نږدې کښينئ او دا ډول پوښتنو ته ځواب ووايئ تر څو ستاسو په کمپيوټر کې وينډوز نصب شي. د دې له پاره تاسو بايد د XP وينډوز Support د فولډر د اوزارو څخه کار واخلئ چې د يو Cab د فايل څخه کار اخستل کيږي ترڅو په ځانکاری ډول وينډوز نصب کړي نو په لاندې ډول عمل وکړئ:
١. د XP په سی ډی کې لاندې ځای ته لاړ شئ: 

Support\tools\ 
٢. د deploy.cab فايل په zip magic يا winzip کې پيل (Open) کړئ وروسته دsetupmgr.exe فايل ورڅخه يو ځای ته کاپي کړئ.

٣. په setupmgr.exe باندې ټک (click) وکړئ ورپسې په Next ټک وکړئ بيا لاندې ټاکنه وټاکئ او په Next ټک وکړئ: 
Create a new answer file 

٤. دلته بايد د windows unattended installation ټاکنه ټاکل شوې وي چې بيا په Nextټک وکړئ.
٥. په دې ځای کې د وينډوز ډول ټاکو چې موږ Window XP Professional ټاکو او بيا پهNext ټک کوو.

٦. Fully automated وټاکئ او په Next ټک وکړئ.
٧. په دې ځای کې به Distribution Folder پوښتنه راڅرګنده شي تاسو به لاندې ټاکنه ورڅخه وټاکئ:
No, this answer file will be used to install from a CD 
٨. په دې ځای کې د I accept the terms of the License Agreement په نښه کړي او بيا پهNext ټک وکړئ.
٩. اوس داسې يوه پاڼه ګورو چې ټاکنې يې تشې دي چې د وينډوز د نصبولو په وخت کې زموږ څخه پوښتل کيږي، نو د دې تشو ځايونو په ډکولو پيل وکړئ او سم معلومات ورکړئ.

١٠. کله چې مو ټول معلومات ورکړل په Finish باندې ټک کوئ ترڅو دUNATTEND.TXT فايل جوړ شي چې دا فايل پيل کړي او د WINNT.SIF په نوم يې په يو ډسکيټ کې خوندي (Save as...) کړئ.

١١. د File د مينو څخه Exit وټاکئ.
١٢. اوس دا فايل د وينډوز د نصبولو له پاره چمتو دی خو مخکې له دې چې د وينډوز په نصبولو پيل وکړئ دا فايل په NOTEPAD کې پيل او يو ځل يې وګورئ کيدای شي چې تاسود فايل سيستم NTFS ته واړوئ .

١٣. اوس کمپيوټر د سی ډی څخه پيل کړئ او ډسکيټ په فلاپې ډرايو کې کيږدئ نو وينډوز به په ځانګاري ډول نصب شي.

وي او دې کار به ستاسو ډير وخت هم نيولی وي تر څو د کمپيوټر سره