حکومت خلکو ته کارنه کوي خلک پر حکومت کار کوي
ترټولو ښه حکومت پر زړونو واک اوسلطنت چلول دي ناپلیون
ولسواکي (ډیموکراسي ) یانې د ټولنې حکومت د ټولنې له خوا د ټولنې لپاره
په نړۍ کې یو ډیکټاټور هم د واک پرګدۍ ناست نه دی، مګر هغه وخت، چې د خپلې ماڼۍ دیوالونه یې د خلکوپه وینوسره کړي
په جمهوري حکومت کې خلک مساوي او په استبدادي حکومت کې سره برابر دي، ځکه په لومړۍ هغه کې هر څوک هرڅه دی او په دویم هغه کې هرڅوک هیڅ شی هم نه دی.
زه نه وایم چې ډیموکراټیک رژیم عیب اونیمګړتیا نه لري،خو د دغه رژیم ښېګڼه داده،چې خپل عیب اونیمګړتیا په خپله سموي، په داسې حال کې، چې زورواکى (ډیکټاټور)رژیم نه شي کولای، خپل عیبونه او نیمګړتیاوې په خپله سمې کړي
د ولسواکي او زورواکي رژیم په منځ کې توپیر دا دی، چې په زورواکۍ کې وکیلان د حکومت ساز ته نڅیږي او په ولسواکي رژیم کې حکومت د وکیلانو ساز ته نڅیږي او ملت باید په هرحال کې د دواړو ساز ته ونڅیږي. انسان هغه وخت په سیاست کې په اسانه دوکه کیږي، چې فکر کوي نورو ته یې دوکه ورکړې ژول کامیون
د سیاست هنر د فرصت رامنځ ته کول نه دي، بلکه له فرصت نه ګټه اخستل دي فرډرېک
داسې ډېرکسان شته، چې وزیران دي پکار و،په ښار کې یې ګاډيواني كولى او ډېر ګاډیوان شته، چې د فرانسې د یوه وزارت بشپړه وړتیا لري، ناپلیون
په استبدادي هیوادونو کې تر ټولو خوار هغه دی، چې سوداګر(تاجر) یې پاچا وي مونتسکیو
څوک چې پر خپلو عصابو(دماغو)حکومت کولای نه شي، پکار نه ده، چې ان د سیاست په وړه پوړۍ کې هم ځای ولري . ګوستاولوبن
په كومو ټولنو كې، چې د لوست كچه ټيټه وي، ولسواكي پلي كول پكې د ګټې پرځاى تاوان لري.
د ماليزيا پخوانى ولسمشر مهاتير محمد
د یونان له اووګونیو هوښیارو(فيلوسفيانو) وپوښتل شول، چې تر ټولو بشپړ حکومت کوم دی ؟
سولون وویل:هغه حکومت چې د یوه کس ښکنځل په ټولواغېز وکړي
بیاس وویل:هغه حکومت ، چې د حاکم پرځای قانون کار وکړي
سالیس ملسیوسي وویل: هغه حکومت چې د اموالو برابري پکې وي
پتیاګوس وویل:هغه حکومت چې ښه چاری وي، نه بدچاری
ګلیوبوس وویل:هغه حكومت چې له قانونه د ملامتۍ وېره ډېره غښتلې وي
خیلسون وویل:هغه حکومت چې قانون د ویاند(خطیب)پر ځای وینا وکړي
سرمامدرس له دغو خبرو داپایله واخستله(پکار ده، له الله ج وېرېدونکي پوهان حکومت وکړي).
حکومت سر لري سترګې نه لري
حکومت مور او پلار دی
حکومتي اسناد لاندې کیږي، خو ورکیږي نه
د حکومت وهل پورې وهل پېغور نه دي
د حکومت مال نه ورکیږی
د حکومت یوه سترګه ړنده ده، بله روغه
د حکومت شکرې په غم ککړې
د حكومت ړندې سترګې ته مزې كوه
ګرزي(قاچاق) سل کاله وروسته هم د حکومت دي
پښتومتلونه
نفاق واچوه او حکومت وکړه
تباهي وکړه او حکومت وکړه
کوم کار چې لېوه په زور کوي، ګیدړ یې په چل کوي
که پېښه ونه شي لیونی هم حکومت کو لای شي