پټ کارونه را څرګند زما او ستا شي

 

که رازونه که رمزونه که اسرار دي

لکه ستوري د اسمان هسې رسوا شي

 

مقصدونه ، غرضونه ، عملونه

بې پردې او بې سيرته برملا شي

 

د تلبيس ښايسته رنګونه ټول شي محوه

پخپل څېر ښکاره روا او نا روا شي

 

د هر چا زړه کې چې هر څه وي ليکلي

دی پخپله د هغه نقش ګويا شي

 

هغه دغه ښه او بد مخونه لوڅ کړي

توره شپه له منځه لاړه شي سبا شي

 

ليک د حق او حقيقت وي په هر لاس کې

د تيارو شپو واقعات واړه رڼا شي

 

ډېر ښايسته او سپين مخونه به تک تور وي

ډېر ښاغلي به په دغه ورځ سرتور وي