. پاچهان چي د اوګرې پېروی خوري وس ئې رسيږي .
. پاچهي پاچهانو لره ښايي ، لويي خدای ( ج) لره .
. باران پر تېر اوسو ، خره ئې د لړموړي يو وړه .
. بارونه ئې تړل ، اوښانو ژړل .
. بار ئې په شا نه شو وړای ، يو لرګی ئې بل پر کښييود.
. باغ که باغوان لري ، چغال هم خدای لري .
0. باغ که خراپوې ، الو پکښي ږده .
1. باغ چي پوخ سي باغوان کوږ سي .
2. بام ئې لوړ ، کور ېې ډګر .
3. بخت چي کوټه سي پاچهان ټکري خوري .
4. بخت په ټنده دی نه په منډه .
5. بد بانجڼ افت نه لري .
6. بد په بلا اخته ښه دی .
7. بد په سلام نه ورکيږي .
8. بد تربور په بد ځای کي په کاريږي .
9. بد مه راسره کوه ښه دي نه غواړمه .
0. بد مه کوه بد به نه وينې !
1. بده ماندينه تنګه موچڼه ده .
2. بدی چي نه کړای بدي چاري ، بدی به چا واژه پر لاري .
3. برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري .
4. برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي .
5. برخي وېشه مړونه ګوره .
6. بزه په خپل ښکر نه درنيږي .
7. بشره د انسان خوی د شيطان .
8. بلا بيده ښه وي نه ويښه .
9. بلا د هغه پاڅي، چي ئې ګړنګ په برېتو څاڅي .
0. بلا پر بلا واوښته . بلا يو څه لاندي واوښته .
1. بل ته کوهي مه کينه ، چي خپله پکښي لوېږې .
2. بلخه بې تميزه ، لالی راغی بې کميسه .
3. بللي خور ولي .
4. بل من چپه شو .
5. بنده اريان خدای پر مهربان .
6. بنده راسه د خدای خپل سه ، لکه پر ځان داسي پر بل سه .
7. بنده چي داد کي نو بې ياد کي ، الله چي ياد کي نو بې ښاد کي .
8. بنده ليري موښلولې ، مرګ لار ورته نيولې .
9. بنده و خپل عمل .
0. بنده وتړل بارونه ، خدای کوله خپل کارونه .
1. بوچ د اختر خلاص دی .
2. بې دولتي د نفغقه خيژي .
3. بيده بل بيده نسي ويښولای .
4. بې زحمته راحت نشته
5. بېزاره دي له خيره يم ، سپي دي در ګرځوه .
6. بيزی په بد راضي .
7. بې ښځي سړی ښه دی نه په کور کي همېش جنګ .
8. بې عقل دونه په بل نه کوي لکه په ځان .
9. بې ګودره کي ګيډيږي ، خود بې سين وړي .
0. بې ما دي شل نه کړه
1. بې چرګه به هم سباشي .
2. بازخانه له بازه نه خالي کېږي .
3. بې عمله علم ،د بې مېوې ونې پۀ څېر وي .
4. بې قامه مقام نسته .
5. بې وسي دؤسي نه ده .
6. بخت يا پۀ کمڅۍ دی يا پۀ کوټۍ .
7. برج مې جوړاوۀ ، را څه کدانه سوه .
8. بې زحمته راحت نسته
9. ابا اوبو يو وړ ، ويل ابا څه کوې چه غاړي غرونه ئې يو وړه .
0. ابا مه ګوری ، خورجين ئې ګوری .
1. اټنه وران سې چه امرالدين دي نارې کوي .
2. اختر پټ مېړه نه دی .
3. آخير عمر د خوارۍ دی .
4. ادب له بې ادبه زده کيږي .
5. ادب له زخمه اخيستل کيږي .
6. آدم خان دي په خيال ګوروان درغلی دی .
7. ارزانه بې علته نه وي ګران بې حکمته .
8. ارمان چي وروستی عقل لومړی وای .
9. آره آره يوم پر غاړه .
0. اړه په اړه خلاصيږي .
1. ازمويلی څوک نه ازمويی .
2. ازميښت اول په کال وتلين و ، اوس دم په دمه دی . ( تلين دسالګری په معنی دی )
3. آسان ئې نالول چونګوښو هم پښې پورته کړې .
4. آسمان ليري ، ځمکه سخته .
5. آسمان چي ټيټيږي ، دومره نه اوريږي .
6. آسمان چي وريځي ښوروي باران به وکي ، کونډه چي سترګي توروي مېړه به وکي .
7. آس ششنی ، خر رايي ، عاتره نوري بلاوي وايي .
8. آس که ټکنی دی ميدان لڼد دی .
9. آس ئې و هغو ته ورکړ چي د تانګ د ټرلونه وه .
0. آس ئې په سوو ګټي ، مړونه ئې په خولو ګټي .
1. آس دبله ، غمچينه د ځنګله چي دی ئې تيز نه کړي نو بې څوک تيزوي .
2. اشه ښه ده که ګله ؟ مه يوه وينی مه بله .
3. اشه اشه بابا اشه ، قاضي غلام غوندي مريی لرې .
4. اصيل په ګدله کي ، کم اصل په ګزبره کي .
5. اصيل ته اشارت ، کم اصل ته لغت .
6. اصيل خطا نه لري ، کم اصل وفا نه لري .
7. اصيل خوري نه خاوري کيږي .
8. اصيل کوټور ، کم اصل څپړور.
9. اصيل په جنډه کالو کي هم معلوميږي .
0. اصيله ځان دي کچه کی ، چي پرتوګ دي الچه کی .
1. اصيل نه ورکيږي .
2. اصيل بې بها وي ، کم اصل بې بها وي .
3. آغا کور نسته د بي بي څخه بېره نسته .
4. الم نشرح هغه الم نشرح ده ، خوله د ملا عثمان غواړي .
5. اګر و اګر سره ورته دي .
6. امانت مځکه نه خيانتو ي.
7. آموخته خور بلا خور .
8. آموخته خور ښه دی که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور .
9. امير ئې ورکوي ، شېخ مير ئې نه ورکوي .
00. انا مړه سول ـ تبه ئې وشلېده .
01. انسان تابع د احسان دي .
02. انسان تر کاڼي سخت تر ګل نازک دی .
03. انسان نه دی ، هغه چي د حيوان څخه ګيله کوي .
04. اوبو اخيستی زګ ته لاس اچوي .
05. اوبه په ډانګ نه بېليږي .
06. اوبه چي تر سر تېري سي څه يو نيزه څه دوې .
07. اوبه چي تر غاړ ي ورسيږي ، زوی تر پښو لاندي کيږي .
08. اوبه په کمزوري ورخ ماتيږي .
09. اوبه د سر دپاله خړيږي .
10. اورته خپل او پردی يو دی .
11. اوربشي څه په ځمکه کي څه په جوال کي ؟ .
12. اوربشي که سل منه دروپۍ شي ، دخره پکښي يو لپه ده .
13. اور له خپلي لمني بليږي .
14. ـ اور او اوبه نه سره يوځای کيږي .
15. اور او پنبه نه سره يو ځای کيږي .
16. اوړه په اوړه ، منت ئې پر څه ؟ .
17. اوړه يو موټ نه لري ، تنور ئې پر بام جوړ کړی .
18. اوړه ئې د ميچني ، زامن ئې د چخني .
19. اوړه ئې يوـت نشته شل ئې تنورنه دي .
20. اوسپنه په اوسپنه ماتيږي ږ
21. اوس دي ويښی کړې چي د ماشو پر وړ دي وخوړ .
22. اوښان سره کارېدله ګېډړه هم ځغاسته چي بې پرسي ده .
23. اوښان نه ژاړي بارونه ژاړي .
24. اوښ په غلبېل نه دريږي .
25. اوښ په سر باری نه درنيږي .
26. اوښ تر پله لاندي نه سي پوټېدلای .
27. اوښ ته ئې ويل الغبندي وکه ، ده ويل په کمو لاسو .
28. اوښه ، هر څه دي بې هوښه .
29. اوښ ته ئې ويل! لوړ دي خوښ دي که ځوړ ؟ ده ويل دريم ئې هم بد دی چي خټي دي .
30. اوښ ته ئې ويل لوبي وکه ، ده جړونګان له بېخه وکښه .
31. اوښ ته ئې ويل دا مغزی دي ولي کوږ دی ؟ ده ويل کم ځای مي سم دی .
32. اوښ دي اوسار کئ نو دي پلار کئ ـ اوښ چي ئې نته کی نو ئې اور ته کی .
33. اوښ چي لوي بار وړي خوارک ئې ځوز دی.
34. اوګره په تلوار نه سړيږي .
35. اوګره ځيني توې سوله ، ويل په نصيب مي نه وه .
36. اول اتام پسې کلام .
37. اول ځان پسې جهان .
38. اول حق د ګاونډي دی .
39. اول زده کړه ، بيا کوزده کړه .
40. اول سلام پسې کلام .
41. اول مړانه په سيالي وه ، اوس سپيتانه په سيالي ده .
42. اول مي نه خوړی هزارسلاخي ، اوس دخوارپلاومحتاج يم . (هزارسلاخي يو ډول ډوډۍ ده چي وېشلې هم بولي )
43. ايلچي ته نه بند شته نه زندان
44. اوښ پۀ بډه نه وهل کېږي .
45. اختر څۀ پټ مېړۀ نه دی چې تېر به شي .
46. اول ځان پسې جهان .
47. اوبۀ پۀ ډانګ نه بېلېږي .
48. ازمويلی بيا مه ازمويه .
49. اوښ ليدلی ، نه ليولی .
50. انسان له ختا سره ملګری دی .
51. اور ته خپل او پردی يو دی .
52. اول زده کړه ،بيا کوزده کړه
53. اوبۀ هم د لوښي پر مخ څښلې کېږي .
154. اور ته راغلی د کور څښتن شو.
155. بابا حلاله ، پوخۍ مه حلاله .
56. بابا دي خدای وبخښي مګر د سهار په لمانځه کي سُست و .
57. بابا ګيلې کوي ، ادې پېرې کوي .
58. پاچهان چي د اوګرې پېروی خوري وس ئې رسيږي .
59. پاچهي پاچهانو لره ښايي ، لويي خدای ( ج) لره .
60. باران پر تېر اوسو ، خره ئې د لړموړي يو وړه .
61. بارونه ئې تړل ، اوښانو ژړل .
62. بار ئې په شا نه شو وړای ، يو لرګی ئې بل پر کښييود.
63. باغ که باغوان لري ، چغال هم خدای لري .
64. باغ که خراپوې ، الو پکښي ږده .
65. باغ چي پوخ سي باغوان کوږ سي .
66. بام ئې لوړ ، کور ېې ډګر .
67. بخت چي کوټه سي پاچهان ټکري خوري .
68. بخت په ټنده دی نه په منډه .
69. بد بانجڼ افت نه لري .
70. بد په بلا اخته ښه دی .
71. بد په سلام نه ورکيږي .
72. بد تربور په بد ځای کي په کاريږي .
73. بد مه راسره کوه ښه دي نه غواړمه .
74. بد مه کوه بد به نه وينې !
75. بده ماندينه تنګه موچڼه ده .
76. بدی چي نه کړای بدي چاري ، بدی به چا واژه پر لاري .
77. برج دي تر اسمانه ، سپي دي له لوږي مري .
78. برخي ټولي ازلي دي نه په زور نه په سيالي دي .
79. برخي وېشه مړونه ګوره .
80. بزه په خپل ښکر نه درنيږي .