د پښتو شفاهي ادبیاتو یوه خورا غني او پراخه برخه پښتو متلونه دي. چي د پېړیو، پېړیو راهسي  د یوه سینې څخه و بلي سینې ته  او یا د یو ذهن څخه وبل ذهن ته انتقال شوي دي.

پښتو متلونه هغه پخې  او په تلو تلي خبري دي چي موږ ته  د پلرونو اونیکونو څخه را پاته دي. زموږ د لرغونو خلکو د ژوند تجربې دي. د هغوی هغه امتخان شوي عملونه دي. چي د ژوند په جریان کي پرې تیر شوي دي.

 متل چي یوه وړه او کوچنۍ  جمله ده. په خپل ذات کي خورا  پراخه او ژوره معنا  هم لري. او د خبرو کولو په وخت کي استعمالیږي. چي پر مقابل لوري هم خورا ژور  تاثیر لري.

په پښتو ادبیاتو کي متلونه د دغو او نورو ډیرو ښېګڼو تر څنګ بلا ډیري نیمګړتېاوي هم لري. موږ په پښتو شفاهي ادب ډېر داسي متلونه لرو چي هغه د ښې معنا درلرودنکی نه وي. هغه موږ ته ښه پیغام نه را کوي. هغه  موږ ته د ګټي پر ځای تاوان  اړوي.

مثلآ: ( تربور ته مي بې وروره نه کړئ او  ورور ته مي بې زوی)  دا  متل به مو په زرهاو  واري اورېدلی وي. آیا یو وخت مو دا فکر کړئ دی. چي دا متل څومره بده معنا لري.  دا متل مو څومره په بی اتفاقۍ سره اچوي.

تربور یعني د اکا زوی چي تر ټولو نژدې دوست دی. د هغه د دښمنۍ لپاره  باید ته ورور ولري. تر څو هغه ستا باغ، پټی او کور درڅخه لاندي نه کړي. او ورور چي د یوې مور شهیدې  دي ورسره رویدلې وي باید د هغه د دښمنۍ لپاره زوی ولرئ. تر څو د سیال سره شې. او سبا  ورسره په هره  مقابله کي یې په زغرده وکړای شی. جواب یې وکړئ

بل متل  چي وایې. ( سل دي ومره، یو دي مه مره)  دا متل څه معنا ورکوي؟

یعني دي سل خدای پیدا کړي انسانان د یو انسان په مقابل کي هیڅ  ارزښت نه لري. یا د سلو کسانو په له منځه ولاړلو کي دومره تاوان نشته  لکه چي  د یو کس په له منځه تللو کي.

ډېری کسان به داسي فکر کوي چي: هغه یو انسان چي موږ یې پر سلو انسانانو غوره ګڼو. هغه د کمالونو خاوند دی. هغه د ټوله کور د روزۍ ګټوونکی دی. د هغه په  برکت سره د هره غم څخه حلاص یو.

نه دا صحي نه ده. خدای (ج) هم  په خپل کلام کي فرمایلي دي( چي زما په مقابل کي هیڅ انسان تر بل انسان بهتره نه دی. ولي بهتري ستاسو په تقوا او پرهیزګارۍ کي ده). نو الله (ج)  چي د مخلوقاتو پیدا کوونکی دی. هغه یې غوره نه ګڼي. ته څوک یی؟ چي دا فصله کوي چی تر سلو یو غوره دی. تا ته چا دا صلات در کړي دی. چي یو تر سلو ښه وګڼه. د سلو مرګ درته اسانه وي او د یو انسان ده درته سخت.

یا یو بل متل دی چي وایې: (چي څه دی کول چي پلار او نیکه دي کول) یعني  په اوس  وخت او زمان کي چي يویشتمه پیړۍ  ده.   د کمپوټر او انټرنیت عصر دی. ته باید هغه کارونه تر سره کړئ. چي ستا نیکو  څو پېړیو د مخه کړي وه.  دغسي متلونه موږ همیشه د پرمختګ او پر وړاندي تګ څخه منع کوي.

داسي  زیات نور متلونه هم په پښتو شفاهي ادب کي شته. چي سپړل یې ضروری برېښي. زموږ افغانانو یوه ستره ستونزه دا ده چي هر څه په پټو سترګو منو او یا هر څه ته د بل په عېنوکو ګورو. که مو پلرونو او نیکونو دا خبري منلي وي. پر موږ فرض ده. چي حتمي او ضروري یې  ومنو. او که  د انتقاد په سترګو ورته وګورو، بیا نو ټول په مقابل کي دریږي او موږ خوله راپټوي. خو زه داسي فکر کوم چي نور باید چي د هر څه په باره کي په اخلاصو سترګو او انتقادي ذهن فکر وکړو