ـ اختر پټ مېړۀ نۀ دے . 
ـ آخير عمر د خوارۍ دے . 
ـ ادب له بې ادبه زده کيږى . 
ـ ادب له زخمه اخيستل کيږى . 
ـ آدم خان دے په خيال ګوروان درغلے دے. 
ـ ارزانه بې علته نه وى ګران بې حکمته . 
ـ ارمان چې وروستے عقل لومړے وے. 
ـ آره آره يوم پر غاړه . 
ـ اړه په اړه خلاصيږى . 
ـ ازمويلی څوک نه ازموی . 
ـ ازميښت اول په کال وتلين ؤ ، اوس دم په دمه دی . 
ـ آسونه ئې نالول چونګوښو هم پښې پورته کړې . 
ـ آسمان لرې ، زمکه سخته . 
ـ آسمان چې ټيټيږى ، دومره نه اوريږى . 
ـ آسمان چې وريځې ښوروى باران به وکړى ، کونډه چې سترګې توروى مېړه به وکړى . 
ـ آس ششنی ، خر رائې ، عاتره نورې بلاوې وائى . 
ـ آس که ټکنی دے ميدان لنډ دے . 
ـ آس ئې و هغو ته ئې ورکړو چې د تانګه د تړلونه وه . 
ـ آس ئې په سورلو ګټى ، مړونه ئې په خولو ګټى . 
ـ اشه اشه بابا اشه ، قاضى غلام غوندې مريئے لرې . 
ـ اصيل په ګدله کښې ، کم اصل په ګزبره کښې. 
ـ اصيل ته اشارت ، کم اصل ته لغت . 
ـ اصيل خطا نه لرى ، کم اصل وفا نه لرى . 
ـ اصيل خورى نه خاورې کيږى . 
ـ اصيل کوټور ، کم اصل څپړور. 
ـ اصيل په جنډه کالو کښې هم معلوميږى . 
ـ اصيل نه ورکيږى . 
ـ اصيل بې بها وى ، کم اصل بې بها وى . 
ـ الم نشرح هغه الم نشرح ده ، خلۀ د ملا عثمان غواړى . 
ـ اګر و اګر سره ورته دى . 
ـ امانت زمکه نه خيانتوى. 
ـ آموخته خور بلا خور . 
ـ آموخته خور ښه دے که ميراث خور ؟ ويل اموخته خور . 
ـ امير ئې ورکوى ، شېخ مير ئې نه ورکوى . 
ـ انا مړه شوه ـ تبه ئې وشلېده . 
ـ انسان تابع د احسان دے . 
ـ انسان تر کاڼى سخت تر ګل نازک دے . 
ـ انسان نه دے ، هغه چې د حيوان څخه ګيله کوى . 
ـ اوبو اخيستی زګ ته لاس اچوى . 
ـ اوبه په ډانګ نه بېليږى . 
ـ اوبه چې تر سر تېرې شى څه يو نيزه څه دوه . 
ـ اوبه چې تر غاړ ې ورسيږى ، زوی تر پښو لاندې کيږى . 
ـ اوبه په کمزورى ورخ ماتيږى . 
ـ اوبه د سر دپاله خړيږى . 
ـ اورته خپل او پردی يو دی . 
ـ اوربشې څه په زمکه کښې څه په جوال کښې ؟ . 
ـ اوربشې که سل منه دروپۍ شى ، دخره پکښې يو لپه ده . 
ـ اور له خپلې لمنې بليږى . 
ـ اور او اوبه نه سره يوځاې کيږى . 
ـ اور او پومبه نه سره يو ځاې کيږى . 
ـ اوړۀ په اوړۀ ، منت ئې پر څه ؟ . 
ـ اوړه يو موټے نه لرى ، تنور ئې پر بام جوړ کړے . 
ـ اوړه ئې د ميچنې ، زامن ئې د چخنې . 
ـ اوړه ئې موټے نشته شل ئې تنورونه دى . 
ـ اوسپنه په اوسپنه ماتيږى 
ـ اوس دې ويښی کړې چې د ماشو پر وړ دې وخوړ . 
ـ اوښان سره کارېدله ګېډړه هم ځغاسته چې بې پرسى ده . 
ـ اوښان نه ژاړى بارونه ژاړى . 
ـ اوښ په غلبېل نه دريږى . 
ـ اوښ په سر باری نه درنيږى . 
ـ اوښ تر پله لاندې نه شى پوټېدلے .ـ اوښ ته ئې ويل الغبندې وکه ، ده ويل په کمو لاسو . 
ـ اوښه ، هر څه دې بې هوښه . 
ــ اوښ ته ئې ويل لوبې وکړه ، ده جړونګان له بېخه وکښه . 
ـ اوښ ته ئې ويل دا مغزۀ دې ولې کاږۀ دی ؟ ده ويل کوم ځاې مې سم دے . 
ـ اوښ دې اوسار کئ نو دې پلار کئ ـ اوښ چې ئې نته کی نو ئې اور ته کی . 
ـ اوښ چې لوئې بار وړى خوارک ئې ځوز دی. 
ـ اوګره په تلوار نه سړيږى . 
ـ اوګره ځينې توې سوله ، ويل په نصيب مې نه وه . 
ـ اول اتام پسې کلام . 
ـ اول ځان پسې جهان . 
ـ اول حق د ګاونډى دے . 
ـ اول زده کړه ، بيا کوزده کړه . 
ـ اول سلام پسې کلام . 
ـ اول کوه احتياط ، اوسترې مه کوه پسات . 
ـ اول مړانه په سيالى وه ، اوس سپيتانه په سيالى ده . 
ـ اول مې نه خوړې هزارسلاخى ، اوس دخوارپلاومحتاج يم . (هزارسلاخى يو ډول ډوډۍ ده چې وېشلې هم بولى ) 
ـ ايلچى ته نه بند شته نه زندان 
ـ اوښ پۀ بډه نه وهل کېږى . 
ـ اختر څۀ پټ مېړۀ نه دے چې تېر به شى . 
ـ ازمويلی بيا مه ازمويه . 
ـ اوښ ليدلی ، نه ليولی . 
ـ انسان له خطا سره ملګرے دے . 
ـ اوبۀ هم د لوښى پر مخ څښلے کېږى . 
ـ اور ته راغلو د کور څښتن شو . 
ب: 
ـ بابا دې خداې وبخښى مګر د سهار په لمانځه کښې سُست ؤ . 
ـ بابا ګيلې کوى ، ادې پېرې کوى. 
ـ پاچهان چې د اوګرې پېروی خورى وس ئې رسيږى . 
ـ پاچهى پاچهانو لره ښائى ، لوئې خداې ( ج) لره . 
ـ باران پر تيراه وشو ، خرۀ ئې د لړموړې يوړل . 
ـ بارونه ئې تړل ، اوښانو ژړل . 
ـ بار ئې په شا نه شو وړے ، يو لرګی ئې بل پر کښييود. 
ـ باغ که باغوان لرى ، چغال هم خداې لرى . 
ـ باغ که خرابوې ، الو پکښې ږده . 
ـ باغ چې پوخ شى باغوان کوږ شى. 
ـ بام ئې لوړ ، کور ئې ډګر . 
ـ بخت چې کوټه شى باچاهان ټکرې خورى . 
ـ بخت په ټنده دے نه په منډه . 
ـ بد بانجڼ افت نه لرى . 
ـ بد په بلا اخته ښه دے . 
ـ بد په سلام نه ورکيږى . 
ـ بد تربور په بد ځاې کښې په کاريږى . 
ـ بد مه راسره کوه ښه دے نه غواړمه . 
ـ بد مه کوه بد به نه وينې ! 
ـ بده ماندينه تنګه موچڼه ده . 
ـ بدې چې نه کړې بدې چارې ، بدې به چا وژل په لارې . 
ـ برج دې تر اسمانه ، سپى دې له لوږى مرى . 
ـ برخې ټولې ازلى دى نه په زور نه په سيالې دى . 
ـ برخې وېشه مړونه ګوره . 
ـ بزه په خپل ښکر نه درنيږى . 
ـ بشره د انسان خوی د شيطان . 
ـ بلا بيده ښه وى نه ويښه . 
ـ بلا پر بلا واوښته . بلا يو څه لاندې واوښته . 
ـ بل ته کوهى مه کيښنه ، چې خپله پکښې لوېږې . 
ـ بلخه بې تميزه ، لالے راغے بې قميصه . 
ـ بللى خور ولې . 
ـ بل من چپه شو . 
ـ بنده اريان خداې پر مهربان . 
ـ بنده و خپل عمل . 
ـ بنده وتړل بارونه ، خدای کوله خپل کارونه . 
ـ بوچ د اختر خلاص دے . 
ـ بې دولتى د نفغقه خيژى . 
اودۀ بل اودۀ نۀ شى ويښولے . 
ـ بې زحمته راحت نشته 
ـ بېزاره دې له خيره يم ، سپى دې در ګرځوه . 
ـ بيزی په بد راضى . 
ـ بې ښځې سړے ښه دے نه په کور کښې همېش جنګ . 
ـ بې چرګه به هم سباشى . 
ـ بازخانه له بازه نه خالى کېږى . 
ـ بې عمله علم ،د بې مېوې ونې پۀ څېر وى . 
ـ بې قامه مقام نشته . 
ـ بخت يا پۀ کمڅۍ دی يا پۀ کوټۍ . 
ـ بې زحمته راحت نشته .

ته لاړے خوند لاړو 

تــا ســـره ژوند لاړو