که په کمپيوټر له څو کلونو راهيسې کار کوی نو ډول ډول وينډوز پروګرامونه به مو ليدلي وي د يو وينډوز د ستونزو په ليدو سره به ستړي او د بلې وينډوز راتګ ته به سترګې په لاره پاتې شوي ياست چې دا ستونزې مو ليرې شي بيا د نوې وينډوز په راتګ به ستاسو ځينې ستونزې پوره شوي وي. د مايکروسافټ ورستنې وينډوز XP نوميږي، که څه هم يوه بريالۍ وينډوز ده، امنيت (Security) يې هم ښه دي خو بيا هم ځنې نيمګړتياوې لري. 
سمه ده چې د نورو وينډوز پروګرامونو په پرتله لږ crash کيږي، خو ځنې وختونه تاسې دې اړ کيږئ چې وينډوز له سره پيل (Restart) کړي. د ځينو پوستکياليو (Software) او کلکاليو (Hardware) د نصبولو سره هم ستونزې رامنځته کيږي. له همدې کبله په تمه يو چې راتلوونکې وينډوز چې راتګ به يې په 2005 ع کال کې وي او د اوږده ښکرې وينډوز په نوم به ياديږي وګورو. 
د XP وينډوز نه وروسته مايکروسافټ غواړي داسي يوه جوړه کړي چې د نورو وينډوز پروګرامونوسره خورا توپير او ډيرې ښيګڼې ولري، لکه څرنګه چې د وينډوز ٩٥ په جوړلو سره په وينډوز کې يو ستر بدلون راغئ. 
د مايکروسافټ نوې وينډوز چې لانګ هارن نوميږي په نيواورليان کې د مايکروسافټ وينډوز د کلکاليو په وروستی کنفرانس کې وپيژندل شوه. 
د مايکروسافټ د وينډوز د څانګې مرستيال ويل پول (Will Poole) په دې کنفرانس کې اعلان وکړ چې دا وينډوز به په 2005 کال کې بازار ته وړاندې شي، نوموړې دا هم وويل چې لانګ هارن د مايکروسافټ د ډيرو ارزښناکو پروګرامونو د ډلې څخه دې چې دا به يو لوي نوښت رامنځته کړي. 
دا وينډوز به د نورو وينډوز پروګرامونو سره څه توپير ولري چې مايکروسافټ يې په ستايلو نه مړيږي؟ مايکروسافټ وايې چې لانګ هارن ډيري ښيګنې او اسانتياوې لري. 
لانګ هارن به د وينډوز د کارونکې په خوښه وي چې ځينې برخې لرې او يا ورزياتې کړي ، دبلې خوا به مسلکې وينډوز د کورنې وينډوز ټول لاس بري ولري او ځينې پروګرامونه او سرويسونه به ورزيات کړای شي. همدارنګه مايکروسافټ وايې چې د دې وينډوز نصبول به د ١٥ دقيقو نه لږ وخت نيسې که څه هم وينډوز XP د٤٥ نه تر ٦٠ دقيقې وخت نيسي، په ريښتيا به هم دا يو ستر بدلون وي.
د مايکروسافټ دا نوې وينډوز به په ريښتيا هم يو نړيوال حيثيت ولري او ډيرې نوري ژبې به ولري چې په نورو وينډوز پروګرامونو کې نه موندل کيدې. څومره چې زه پوهيږم زموږ ملې ژبه (پښتو) به هم د دې نوې وينډوز سره مل وي. 
مايکروسافټ خپل د دې نوې وينډوز سره ګرافيکي لاس بري ور زيات کړي چې د2005 کال ګرافيک کارډونو او مونيټورونو جوړونکو کمپنيو هم ورته ځانونه برابر کړي . دا کار مايکروسافټ دې ته اړ کړې چې دا وينډوز لږ تر لږه ښکارونکې کارډ 768×1024 او ويديوي کارډ 64 ميګا بايټه وي.
په دې وينډوز کې به د هرې کړکۍ (وينډوز) محتويات د هغې د اندازې په بدلولو سره بدليږي خو اوس که موږ د يوې کړکۍ اندازه بدله کړو په محتوياتو کې يې توپير نه راځي.
همدارنکه په دې وينډوز کې تاسو په ډيره اسانۍ سره په يو پروګرام د کار کولو تر څنګ يو فلم هم کتلی شې چې دا به په فلم او پروګرام کې کوم ځنډ او يا خنډ نه راولي. خو دا کار کومه ځانګړې ښيګنه نه لري او يواځې د ساعتيرۍ له پاره په نظر کې نيول شوې ده. 
د لانګ هارن فايل سيستم WinFS چې دNTFS پورې به تړلی وي خو FAT او FAT32 سره به هم سم کار کوي.
نور پر دې وينډوز خبرې نه کوو او صبر به وکړو چې دا وينډوز به موږ ته څه ښيګنې او ستونزې راوړي، خو يوه ښيګڼه يې زه له اوس نه ګورم او هغه د پښتو ژبې لرل دي خو راځې چې د ښيګڼوهيله يې ولرو